د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه ډول کرکټ بورډ ته اړتيا ده! - لومړۍ برخه

هلال - مومند 11.04.2012 16:23

د بنګلاديش کرکټ بورډ د بورډ د یوې ناستې په مهال.

غواړم دا ليکنه د کرک انفو د ليکوال جورج ډوبل په يوه غوښتنه پيل کړم:

 "افغانستان پلان لري چې د دويمې درجې (اسوسيټ) امتياز او ورسره د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا اضافي بوديجه تر لاسه کړي، چې ترلاسه کول یې د لوبېدو له وړتيا پرته په ډېرو نورو کارونو پورې تړلي دي. باید په زبات ورسوي چې (کرکټ بورډ یې) د باور وړ اداره او حکومتداري لري، مالي رپوټونه خپاره کړي، ستراتيژي او د کرکټ بورډ د چلونې پلانونه ولري، کرکټ بورډ ته اساسنامه جوړه کړي، او کالنۍ ناستې ترسره کړي."

 ښاغلی جورج ډوبل چې په کرکټ پوهېږي دا پورته شرطونه د دويمې درجې د امتياز ترلاسه کولو لپاره ياد کړي دي. اوس افغان كركټ بورډ وايي چې د بشپړ غړيتوب لپاره یې هم کاغذونه د ای سي سي سره جمع کړيدي ځکه چې د کرکټ نړيواله شورا پلان لري په ۲۱۰۵ کال کې ايرلينډ او هالينډ ته بشپړ غړيتوب ورکړي.

 زه وايم که افغانان د خپلو افغانو مسلمانو بچو وړانديزونه نه مني، نو د انګريز کافر جورج ډوبل دی ومني او مخکې له دې چې د اسوسيټ عريضه مو رد شي او د بشبړ غړيتوب مخه ډب شي، راځﺉ د کرکټ اداره په ښه توګه جوړه کړو. هالينډ او ايرلينډ يواځې په دې بشپړ غړيتوب نه ترلاسه کوي چې ګنې لوبغاړي یې ښه کرکټ کوي، يو مهم شرط چې دوی پوره کړی دی هغه د يو ښه کرکټ بورډ لرل دي، چې افغانستان یې نه لري. که څوک یې راسره نه مني، د دې کرکټ ادارو ويبپاڼو ته دې سرو ورښکاره کړي معلومات به ورته وشي چې د افغان کرکټ ادارې او دې ادارو تر منځ واټن څومره پراخه دی.

 که د جورج ډوبل همدا پورته شرطونه پوره شي نو زه باور لرم چې موږ په کم وخت کې بشپړ غړيتوب هم ترلاسه کولی شو. زه په دې ټکو رڼا اچوم:

 حکومتداري

 حکومتداري د کرکټ بورډ په مسلكي او معياري بڼه چلولو ته وايي. په چلونه کې یې د بورډ مديره هيئت (بورډ) او اجرايوي هيئت (اداره) دوه مهم عناصر دي. سمه او د باور وړ حکومتداري دې ته وايي چې کرکټ بورډ مديره هيئت (بورډ) او اجرايوي هيئت (اداره) ولري. د هرې ادارې واک معلوم وي، د زونونو -  ولايتي -  او کلبونو په سويه ادارو جوړښت څرنګوالی، مناسبې او هر اړخیزه تګلارې (پاليسيانې)، د کرکټ پرمختګ او چلونې ستراتيژي، او په اجرايه ځواک کې د کارکونکو مسوليتونه معلوم وي. د کرکټ بورډ کړنې د يوې خپلواکې ادارې له خوا مراجعه (اډټ) شي او د کرکټ مينه والو، نړيوالو ادارو، او هېوادوالو ته یې کړنې، لاس ته راوړنې، او مالي رپوټونه اعلان شي.

 د کرکټ د جوړونې په موخه د ۲۰۰۹ کال د جون په مياشت کې (کابو درې کاله مخکې) بې ساری ګام پورته کړای شو. د اولمپيک له ادارې د کرکټ فدراسيون جلا کړی شو او د ولسمشر حامد کرزي په فرمان فدراسيون په خپلواک بورډ واوښت. د افغانستان کرکټ نړيوال کېدو او په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره دا ګام ارزښتناک و. د همدې فرمان له مخې د ماليې وزير عمر زاخېلوال د کرکټ بورډ د بورډ چيرمين يا مشر وټاکل شو او ورسره يو شمېر سياستوال او سوداګر د بورډ (مديره هيئت) غړي وټاکل شول.

 زاخېلوال دنده پيل کړه، حامد شينواری یې د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وټاکه او حامد شينواري د ادارې په جوړولو پيل وکړ. په لنډ وخت کې اداره جوړه شوه. د کابل کرکټ سټيډيم د جامو بدلولو له کوټو څخه دفتر د کابل په شش درک کې مناسب ځای ته يوړل شو. کورنی کرکټ راوټوکېد او د لومړي ځل لپاره په تلويزيون (شمشاد) په ژوندۍ بڼه وښودل شو،  د رسنيو ديپارتمنت جوړ شو، کورنيو او بهرنيو رسنيو ته خبرپاڼې لېږل پيل شول، د کور دننه او بهر د کرکټ مينه وال د کرکټ له احوال او پرمختګ څخه خبر شول.

 سره د دې چې بشپړه حکومتداري رامنځ ته نه شوه خو حامد شينواري د ادارې د جوړونې تر څنګ په ابتدايي ډول يو څه حکومتداري رامنځ ته کړه. د لوبډلې سره یې د چارواکو بې ځايه سفرونه منع کړل تر دې چې په يو کال کې ۱۳۰ زره ډالر له سفرونو څخه بچت شول. د کرکټ د نړيوالې او آسيايي شوراګانو سره یې کميونيکشن سم کړ او د هغوی باور یې ترلاسه کړ، په ملي لوبډله کې یې د ډسپلين لپاره کار وکړ، د کرکټ په اداري چارو کې یې د لوبغاړو لاسوهنه ودروله، په لوبډله کې یې ډلې جوړول له منځه يووړل، د کپتانۍ لپاره په ملي لوبډله کې په نورو لوبغاړو کار وشو،   شفافيت رامنځ ته شو، د روزونکي د مسوليت په اړه د لومړي ځل لپاره پوښتنې وشوې، او د کرکټ مافيا خلاف حقيقي مقابله وشوه. په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره تګلاره او ستراتيجي جوړه شوه او د راشد لطیف راوستل په دې موخه ترسره شول چې د کرکټ په پرمختګ کې به هم مرسته کوي. په جلال اباد او کابل کې د سټيډيمونو دجوړولو پروژې پيل شوې او په نورو ښارونو کې د لوبغالو د جوړولو پلان جوړ شو. د کرکټ بورډ مارکټينګ ديپارتمنت پياوړی شو تر دې چې د اتصالاتو او سوپريم سپانسرونه ترلاسه شول او کرکټ بورډ د لکونو ډالرو عايد څښتن شو. خو کرکټ بدبخته و، حامد له يوکال کار وروسته دنده پرېښوده او د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر ولاړ.

مديره هيئت

د بشپړې حکومتدارۍ د نه رامنځ ته کېدو يو علت د مديره هيئت يا بورډ نه فعالېدل و. د ولسمشر په فرمان کې ياد شوي د کرکټ بورډ غړي په خپلو سوداګريو او سياستونو مصروف شول. وحيدالله شهراني، عبيدالله رامين، ضرار احمد مقبل په سياست، د کام اير هوايي شرکت مشر زمری کامګار او د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن الکوزى پخپلې سوداګرۍ مصروف شول، د کابل بانک مشر خليل فيروزي د کابل بانک د لوټ کېدو وروسته زندان ته ولاړ، د عزيزي بانک مرستيال حاجي علي اکبر ژوندى او حاجي محمد اسماعيل غضنفر د کابل بانک د رسوايۍ څخه وروسته د خپلو بانکونو په کارونو مصروف پاتې شول، او شهزاده مسعود د مقرراتو او اصولو خلاف هم د بورډ غړی او هم ورته اجرايوي دنده ورکړل شوه چې د کرکټ بورډ اجرايوي مرستيال وټاکل شو.

 لنډه دا چې بورډ له پيله تر اوسه يو ميټڼګ هم ونه کړ او نه یې هغه رول ولوباوه چې د يوې ادارې بورډ د حکومتدارۍ په پلي کولو او د اجرايوي ادارې په څارنه کې لوبوي. د کرکټ په تاريخ کې دا مهم ګام (فرمان) په بشپړه توګه پلي نه شو. او لکه د څلور پښو دا کټ په درې پښو درېدلی پاتې شو چې له امله یې ترې ډېر وغورزېدل او خپله یې هم ډېر درزونه وخوړل.

 څه کول په کار دي؟

 بورډ خپلواک او د کرکټ د ادارې په ورځنۍ چلولو کې کار نه لري ځکه دا کارونه اجرايوي هيئت يا اداره پرمخ وړي.. خو له اجرايوي مشر څخه نيولې په ټولو مهمو دندو ګمارنې، د مالي پلان منظورول او د مالي چارو څارنه، ستراتيژي او پلان منظورول، د پرمختګ د پلانونو منظورول او د پلي کېدو په اړه یې پوښتنه کول او د افغان کرکټ د نړيوال کېدو د هڅو د څارنې دنده په غاړه لري. د دا ډول بورډ يا مديره هیئت د نه شتون په صورت کې ديکتاتوري او فساد رامنځ ته کېږي او څارنه يا چيک او بيلنس له منځه ځي. د څارنې د نه شتون له کبله اجرايوي ځواک کولی شي غلاوې او فساد وکړي او افغان کرکټ کورني او نړيوال ګامونه وانخلي.

 نو د ښې حکومتدارۍ لپاره مهمه ده چې د کرکټ بورډ لپاره مسلکي مديره هيئت يا بورډ جوړ شي چې د کرکټ د پوهانو تر څنګ په کې په اداره او مالي چارو پوه کسان هم شامل وي. غړي بايد د کرکټ سره مينه ولري او په سياست کې په هيڅ ډول دخيل نه وي. د خپلو کړنو لپاره لايحه جوړه کړي چې د رايو د اکثريت له مخې خپلې پرېکړې وکړي. په دوامداره توګه غونډې وکړي او د تخطي په صورت کې په اجرايوي چارواکو غوږونه تاو کړي. د کرکټ ادارې څخه وغواړي چې فورا اساسنامه جوړه کړي، په هېواد کې د کرکټ جوړښت رامنځ ته کړي، او د  ولاياتو ادارې په بشپړ شفافيت جوړې کړي.

 د دې ليکنې په دويمه برخه کې په اجرايه هيئت او ورپسې په  اساسنامه، ستراتيژي، او مالي رپوټونو خبرې کوم.