د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سياست په کرکټ کې

هلال - مومند 11.03.2012 09:14

....

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان په شمول له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د کرکټ بورډ څخه دې د ټولو هغو چارواکو چې په سياست کې ښکېل دي رول پای ته ورسوي. د افغانستان له کرکټ بورډ یې هم دا غوښتنه کړې ده او د ۲۰۱۲ کال تر پايه یې وخت ورکړی دی چې په کرکټ بورډ کې دا سمون راولي. د کرکټ د نړيوالې شورا دا پرېکړه پر ځای ده ځکه موږ هر ورځ ګورو چې د افغانستان په کرکټ کې – چې لا تر دې مهاله سپيڅلی دی – ورځ په ورځ د سياستوالو ونډې زياتېږي او د کرکټ چارې سياسي کېږي.

په کرکټ کې سياست ننويستل او يا کرکټ د سياسي موخو لپاره کارول د دې لوبې د روحيې سره جفا او له اصولو څخه یې سرغړونه ده. د افغانستان په کرکټ کې دا ډول سرغړونې ډېرې شوي دي او د کرکټ بورډ د اجرايوي مشر او يو شمېر کارکونکو له خوا د کرکټ بورډ په استازيتوب د ماليې وزير ښاغلي عمر زاخېلوال ته په ولسي جرګه کې له ((سلب صلاحیت)) څخه د بريالي وتلو په مناسبت د مباکۍ ويل او بيا دا خبر د کرکټ بورډ په ويبپاڼه خپرول د کرکټ د سياسي کېدو او د سياسي موخو لپاره د کارېدو تازه او ژوندی مثال دی.

د کرکټ بورډ چارواکي حق نه لري چې د کرکټ بورډ په استازيتوب یو وزير ته – که هغه د کرکټ بورډ مشر هم وي – له دې کبله مبارکي ورکړي چې په يوه سياسي پروسه کې یې بری ترلاسه کړی دی. په ولسي جرګه کې د ښاغلي زاخېلوال د باور رايه ترلاسه کول د هغه د سياسي دندې پورې اړه لري او د کرکټ د چارو پورې هيڅ اړه نه لري. دا کار په کرکټ بورډ کې د پروفيشنلزم د نشتوالي او د کرکټ په روحيه او اصولو د نه پوهې يوه ژوندۍ نمونه ده.

په کرکټ بورډ کې نور وزيران هم ښکېل دي چې له کرکټه بايد لاس واخلي او يواځې سياست وکړي. د کرکټ لوبغاړو او يو شمېر چارواکو هم په تېر وخت کې د پارلمان، ولايتي شورا، او ولسمشريزو کانديدانو ته کمپاينونه کړي دي چې يا بايد کرکټ پرېږدي او سياست وکړي او يا سياست پرېږدي او کرکټ وکړي. يو شمېر نور د کرکټ سره تړلو کسانو د يو شمېر سياسي جرګو غړيتوب هم کړی دی چې د کرکټ تر څنګ د سياست کولو په مانا دی.

د کرکټ يو شمېر چارواکي او سياستوال به په راتلونکي کې نورې سياسي موخې هم لري. د يوې باوري سرچينې د وينا په اساس د کرکټ يو چارواکي ورته ويلي دي چې دی ځکه په کرکټ بورډ کې کار کوي چې غواړي د کوم ولايت والي او يا د والي مرستيال شي. دا چارواکي او سياستوال دې يواځې سياست وکړي او زموږ سپېڅلی کرکټ دې نه راخرابوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا نوې غوښتنه ښه فرصت دی چې د افغانستان کرکټ له دې مصيبته خلاص شي. افغانان بايد د ۲۰۱۲ کال تر پايه انتظار ونه کړي، بلکه دا کار یې بايد فورا ترسره کړی وای او په کرکټ کې یې د سياسي خلکو رول پای ته رسولی وای.

د افغانستان د کرکټ بورډ په چوکاټ کې بايد اصول وضع کړای شي چې د کرکټ يو چارواکی، لوبغاړی، او د کرکټ سره تړلي کسان سياست نه شي کولای، کرکټ د سياسي موخو لپاره نشي کارولای، سياسي او ټاکنیز کمپاينونه نه شي کولای، د جرګو او سياسي ارګانونو غړيتوب نه شي ترلاسه کولای. او که داسې وکړي او يا یې زړه غواړي نو بايد له کرکټ څخه فورا استعفا ورکړي او که پخوا یې داسې کار کړی وي نو بايد په کرکټ کې په رسمي لوبو کې د لوبې کولو حق ورنکړل شي او د کرکټ په چارو کې هيڅ ډول مسوليت ورنکړل شي. که داسې ونه شي نود کرکټ ډګر به هم داسې ناپاکه شي لکه روان سياسي ډګر چې څومره له دسيسو ډک او ناپاک دی.