د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوولسمې مڼې ګل د مشاعرې راپورتاژ

ګل آغا احمدي وردګ 02.06.2012 11:23

سریزه

د مڼې ګل یوولسمه دودیزه مشاعره د ۱۳۹۱ د غبرګولي په ۱۱ مه چې د ۲۰۱۲ د مې د ۳۱ نیټې سره برابره ده تر دې شعار لاندې چې ( مڼې ګل له جهاني سره) د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدانښار کې د سلګونو مینه والو، مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو، ولایتي هستوګنو او چارواکو په ګډون جوړه او پيل یې د قرآن کریم په تلاوت او ملي سرود سره و شو. د وردګو ولایت د والي، استاد حبیب الله رفیع، د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال، کابل والي، استاد عبدالباري جهاني او صابرشاه صابر تر ویناوو وروسته د هیواد ګڼ شمیر شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو سره مشاعرې ته په شعري ژبه هنري ښکلا ور و بخښله، پخپلو شعرونو کې مینه، محبت، ورورګلوي او پوهنیز بنسټونه و پسولل، د اوریدونکو زړونه یې له خوښۍ مالامال کړل او د یو شمیر ډالیو تر ویشلو وروسته په دعاییې، غرمنۍ او د نومیالي سندرغاړي حیات ګردیزي په خوږو وطني سندرو او ملي اتڼونو سره پای ته ورسیده.

 

د ویناوو برخه

یوولسمه مڼې ګل مشاعرې ته د ښه راغلاست کلیمات د وردګو او میدان د ولایت د مقام ښاغلي محمد حلیم فدايي له خوا وړاندې شول چې په ترځ کې یې له بهرنیو هیوادونو او د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ټولو راغلیو میلمنو ته په ښه راغلاست ویلو سربیره په ټولنه کې د لیکوال او قلم د اهمیت او د مڼې ګل د مشاعرې د جوړیدو په بنسټیزو موخو خبرې وکړې.

 

د ښاغلي محمد حلیم فدايي د وینا لوی ټکی:

  • قلم د افغانان لپاره تر ټولو ښه وسیله او وسله ده څو د خپل ژوند چارې پرې سمې او خپل هیواد ته د قلم په وسیله پرمختګ ورکړو.
  • له بده مرغه له کومه وخته چې جګړې د افغانانو ژوند ته لاره کړیده نو ورسره قلم د ډیرو اړخونو او اشخاصو له خوا د جګړې د تودیدلو په موخه کارول شوی، اوس هم کارول کیږي او له خپلې اصلې دندې څخه یې چې هغه په ټولنه کې سالم علمي رقابت، پوهنیزه پیاوړتیا او روزنیزه وده ده بلې خوا ته تللی دی.
  • جګړې زموږ د ټولنې هر څه را تباه کړل، موږ یې له هر څه محروم کړو او موږ یې له علمي فقر، بې وزلۍ، بې اتفاقۍ او داسې یوه تریخ ژوند سره مخ کړي یو چې هره برخه یې په نړۍ کې د وړ معیارونو په تول برابره نده.
  • له ټولو لیکوالانو، کلتوری کړیو د افغان ولس له فرد فرد څخه مې هیله دا ده چې راځی وروسته له دې په خپلو تاندو قلمونو داسې څه ولیکو چې په هغه کې له جګړې څخه بیزاري، سولې ته بلنه، پرمختګ ته وده، مینې، محبت ورورګلوۍ او د افغانانو نږدې والي ته د بنسټیزو اساساتو تشریح له ځان سره و لري او د قلم حق په داسې توګه ادا شي چې د هغه لپاره قلم پيدا شوی دی.
  • که د افغاني ټولنې پوهان، لیکوالان، ادیبان، شاعران، کلتوري کړۍ او د ولس باسواده او روښانفکره کهول خپل قلمونه د هغه الهي رسالت له مخې په کار وا نه چوي او اشتباهات صورت و مومي نو بیا به مو خپله ټولنه په داسې لاره رهي کړې وي چې د هغه جبران به ټولو ته ګران وي او هیواد به مو خدای مه کړه د تورو شپو تل ته پخپلو لاسونو غوزار کړی وي.

 

د ښاغلي استاد حبیب الله رفیع د وینا لوی ټکي:

د مڼې ګل په یوولسمه مشاعره کې دویمه وینا د هیواد د نامتو مورخ، ادیب، لیکوال او شاعر استاد حبیب الله رفیع وه چې په هیواد کې یې د ادبي مشاعرو، بهیرونو او غونډو یا د ادبي ګلونو تاریخي بهیر ته لنډه کتنه وکړه او ویې ویل:

  • شعر او شاعري په افغانستان کې له پخوا څخه دود وه خو هغه مهال یې منظم شکل غوره کړ چې په ننګرهار کې د نارنج ګل، په وردګو کې د مڼې ګل، په کندهار کې د انار ګل، په زابل کې د بادام ګل، په پکتیا کې د نښتر او شندي ګل، په لوګر کې د سنځل ګل، په کندز کې د ریدي ګل او په هلمند کې د هلمند سیند په نامه د مشاعرو منظم او کلني بهیرونه رامنځته شول.
  • ګلونه د ښایست په غیږ کې ساتل کیږي او په لیدلو یې سړی خوښیږي خو له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې ۳۴ کاله و شول چې امنیت زیانمن شوی، هر څه زخمي شوي او د امن راوستلو لپاره یووالي، پوهې او د خلکو ګډون ته اړتیا ده چې دغه ډول مشاعرې په دې لاره کې د یوې غوره هڅې په توګه بلل کیدای شي.
  • تر ټولو اړینه خبره دا ده چې په خپل هیواد، سیمه او ګاونډ کې د امنیت را وستلو لپاره تر بل هر وخت هڅې زیاتې کړو او دغه لویه دسیسه شنډه کړو چې د پښتنو د وژلو لپاره لاس په کار شوې څو د سرحد دواړو خواوو ته د پښتنو په تاریخي ټاټوبي کې زموږ عزیزان له منځه یوسي.
  • پښتانه باید خپل ګریوان ته سرونه ټیټ کړي، جرګه شي، د جګړې عوامل دې له منځه یوسي څو په ژوند یې سوله، خوښي او ښیرازي خپلې وریښمینې پلوشې خورې کړي.
  • دا خبره په ثبوت رسیدلې او زه منم چې پښتانه غیرتي وګړي دي، هیچا ته یې د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، د تیري کوونکي مقابله یې کړې، د خپل دین، هیواد او خلکو څخه د دفاع په لاره کې د تاریخي میړانو ویاړ ور پورې دی.
  • په اوسني پير کې زموږ بریالیتوب زموږ په یووالي، همغږۍ او علمي انقلاب کې دی څو د نوې ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستلو سره خپل موجوده او راتلونکي نسلونه د بدبختیو، جګړو، فقر، بیوزلۍ او دربدرۍ له ورانوونکو یرغلونو څخه و ژغورو.
  • زه په ډاډ او اطمینان سره دا خبره درته کولی شم چې موږ به د پوهې په پياوړتیا سره هرو مرو له روان ناورین څخه بریالي وزو او دغه په اور کې را لوی شوی نسل به هیواد له اور څخه د علم، پوهې او پرمختګ پر مټ ژغوري.
  • موږ باید هڅه وکړو چې خپلو اولادونو ته د زده کړې زمینه برابره کړو، جګړه ختمه کړو، خپل نسلونه له بیوزلۍ څخه و ژغورو او خپل هیواد په خپله آباد کړو چې له جګړې وروسته جرمني زموږ لپاره ښه نمونه دی چې خپلو وګړو یې پخپله آباد کړی.
  •  له افغانانو پرته هیڅوک زموږ د هیواد د آبادولو مسوولیت نه لري او نه یې آبادولی شۍ بلکي پردي خپلې موخې لري او د خپلو موخو د تحقق لپاره راغلي دي.
  • شعر ښکلا، د زړه ضمیر، د وجدان چیغه او د ښکلو ذوقونو او خوندونو څخه ډک هنر دی چې د بلبلو په خواږه غږ اوریدونکي ته خپل پیغام رسوي او د مجلس ناست کسان په ښکلو، رنګینو او مناسبو کلیماتو سره مخاطب کوي.
  • زما هیله دا ده چې شاعر او لیکوال خپل رسالت و پيژني او په خپل کلام کې له بدو ویلو او ښکنځلو څخه په غوڅه توګه ډه ډه وکړي ځکه چې شعر ادب دی او د ادب مانا دا ده چې د هغه روح، کلیمات او وړاندې کول باید د ادب په چوکاټ کې تر سره شي.

 

د ښاغلي محمد آصف ننګ د وینا لوی ټکي:

ورپسې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال ښاغلي محمد آصف ننګ لنډې خبرې وکړې، د قرآن کریم د یوه آیت ژباړه یې و لوسته، د دې ډول مشاعرو اهمیت یې په ګوته کړ چې د هیواد د کلتوري ارزښتونو د پراختیا په لاره کې څومره موثر او ګټور دي. هغه همدارنګه وویل چې په دې ډول مجلسونو کې باید د غونډو د جوړونکو څخه هم مننه و شي چې زه د مڼې ګل د مشاعرې د جوړونکیو څخه ځانګړې مننه کوم او د یوولسمې مڼې ګل د جوړونکیو نومونه یې هم د مننې په توګه یاد کړل.

 

د ښاغلي علیزي د وینا لوی ټکي:

د پوهنې د وزارت د معین څخه وروسته د کابل د والي ښاغلي علیزي د خبرو نوبت را ورسید چې نوموړي هم د مڼې ګل د مشاعرې ارزښت او د هغه په وسیله د ټولو افغانانو د یووالي تمثیل ډیر مهم و باله او ویې ویل: چې په دې ډول مشاعرو کې مهم ټکی دا دی چې دلته د افغانستان د ټولو وګړو تمثیل کیږي او نن وردګو ته د هیواد له ګوټ ګوټ څخه لیکوالانو، شاعرانو، کلتوري کړیو او چارواکو تشریف راوړی او په یوه ځای کې ټول د افغانستان د یووالي او پرمختګ ترانې وایي.

 

د ښاغلي استاد عبدالباري جهاني د وینا لوی ټکي:

د غونډې بل ویناوال د هیواد وتلی او نامتو شاعر ښاغلی عبدالباري جهاني وو چې د خپلو اغیزمنو او مینه ناکو غزلونو تر وړاندې کولو د مخه یې لنډه وینا وکړه او و یې ویل:

  • ډیره زیاته مننه کوم چې ماته مو د مڼې ګل په مشاعره کې د ګډون ویاړ را و باښه او زما د ژوند له شیرینو خاطراتو څخه یو دا دی چې زه نن په وردګو کې د ګڼو ځوانانو تر منځ یم، هغوی له نږدې وینم او د هغوی مینه، تلوسه او علاقه ما ته د هیواد د یوه ښه راتلونکي زیری را کوي.
  • ملتونه په دوو څیزونو د خپلې بقا او پرمختګ چانس موندلی شي چې یووالی او پوهنه ده او زه د افغانانو او پښتنو اقوامو په منځکې په وردګو ویاړم او په ځوانانو یې فخر کوم چې په دوی کې د پوهې علاقه او کچه تر نورو لوړه ده او دا حقیقت ما ته د دې سیمه او هیواد د پرمختګ په لوري ترسیم کوي.
  • د خپلو خلکو د یووالي په باره کې سره له دې چې هیله من یم خو یوه لویه اندیښنه لرم او نن زموږ د خلکو د بیلوالي لپاره متعدد لاسونه کار کوي، بې اتفاقي زموږ بدبختي او زموږ د مشترک دښمن توطییه ده چې نن ورځ یې د پښتنو یووالي ته سخت زیانونه متوجه کړی دی.
  • زه د لوی کندهار، لویې پکتیا، لوی ننګرهار، ختیځ، لویدیځ، شمال او سویل باور نه لرم او دا کار زموږ د خلکو د ویشلو په لور یوه لویه دسیسه ګڼم او دغه نومونه د لوی افغان نوم او برم ته صدمه رسولی شي چې باید ډه ډه ترې وشي.
  • زه په ژبینو لهجو باندې د خلکو ویشل هم زموږ د خلکو تر منځ یوه ستره دسیسه ګڼم او وایم چې د هر چا ژبه معیاري ده او موږ همدا اوس د یو او بل په ژبه پوهیږو او دغه پوهه خپله د ژبې معیار څرګندوي. نو موږ باید په داسې فرعي مسایلو سره و نه ویشل شو چې د ځینو لهجې معیاري او د ځینو غیر معیاري و ګڼو، دا لویه جفا ده، که څوک دا کار په شعوري توګه کوي خاین او که په غیر شعوري توګه یې کوي ناپوه یې ګڼلی شو.

 

د ښاغلي صابرشاه صابر د وینا لوی ټکي:

د ویناوو په برخه کې وروستی ویناوال له پښتونخوا څخه راغلی شاعر ښاغلی صابرشاه صابر وو چې د مڼې ګل د یوولسمې مشاعرې د تقدیر سره سره یې په خپله وینا کې له افغان چارواکو څخه ځینې ګیلې درلودې چې د پښتونخوا شاعرانو، کلتوري کړیو او لیکوالانو ته په مناسبه توګه پاملرنه نه کوي ځکه چې موږ هم افغانان او خپل ځانونه ستاسو کشران وروڼه ګڼو نو باید چې همیش ستاسو سیوری زموږ په سر وي او په موږ پام وکړی.

 

د مشاعرې برخه

له ویناوو وروسته د مشاعرې برخه د ښاغلي عبدالباري جهاني په زړه وړونکو شعرونو او غزلو سره پيل شوه چې په تودو چکچکو او ولولو بدرګه کیده. باید وویل شي چې ښاغلی جهاني د امریکا څخه په همدې موخه د وردګو او میدان د والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په بلنه هیواد ته راغلی وو څو د یوولسمې مڼې ګل په مشاعره کې د ګډون ویاړ خپل کړي. د ښاغلي جهاني د غزلو څخه وروسته لومړی مشرانو شاعرانو او بیا له وردګو او هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه راغلیو شاعرانو خپل شعرونه، غزلې او نظمونه د ګډونوالو په مخکې و لوستل چې زیاتره یې د سولې، پوهنې، مینې، ښکلا او د زده کړې خواته د ځوان نسل د هڅونې مفاهیم له ځان سره لیږدول.

 

د مشاعرې د ویندويۍ چارې

د یوولسمې مڼې ګل د مشاعرې ویندویان ښاغلی هارون حکیمي او ښاغلی ګل رحمان رحماني وو چې دغه ښکلی او رنګین محفل ته یې ځانګړې ښکلا ور بخښلې او د غونډې نظم یې په ښه توګه ساتلی وو.

 

د مشاعرې په ویاړ چاپ شوي کتابونه

د مشاعرې د برخې له پای ته رسیدو څخه وروسته ګڼ شمیر مشرانو، لیکوالانو، شاعرانو،  او فرهنګي څیرو ته د ولایتي چارواکو او مشرانو له خوا ډالۍ او د ولایت له لوري  یو شمیر تازه چاپ شوي کتابونه ورکړل شول چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

  1. د اسلام له نظره ټولنیز خوځښت/ د محمد حلیم فدايي لیکنه
  2. غرلبڼ/ د محمد صدیق پسرلي لیکنه
  3. دراوۍ /د ومان نیازي لیکنه
  4. د پوهې ډیوه/ د عبدالمتین وردګ لیکنه
  5. په کور کې یو لیونی/ د محمد انور وفا سمندر لیکنه

 

خیښي

د مشاعرې په لړ کې د خیښۍ کتاب هم مینه والو ته و ویشل شو چې د همدې راپورتاژ د لیکونکي ګل آغا احمدي وردګ اثر  دی، د وردګو کلتوري یون خپور کړی، د بهیر مطبعې د مشر ښاغلي کمین زاده صاحب په مالي مرسته تازه له چاپه راوتلی او د وردګو د ودونو فولکلوریکه پانګه تر ډیره بریده پکې خوندي شوې ده.

 

د غزل شپه

د یوولسمې مڼې ګل د مشاعرې له جوړیدو څخه د مخه د وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د غزل شپه جوړه شوې وه چې د مشاعرې د مشرانو میلمنو ښاغلي عبدالباري جهاني او صابرشاه صابر په ګډون د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راغلیو میلمنو تر نیمو شپو د غزلو محفل تود کړی وو او ګڼې غزلې پکې وویل شوې. 

 

 

 

د مڼې ګل د مشاعرې تاریخي پس منظر

باید وویل شي چې د مڼې ګل مشاعره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۶ کال د وردګو او میدان  ولایت د چک په ولسوالۍ کې د یو شمیر هیوادپالو ځوانانو له خوا جوړه او بنسټ یې کیښودل شو، اوس مهال یې ملي بڼه خپله کړې، هر کال پسرلی مهال د ولایت په مرکز کې د سلګونو مینه والو په ګډون جوړیږي او د هیواد په کچه د ننګرهار تر نارنج ګل مشاعرې وروسته د ګلونو د بهیر دویم ګل دی.

 

مشاعرې ته د احمدي ډالۍ:

د مینې صف یمه په مینه به کاروان جوړوم

زه خو د عشق په ښوونځیو کې انسان جوړوم

د خپلو اوښکو په هېندارو تصویرونه ګورم

د موسکا ستوري د خیالونو په آسمان جوړوم

زه یارانه کړم د ګلابو له رنګونو سره

وږمه،  وږمه یم د سهار غیږ کې ګلان جوړوم

د سندریز بلبل احساس مې په نڅا راوستی

د بڼ په څانګو کې خمار د ګلستان جوړوم

زه له بهار سره سودا کړم د زرغون پړوني

زه د غاټول له انځورونو یو داستان جوړوم

په ګلابي رخسار چمن د شنو خالونو ږدمه

وړانګې په لاس کې له ښکلاوو نه جهان جوړوم

زه د رنګونو د مالیار مقام ته و رسیدم

زه د هنر په پستو ګوتو خپل جانان جوړوم

زه د ښایست د کراماتو، حرکاتو مل یم

ژمنه مې کړې چې به ګران افغانستان جوړوم