د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هلال - مومند

18.09.2012 01:39    |   هلال - مومند په افغان کرکټ چارو کې فساد ژورې ريښې کړي دي

په افغان کرکټ اداره کې د فساد نه ورکول او د فساد په تورونو ککړه د پخوانۍ ادارې مشرتابه چې د څارنوالانو د رپوټونو په وجه لرې شوې وه بېرته د کرکټ د اوسنۍ ادارې سره يو ځای کول د شفافيت د نړيوال ارګان دا شاهدي په دليل ثابتوي چې افغانستان په نړۍ کې بې ساری او تر ټولو نورو هېوادونو او ټولنو ډېر فاسد هېواد دی. دا مهال په ۱۸۵ هېوادونو کې افغانستان د ټولو په سر کې ۱۸۵م کرپټ يا فاسد هېواد شمېرل کېږي. افغانان دې نه خفه کېږي، دا یو تريخ واقعيت دی چې په مقابل کې یې زموږ بې ځايه د سرلوړۍ دعوې او د شهامت او بهادرۍ شعارونه بې مانا دي. يو هېواد يا ټولنه خوشې په خوشې په نړۍ کې د بشريت فاسده ترينه هېواد يا ټولنه نه جوړېږي، بلکه د خپلو بچو په کړنو دې ذليل مقام ته رسېږي.

15.04.2012 16:07    |   هلال - مومند څه ډول کرکټ بورډ ته اړتيا ده! دويمه برخه

په تېره برخه کې مو د کرکټ بورډ د حکومتدارۍ او مديره هيئت په ارزښت خبرې وکړې چې د کرکټ بورډ د څارنې او مهمو پرېکړو لپاره حياتي ارزښت لري او له لارې یې کولای شو په اجرايه هيئت د هر ډول فساد، ديکتاتورۍ، او سليقوي پرېکړو مخه ونيسو. خو تر مديره هيئت لا ډېر مهم اجرايه هيئت يا د کرکټ بورډ اداره ده. اجرايه هيئت د کرکټ بورډ د ملا تير دی، ورځني کارونه یې پر مخ وړي، حکومتداري، د کرکټ بورډ اساسنامه تطبيقول، ستراتيژي جوړول او د هغې له مخې د کرکټ پرمختګ لپاره کار کول، د لوبډلو جوړول او چمتو کول، د لوبغالو جوړول او د هغې ساتنه، د کرکټ کولو يا ټورنامنټونو جوړښت دا ټول د اجرايه هيئت دندې دي چې ترسره کولو لپاره یې بېلابېلې ادارې او کميسيونونه جوړوي. د جورج ډوبل غوښتنې په بل عبارت تکراروم: که غواړو چې د اسوسيټ امتياز ترلاسه کړو او د بشپړ غړيتوب جوګه شو، يو ښه کرکټ بورډ رامنځ ته کول اړين دي چې د اساسنامې او تګلارو له مخې په سيستماتيک ډول مخکې ولاړ شي، په کار پوهه اداره ولري چې ستراتيژي جوړه او پلي کړای شي او د کرکټ د بېلابېلو برخو د چلولو کفايت ولري، مديره هيئت یې دوامداره غونډې وکړي او د ادارې څارنه وکړي، مالي رپوټونه په رڼه توګه خپاره او اړينې خواوې (په ځانګړې توکه د کرکټ نړيواله او آسيايي شوراګانې) ترې خبرې شي او باور پرې وکړي.

11.04.2012 14:23    |   هلال - مومند څه ډول کرکټ بورډ ته اړتيا ده! - لومړۍ برخه

غواړم دا ليکنه د کرک انفو د ليکوال جورج ډوبل په يوه غوښتنه پيل کړم: "افغانستان پلان لري چې د دويمې درجې (اسوسيټ) امتياز او ورسره د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا اضافي بوديجه تر لاسه کړي، چې ترلاسه کول یې د لوبېدو له وړتيا پرته په ډېرو نورو کارونو پورې تړلي دي. باید په زبات ورسوي چې (کرکټ بورډ یې) د باور وړ اداره او حکومتداري لري، مالي رپوټونه خپاره کړي، ستراتيژي او د کرکټ بورډ د چلونې پلانونه ولري، کرکټ بورډ ته اساسنامه جوړه کړي، او کالنۍ ناستې ترسره کړي." زه وايم که افغانان د خپلو افغانو مسلمانو بچو وړانديزونه نه مني، نو د انګريز کافر جورج ډوبل دی ومني او مخکې له دې چې د اسوسيټ عريضه مو رد شي او د بشبړ غړيتوب مخه ډب شي، راځﺉ د کرکټ اداره په ښه توګه جوړه کړو. هالينډ او ايرلينډ يواځې په دې بشپړ غړيتوب نه ترلاسه کوي چې ګنې لوبغاړي یې ښه کرکټ کوي، يو مهم شرط چې دوی پوره کړی دی هغه د يو ښه کرکټ بورډ لرل دي، چې افغانستان یې نه لري. که څوک یې راسره نه مني، د دې کرکټ ادارو ويبپاڼو ته دې سرو ورښکاره کړي معلومات به ورته وشي چې د افغان کرکټ ادارې او دې ادارو تر منځ واټن څومره پراخه دی.

01.04.2012 11:42    |   هلال - مومند د راشد لطيف بې انصافي

راشد لطيف د انګلستان د ماريلبون کرکټ کلب فيليپ هوډسن د مشر په دې اعلان غوصه شوی دی چې ګنې افغانستان ورته له پاکستانه مناسب ښکاري چې د دې کلب د کرکټ لوبډله ورولي او په افغانستان کې پرې لوبه وکړي. نوموړی فکر کوي چې دا کلب بايد پاکستان ته سفر وکړي او په دې لړ کې یې رسنيو ته له بې انصافۍ ډکې څرګندونې کړي دي.

29.03.2012 21:33    |   هلال - مومند د نه کتلو لوبه

د هالينډ سره د افغانستان د نن ورځې لوبه د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام د غوراوي د سويې لوبه نه بلکه د پنځم ډويژن لوبه هم نه وه. افغانستان په ۳۹ اورونو کې ۱۵۳ منډې وکړې. هالينډ ورته په ځواب کې د يو کس په سوځېدو په ۲۶ اورونو کې ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه یې په ډېره اسانۍ وګټله. تمه ده چې افغان کرکټ به ورځ په ورځ ښه کېږي ځکه کبيرخان بيا راوستل شو، اوميش پټوال د بيټنګ روزنې لپاره وګمارل شو. د پاکستان سره لوبه وشوه، په ايرلينډ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پايلوبه وبايلل شوه. دا ټول له درسونو ډک عوامل دي او په کار وه چې د عجمان په رامادا کې مېشت افغان لوبډلې ترې ډېر څه زده کړي وای.

25.03.2012 12:55    |   هلال - مومند رسنيو سره د کرکټ بورډ غېر مسلکي چلند

پاتې د رسنيو تبصرې او نيوکې شوې: ټوله نړۍ کې رسنۍ څلورم ځواک دی او په ټولنه کې د ښو او بدو څارنه یې دنده ګرځېدلې ده. د رسنيو خوله څوک نه شي بندولی. خلک د دې مستحق دي چې د کرکټ په اړه سم او ناپييلې معلومات ترلاسه کړي. رسنۍ که نيوکې هم کوي، کرکټ بورډ بايد ورسره همکارۍ ته دوام ورکړي. رسنۍ کرکټ ته هغه څه کولای شي او کړي یې دي چې دا نيمګړی کرکټ بورډ یې نه شي کولای. کرکټ بورډ دې په څارنواليو کې د کرکټ بورډ پيسې او وخت نه ضايع کوي. ورته په کار دي چې د رسنيو سره سمدستي سوله وکړي او همکاري ورسره پيل کړي.

24.03.2012 22:34    |   هلال - مومند نن په لوبه کې د خفګان کار وشو

تاسو به واياست چې ګنې زه د کرکټ په لوبه کې بايلات يادوم. نه زه په بايلات خفه نه يم ځکه چې نړيوال جام ته مو لاره موندلې ده او ننۍ لوبه کې موږ ډېره خواري وکړه خو چې ايرلينډ ښه لوبه وکړه، د ګټلو حقدار هم وو. بله دا چې موږ افغانان بايد په کرکټ کې د برياو تر څنګ بايلات ومنو. که نه نو بيا خو موږ يوه لوبه هم نشو کولای. زه په لوبه کې په څو نورو پېښو خفه شوم.

24.03.2012 11:19    |   هلال - مومند کوچنۍ هڅې سترې پايلې، کرکټ يو مثال

ولسونه يواځې په حکومتي هڅو نه بلکه ورسره په ولسي هڅو پرمختګ کوي، تاريخ جوړوي، او د ژوندي احساس مشال له يوه نسله بل ته لېږدوي. په دې لړ کې کله کله کوچنۍ هڅې خو ژور فکرونه تاريخ جوړ کړي او په سترو پايلو تمامې شي. يوه ښه نمونه یې د خپل کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ په موخه په اماراتو کې د يو شمېر ځوانانو هڅې دي. عبدالله شاه ټيلي فون راوکړ چې ((ما او وزير کټوازي هوډ کړی چې د سبا د ناميبيا خلاف پايلوبه کې يو ښه ستر بينر جوړ کړو. تاته مې ټيلي فون کړی چې څه پرې وليکو!)).

24.03.2012 01:53    |   هلال - مومند د لومړي اور کيسه

خبريالانو په خپلو څوکيو کيناستل پيل کړل، څوک لا ناست و او څوک لا نه و ناست چې دولت ځدراڼ لومړي توپ اچونې ته منډه کړه. شور شو، د کرکټ د نړيوالې شورا د ويبپاڼې د يوې چلونکې له خولې يو ناڅاپه چيغه ووته، پاس تلويزيون ته مې چې وکتل ويکټو وازه خوله نيولې وه او د ناميبيا لومړۍ ويکټه صفا بولډ شوې وه. د رسنيو په خونه کې ټول خبريالان هک پک وو. د رويترز خبريال له هندي متخصصه پوښتنه وکړه چې دا څنګه چل و! هغه ورته وويل چې د دولت توپ دومره تېز و چې د ناميبيا رايمونډ وان سچور بېخي ونه ليد. په لوبغالي کې د زرګونو کرکټپالو افغان تماشاچيانو شور لا هماغسې تود و چې د تلويزيون وياندوی ويل چې له لوبې مخکې دولت پنځلس دقيقې تمرين د همدې لومړي توپ لپاره کړی و. خبرې کېدې چې دولت يوه منډه ورکړه او د همدې لومړي اور پنځم توپ ته رهي شو. د ناميبيا جيري سنيمان مخې ته یې توپ وکړ. شهزاد پسې ټوپ کړ، کيچ یې واخيست او د ناميبيا دويم کس یې هم په صفر وسوځاوه.

22.03.2012 22:35    |   هلال - مومند افغانان د شل اورونو نړيوال جام ته بريالي شو

افغان کرکټ لوبډلې نن د شل اورونو نړيوال جام لپاره د غوراوي په پړاو کې ناميبيا ته سخته ماته ورکړه او د دويم ځل لپاره د شل اورونو نړيوال جام ته چې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په مياشت کې به په سريلانکا کې ترسره کېږي بريالي شول. افغانستان د افيليټ او اسوسيټ په هېوادونو کې لومړی هېواد دی چې د غوراوي په روان پړاو کې دې جام کې د لوبو کولو جوګه کېږي. د افغانستان په تاريخ کې دا دويم ځل دی چې افغانستان د شل اورونو نړيوال جام ته بريالی کېږي. د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ و چې په ۳ اورونو کې يې ۵ منډې ورکړې وې او درې ويکټې یې اخيستې وې.

21.03.2012 23:36    |   هلال - مومند نور څومره بې کفايته کرکټ بورډ!

په اماراتو کې افغان لوبغاړي هڅه کوي چې د دې کال په سپتمبر کې په سريلانکا کې کېدونکي شل اوريز نړيوال جام ته لار ومومي. په همدې موخه په اماراتو کې د غوراوي پړاو لپاره په اماراتو کې دي. په دې کې شک نشته چې دې لوبغاړو د افغانستان نوم او نښان په ولږه او تنده لوړ کړی دی او تر دې دمه یې له ۷م ډويژن څخه ځانونه نړیوال جام ته رسولي او افغانستان یې د نړۍ د نورو هيوادونو سيال کړی دی. خو دې لوبغاړو تر اوسه يو داسې کرکټ بورډ په نصيب نه شو چې د دوی د برياليتوبونو په اندازه فعاله او د کفايت وړ وي.

11.03.2012 09:14    |   هلال - مومند سياست په کرکټ کې

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان په شمول له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د کرکټ بورډ څخه دې د ټولو هغو چارواکو چې په سياست کې ښکېل دي رول پای ته ورسوي. د افغانستان له کرکټ بورډ یې هم دا غوښتنه کړې ده او د ۲۰۱۲ کال تر پايه یې وخت ورکړی دی چې په کرکټ بورډ کې دا سمون راولي. د کرکټ د نړيوالې شورا دا پرېکړه پر ځای ده ځکه موږ هر ورځ ګورو چې د افغانستان په کرکټ کې – چې لا تر دې مهاله سپيڅلی دی – ورځ په ورځ د سياستوالو ونډې زياتېږي او د کرکټ چارې سياسي کېږي. د کرکټ د نړيوالې شورا نوې غوښتنه ښه فرصت دی چې د افغانستان کرکټ له دې مصيبته خلاص شي. افغانان بايد د ۲۰۱۲ کال تر پايه انتظار ونه کړي، بلکه دا کار یې بايد فورا ترسره کړی وای او په کرکټ کې یې د سياسي خلکو رول پای ته رسولی وای.

02.03.2012 22:33    |   هلال - مومند ايا په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې کرکټ پرمختګ کړی!

په تېرو څو ورځو کې د کرکټ نړيوالې شورا او د کرکټ آسيايي شورا په ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ د پرمختګ انعامونه وويشل. په دې انعامونو کې يو هم د افغانستان کرکټ بورډ ته نه دی ورکړل شوی. دا د دې ښه دليل دی چې په افغانستان کې د تمې وړ داسې پرمختګ نه دی شوی چې په نړيوال معيار برابر وي او يا داسې پرمختګ وي چې د کرکټ په نړۍ کې د دې انعام او پام وړ وي.

17.09.2010 15:20    |   هلال - مومند د کرکټ نړيواله شورا کرکټ جوړوي که ورانوي یې!

د کرکټ نړيواله شورا هوډ لري چې د کرکټ د ۵۰ اورونو نړيوال جام يواځې د لسو هېوادونو ترمنځ وکړي. د دې دا مانا ده چې د افغانستان غوندې هېوادونه به هيڅکله چانس ونه لري چې نړيوال جام ته لاره ومومي. ځکه افغانستان دا مهال د ۱۳ او ۱۵ مقام ترمنځ ځای لري او د کرکټ د نړيوالې شورا پوره غړيتوب نه بلکه د درېمې درجې غړيتوب لري چې هيڅکله به په دې غړيتوب نړيوال جام ته د تللو جوګه نه شي.

17.09.2010 14:00    |   هلال - مومند د کرکټ نړيواله شورا کرکټ جوړوي که ورانوي یې!

د کرکټ نړيواله شورا هوډ لري چې د کرکټ د ۵۰ اورونو نړيوال جام يواځې د لسو هېوادونو ترمنځ وکړي. د دې دا مانا ده چې د افغانستان غوندې هېوادونه به هيڅکله چانس ونه لري چې نړيوال جام ته لاره ومومي. ځکه افغانستان دا مهال د ۱۳ او ۱۵ مقام ترمنځ ځای لري او د کرکټ د نړيوالې شورا پوره غړيتوب نه بلکه د درېمې درجې غړيتوب لري چې هيڅکله به په دې غړيتوب نړيوال جام ته د تللو جوګه نه شي.

18.08.2010 09:23    |   هلال - مومند د يو ورځنۍ لوبو ګټل افغانستان ته خورا ارزښتناک دي

کېدای شي ډېر هېوادوال او د کرکټ سره تړلې کړۍ په دې لا نه وي خبر چې په نړيوال کرکټ کې د افغانستان د اوسني رسمي حیثيت د لوړولو لپاره خورا اړينه ده چې موږ يو ورځنۍ لوبې ونه بايلو. کرکټ بورډ ته هم په کار دي چې د يو ورځنيو لوبو ارزښت کم ونه بولي دا ځکه چې د کرکټ نړيواله شورا د هغو اسوسيټ يا افيليېټ هېوادونو تر منځ چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو (Reliance Mobile ICC ODI Championship) لري هم توپير کوي او د دوی لپاره یې دوه ډوله کتوګريانې چمتو کړي دي چې د ټيسټ هېوادونو سره د لوبو کولو او دوی ته د پرمختيايي بوديجو په ورکولو نېغ په نېغه اغېزه لري.

20.07.2010 09:12    |   هلال - مومند کرکټ بورډ دې اوس له روزونکو ګټه واخلي

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطيف په ګمارنه دا دی دويم روزونکی هم ترلاسه کړ. مشر روزونکی کبيرخان چې دوه کاله کېږي ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي لوبډله تر ډېره مخکې وړې ده، د همدې پرمختګ په ترڅ کې وليدل شول چې افغان لوبډله لا خاميانې لري چې له منځه وړل یې ځينو زړورو ګامونو ته اړتيا لري چې یو په کې د توپ وهنې د روزونکي او بل د فيلډ يا غونډونې روزونکی ټاکل وو. افغان کرکټ بورډ دا دی اوس د توپ وهنې روزونکی وګماره خو د ده او مشر روزونکي حاجي کبيرخان له تجربو د ګټې اخيستلو لپاره بايد یو پلان جوړ کړي. یو وړانديز چې زه يې لرم په لاندې ډول دی:

20.07.2010 09:07    |   هلال - مومند کرکټ بورډ دې اوس له روزونکو ګټه واخلي

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطيف په ګمارنه دا دی دويم روزونکی هم ترلاسه کړ. مشر روزونکی کبيرخان چې دوه کاله کېږي ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي لوبډله تر ډېره مخکې وړې ده، د همدې پرمختګ په ترڅ کې وليدل شول چې افغان لوبډله لا خاميانې لري چې له منځه وړل یې ځينو زړورو ګامونو ته اړتيا لري چې یو په کې د توپ وهنې د روزونکي او بل د فيلډ يا غونډونې روزونکی ټاکل وو. افغان کرکټ بورډ دا دی اوس د توپ وهنې روزونکی وګماره خو د ده او مشر روزونکي حاجي کبيرخان له تجربو د ګټې اخيستلو لپاره بايد یو پلان جوړ کړي. یو وړانديز چې زه يې لرم په لاندې ډول دی:

27.06.2010 09:36    |   هلال - مومند افغانستان د WCL د لومړي ډويژڼ د ګټلو استعداد لري

د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د لوبو په موخه نن هالينډ ته رسي. دوره ورځې وروسته (د سه شنبې په ورځ) د سکاټلينډ سره تمريني لوبه لري. له هغې دمخه یوه ورځ لري چې د هالينډ له هوا سره ځانونه اشنا کړي. تر دې دمخه هم ملي لوبډله هالينډ ته تللې ده او د لوبغالو سره یې ډېری لوبغاړي اشنا دي.

22.05.2010 21:18    |   هلال - مومند پنجشير له خوست څخه په ۱۴۱ منډو وګټله

خوست ټولې ويکټې په ۳۰ منډو له لاسه ورکړې او پنجشير په ۱۴۱ منډو وګټله چې په دې سيالۍ کې یې ساری نشته دی. د پڼجشېر لوبډله د خوست په پرتله پياوړې وه. په توپ وهنه، توپ اچونه او فيلډ کې وځلېده.

21.05.2010 14:12    |   هلال - مومند د ولايتي سيالۍ په اړه څو يادونې

په کابل کې د ولايتي سيالۍ لوبې ډېرې جالبې دي. د شمشاد تلويزيون ورته لا ډېره ښکلا وربښلي ده. تر دې چې موږ یې هم له هېواده بهر تعقيبولای شو. همدا لامل دی چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کورني کرکټ په اړه موږ ډېر داسې ټکي چې مخکې ورڅخه خبر نه و اوس پرې خبر شو.

19.05.2010 15:13    |   هلال - مومند د شمشاد تلويزيون د کرکټ په تاريخ کې بل شهکار وکړ. لومړۍ سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ ډول وښوده

له کابل څخه خپرېدونکي شمشاد تلويزيون نن یو بل شهکار وکړ. شمشاد لومړی تلويزيون دی چې یوه سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د کرکټ مينه والو ته په ژوندۍ بڼه وښوده.

04.05.2010 09:31    |   هلال - مومند سويلي افريقا سره له لوبې هيلې

سمه ده چې په شل اوريزو لوبو کې هر څه ممکن دي او افغان لوبډله به هم د می په ۵ مه په برباډوس کې سويلي افريقا سره د بري په هيله لوبېږي. بری ډېر ارزښتمند دی او لوبډلې ته به لږ تر لږه د درې نورو ښکلو لوبو فرصت ورکړي. خو له بري یو څه نور ډېر مهم دي چې پر ځای او پر واقعيت ولاړه هيله نومېږي.

04.05.2010 06:37    |   هلال - مومند سويلي افريقا سره له لوبې هيلې

سمه ده چې په شل اوريزو لوبو کې هر څه ممکن دي او افغان لوبډله به هم د می په ۵ مه په برباډوس کې سويلي افريقا سره د بري په هيله لوبېږي. بری ډېر ارزښتمند دی او لوبډلې ته به لږ تر لږه د درې نورو ښکلو لوبو فرصت ورکړي. خو له بري یو څه نور ډېر مهم دي چې پر ځای او په واقعيت ولاړه هيله ورته وايي.

04.04.2010 09:32    |   هلال - مومند افغان لوبډله استعداد لري او تر دې ښه لوبه کولای شي

د هلال مومند ليکنه: افغان ملي لوبډله چې ځان یې پخپل تکليف او هڅه د دې جوګه کړی چې د نړۍ د ټيسټ هېوادونو سره لوبه وکړي او نړيوال جام ته لاره پيدا کړي په کوېت کې د آسيايي شورا په ايليټ جام کې نسبتا کمزورې لوبه وکړه او له ډېرو افغانانو سره یې دا ويره پيدا کړه چې ګنې د دې لوبډلې د پرمختګ هيله کېدای شي سمه نه وي. خو زه اوس هم په دې باور يم چې افغانان د ډېر استعداد څښتنان دي او کولای شي چې نور پرمختګ هم وکړي. پوښتنه دا ده چې دا استعداد ولې کله کله نه ځلېږي؟ زما په اند دا لاندې ټکي یې لاملونه کېدای شي: