د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنۍ هڅې سترې پايلې، کرکټ يو مثال

هلال - مومند 24.03.2012 12:19

هغه انځور چې د کرکټ نړيوالې شورا په رسنيو له لوبې وروسته وويشلو.

ولسونه يواځې په حکومتي هڅو نه بلکه ورسره په ولسي هڅو پرمختګ کوي، تاريخ جوړوي، او د ژوندي احساس مشال له يوه نسله بل ته لېږدوي.

په دې لړ کې کله کله کوچنۍ هڅې خو ژور فکرونه تاريخ جوړ کړي او په سترو پايلو تمامې شي. يوه ښه نمونه یې د خپل کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ په موخه په اماراتو کې د يو شمېر ځوانانو هڅې دي. عبدالله شاه ټيلي فون راوکړ چې ((ما او وزير کټوازي هوډ کړی چې د سبا د ناميبيا خلاف پايلوبه کې يو ښه ستر بينر جوړ کړو. تاته مې ټيلي فون کړی چې څه پرې وليکو!)).

فکرونه مو سره وکړل، په دې هوکړه وشوه چې په بينر په انګليسي وليکو چې کرکټ = سوله. موخه دا وه چې دا لوبه په تلويزيون ښيي اونړيوالو ته به پيغام ورکړي چې کرکټ افغانانو ته تر لوبې زيات ارزښت لري.

د نورو بينرونو سره چې د ملي لوبډلې ښه راغلاست او د ملي سرلوړۍ او خپلواکۍ شعارونه پرې ليکل شوي و، دا بينر زلمو په لا ښه توګه چمتو کړی و. پورته برخه کې یې شعار ليکلی و او له شعار لاندې یې د بيټ او ويکټ له پاڅه د سولې سپينه کوتره رسمه کړې وه. څنګ ته یې په اوږدوالي د ملي بيرغ درې رنګونه ښکارېدل.

اوس نو مهمه وه چې دا شعار په تلويزيون وښيي. په دويم پوړ کې یې ځوړند کړ. هلته باد و بينرونه هوار نه پاتې کېدل او تلويزيون نه راخيستل. زلمو لاندې راوړ او د ويکټو موازي یې ځوړند کړ. اوس نو په هر بال، هر ګوذار، د توپ وهونکي او يا د توپ اچونکي شاته ښکارېده.

زه د دې وړې خو ارزښتناکې هڅې په ارزښت لا هلته پوه شوم چې کله د رويترز خبريال له روزونکي کبيرخان څخه په رسنيز کنفرانس کې وپوښتل چې ((هغه وايي چې کرکټ د سولې برابر دی، څه فکر کوئ چې کرکټ په سوله راوستلو کې څومره رول لوبولی شي؟))

د دې کوچنۍ هڅې خو ستر سوچ په ارزښت لا هله حيران شوم چې د کرکټ نړيوالې شورا په رسنيو د لوبې انځورونه وويشل، د بينر انځور هم پکې و. د بينر انځور ته یې ليکلي و چې A great banner ((يوه عظيمه لوحه)).