د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځو حقوق که نوې سیاسي لوبه؟

عبدالباري جهاني 09.03.2012 15:46

     د افغانستان د علماوو شورا، په دې وروستیو شپو ورځو کی، د ښځو په باره کی ځینی مهمی فیصلې وکړې. ګواکي په هیواد کی نوري ټولي ستونزي حل سوي دي او یوازي د ښځو مسله پاته وه او هغې ته هم، له نیکه مرغه، علماوو خپله توجه واړوله. دا چي د علماوو شورا څه قانونی وجایب او وظایف لري، د افغانستان په اساسي قانون کي یی، چي ښایی په ډیر تلوار ترتیب سوی وي، له بده مرغه چنداني یادونه نه ده سوې. خو دا چي جمهوریس حامد کرزي سمدستي د هغوی فیصلې ومنلې او هغه یی د اسلامی شریعت له احکامو سره سمي وبللې نو داسي ښکاري چي د افغانستان د علماوو شورا هم داسي یوه موسسه ده چی باید حساب ورباندی وسي او د یو څه کار تمه ورڅخه کیدلای سي.
        څه موده مخکی د اطلاعاتو او کلتور وزارت حکم وکړ چی د ټلویزیون نطاقاني دي ټیکري پر سروي او ډیر زیات آرایش دي نه کوي. طبیعي خبره ده چي د علماوو په شورا کي ناست عالمان به په هغه حکم یو څه خوشاله سوي وي خو بشپړ قناعت یی نه وو حاصل سوی. ځکه یی نو دا نوي فیصلې لازمي وبللې. اوس خبره دا ده چی د علماوو شورا، چي اکثره او زیاتره توجه یی د ښځو خواته وي، کله په دې باره کي هم فکر کړی دی چي یوازي په تیر کال کي د هرات په ولایت کي دري اتیا ښځو، یا د جبري نکاح او یا د میړه په کور کي د ظلمونو او تیریو له امله، ځانونو ته اورونه اچولي، او یوه مظلومه تیره هفته د ځان سوځولو له امله مړه سوه. په افغانستان کي د ښځو پر عزت باندی تیری کیږي او د دې پر ځای چي تیری کونکی او جنایتکار سزا وویني، هغه بدبخته نجلۍ، چي پر ناموس یی تیری سوی دی، په بندیخانه ننه ایستل کیږی او حتی جمهوریس کرزی هم په لومړي سر کي دا مني چي هغه نجلۍ باید له خپل تیري کونکي سره واده وکړي، البته وروسته له خپلي فیصلې او نیت څخه ګرځي. د اسلام د مقدس دین په کومه فقه کي جبري نکاح ته جواز ورکړه سوی دی چي زموږ، په اصطلاح، دینی علماء په هغه باره کی چوپ پاته دي. البته په زور نکاح کول د زورورو کار دی او دیني علماء زورورو او دولتمندانو ته څه ویلای نه سي. ( شیشه بشکستن نباشد افتخار سنګ سخت «««««««««  سنګ اګر مرد است جای شیشه سندان بشکند) نو که خبره دغه ډول وي دا څرګنده ده چي د ښځو مسله په منځ کی نسته او بیا د کوم بل سیاسی تجارت او کرغیړني معاملې وخت را رسیدلی دی.
     په پښتو ژبه کی متل دی چی پړی پر کمزوري ځای شلیږی. ښځه د افغانستان په ټولنه کي کمزوری موجود دی. د ناټو او ملګرو ملتونو د خوشالولو لپاره حقوق ورکول کیږی او د علماوو د شورا د رضاکولو او خوشالولو  یا بلي، کومي چټلي، سیاسی سوداګری لپاره بیرته حقوق ورڅخه اخیستل کیږی. د اساسی قانون دوه ویشتمه ماده وایی چي د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی.
د افغانستان اتباع ښځي او نارینه د قانون په وړاندي مساوي حقوق او وجایب لري.
       د افغانستان جمهوریس هم د افغانستان تبعه، یا په نوې ایرانی اصطلاح شهروند، دی. د افغانستان د اساسی قانون عملي کول، تطبیقول او ساتل، تر هر چازیات، د ده وظیفه ده. د جمهوریس سره زور دی، هغه عسکر او قواوي لري او هغه تر هر چا زیات د اساسی قانون د عملي کولو او ساتلو توان لري.( چون کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلماني) اوس چي جمهوریس پخپله په اساسی قانون ملنډی وهي سړی به چاته مخ واړوي. د علماوو شورا په خپلو فیصلو کي دا هم ویلي دي چي په ټاکلو شرایطو کي د ښځو وهل جواز لري. حقیقت دا دی چی د ښځو د وهل کیدلو مسلې ته اشاره قدر کول د شرم خبره ده. موږ په یویشتمه پیړۍ کي ژوند کوو. موږ دا خبره څرنګه پر خوله راوړلای سو؟ ایا زموږ پر دین او عدالت مینو علماوو هغو نارینه وو ته د سزا ورکولو او یا د هغوی د وهل کیدلو جواز ته هم اشاره کړې ده چی زموږ د هیواد د معصومو نجونو پر عفت او عصمت باندي ناروا تیری کوي، پزي او غوږونه یی ورڅخه غوڅوي اوپر موږ باندي ټوله نړۍ خندوي؟
          موږ د علماوو له شورا سره کار نه لرو. هغوی نه قانوني صلاحیت لري او نه کوم خاص مسولیت لري. هغوی به خپل کار کوي . خو زموږ ستونزه له جمهوریس سره ده او هغه بیچاره پخپله ستونزي لري. هغه چی د ناټو له مشرانو او لویدیځو سیالانو سره خبرو ته کښیني نو ځان په یویشتمه پیړۍ کي احساسوي او چي کله د علماوو د شورا له فیصلو سره مخامخ سي نو بیرته منځنیو پیړیو ته رجعت وکړي. اوس خو اولسی جرګه او د مشرانو جرګه دواړي د ښځو څخه ډکي دي. په وزارتخانو کي ډیري زیاتي ښځي په کار لګیا دي او خلاصه د هیواد په هره برخه کي ښځي په هر څه کي ونډه لري. که د ښځو د حقوقو په مسله کي د جمهوریس کرزي خبري او د علماوو د شورا د فیصلو تایید هسي د اوبو د سر کرښي وي او سبا یی بیرته هیري وي او یا یی د علماوو د شورا فیصلې ل سره لوستي نه وي او هسی یی د هغوی د خوشالولو لپاره لاسلیک کړي او تایید کړي وي خو چنداني خبره نه ده. ځکه چی د افغانستان ټولو خلکو د هغه له دغه راز خبرو او فیصلو سره عادت کړی دی. اوس هغوی هم چنداني ری نه وهي. او که چیري جمهوریس ریشتیا هم پر خپله خبره دریږي او د علماوو د شورا فیصلې د زړه له کومي مني او د عملي کولو خیال یی لري نو بیا به هم له داخلي او هم خارجي ستونزو سره مخامخ سي. په اولسي جرګه، وزارتخانو، خارجي او داخلي موسسو، د کاروبار په مرکزونو او پوهنتونونو کی به ښځي څه کوي. هسي نه چي دا یوه بله لویه ستونزه نه سي. که څه هم چی جمهوریس ښايی په دې خبري ډاډه وي چی نه یی په داخل او نه یی په خارج کی څوک خبري جدی نیسی او چندانی ستونزي به ورته پیښي نه کړي.
     خو زه فکر کوم چی دا ځل د علماوو شورا د جمهوریس په تحریک او تشویق د ښځو په باره کی فیصلې صادري کړي او جمهوریس هم سمدستي لاسلیک کړي او تبلیغ کړي دي. جمهوریس کرزی، چي نه طالبانو د سولي په خبرو کی منلی او نه امریکایانو ډیره پوښتنه ورباندي کړې ده، غواړي طالبانو ته وښيي چي که مو امتیازت مطلب وي نو هغه د افغانستان حکومت درکولای سي. که څه هم چی د دې فیصلو عملي کول هم د علماوو د شورا او هم د کرزي د حکومت لپاره غیر ممکن ته نیژدې کار دی، ځکه چی افغانستان د لسو کالو مخکي هیواد نه دی او په دې تیرو لسو کالو کی شرایطو له هره پلوه ډیر زیات تغیر کړی دی، خو کرزي بیا هم یو سیاسی اقدام وکړ. هغه څه چي طالبانو به یی له امریکایانو څخه غوښتنه کولای او امریکایانو به چنې ورسره وهلای هغه کرزي د وخته ورکړل او د چنو وهلو او معاملې کولو یو لوی مدرک یی د امریکا له لاسه وایست. امریکایان په افغانستان کي بل هر څه په لاس کي لري مګر د حکومتي ادارو او چارو مستقیم کنټرول نه لري. دغه مستقیم کنټرول، او یا لږترلږه شکلي کنټرول، د کرزي په لاس کی دی او هغه په سیاسی سطرنج کی یو چال تر امریکایانو مخکي تللای سي.
     البته د امریکا مقامات او مطبوعات دې خبري ته متوجه دي چی کرزی غواړي په دې توګه د طالبانو زړونه د لاسه کړي او د کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د مارچ د اتمي په ګڼي کی لیکلي دي چی اوس د افغانستان د پارلمان څلورمه برخه استازي ښځي دي او په هغه هیواد کي د ښځو او نارینه شاګردانو شمیر مساوي دی، ښځي په خپلو حقوقو پوهیدلي دي او نور بیرته شاته نه سی تللای. د کریسچن ساینس مانيټر ورځپاڼه لیکي چي خارجه وزیري هیلري کلینټن، په کال ۲۰۰۱ کي، چی دا لا سناتوره وه ، د افغانستان ښځو ته ویلي وه چی موږ به ستاسي له ملاتړ څخه لاس وا نه خلو. او د طالبانو له سقوط څخه وروسته افغانستان کي د ښځو سره مناسب سلوک د هغه هیواد د سولي، نیکمرغی او ډیموکراټیکی ایندې پیلامه ده. ورځپاڼه لیکی چي د ښځو د عکس العمل څخه په څرګنده ښکاري چي هغوی نه غواړي په اینده کی د قربانیانو په څیر ژوند وکړي او په افغانستان کي هر وخت دوهم مقام ولري. دوی په دې پوهیدلي دي چي په ټولنه کي له نارینه سره مساوي مقام لري. ورځپاڼه لیکی چی اوس نو باید جمهوریس اوباما او خارجه وزیره کلینټن دواړه صبر وکړي او وګوري چي په راتلونکو هفتو کي ښځي څرنګه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي او له جمهوریس کرزي څخه غواړي چي د پلار سالاری د زاړه نظام له ټینګولو څخه لاس واخلي.
 زه یقین لرم چی لویدیځ مطبوعات به په راتلونکو شپو ورځو کي، پر دې مسلې باندي، نوري ډیری زیاتی تبصرې هم وکړي او امریکا به طالبا ته وښیی چی که کرزی پاچا دی دوی پاچا جوړونکي دي. داچي له دې موضوع څخه کرزی څرنګه ګټه اخلي او د هغه په مقابل کي به غربیان څرنګه عکس العمل ښیی هغه د راتلونکي خبري دي. خو د افغانستان د علماوو شورا او پخپله کرزي او د هغه ټول حکومت ته باید سړی دا خبره په ګوته کړي چي په افغانستان کي نوري ډیري حیاتي ستونزي سته چي د هغوی چاره کول د جبري نکاح تر روا کولو، د ښځو د وهلو ترجواز او د ښځو او نارینه د کارونو د ځایونو تر بیلولو ډیر زیات اهمیت لري.
  ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کي ویلي دي چي په وروستي یوه کال کي په افغانستان کي د مخدره موادو تولید په سلو کي شپیته زیات سوی دی. د دې ناروا مخدره موادو د تولید او قاچاق څخه لاسته راغلي پیسې هغو جیبونو او لاسونو ته ځي چي سبا به د افغانستان په تباهي کي کار ورڅخه اخلي. د مخدره موادو قاچاق څرنګه کال په کال، او هغه هم په دومره زیاته فیصدي، زیاتیږی. دا د یوه هیواد د نظام او پخپله د جمهوریس لپاره د شرم خبره نه ده چي د ټول غرب د پو ځیانو او میلیارډونو ډالرو په مرسته د کوکنارو کښت نه یوازي کمولای نه سي بلکه لا ورځ تر بلي زیاتیږی؟ که جمهوریس کرزی دا ستونزه، چي د ټول هیواد بین المللی حیثیت ته صدمه رسوي، مهمه او د غور کولو نه بولي. نو د فاکس د خبري اژانس د مارچ د اوومي نیټې هغه رپوت خو دي وګوري چي وایی د هغو الوتکو څخه چی امریکا افغانستان ته ورکړي دي د افغانستان شمالي سیمو ته د مخدره موادو او وسلو په وړولو کي کار اخیستل کیږي. ناتو خو ویلي دي چي په دې موضوع کی به تحقیقات پیل کوي او لا خدای خبر چی دا تحقیقات به څونه وخت نیسی. خو جمهوریس کرزی که په خپل هیواد کي په دومره خطرناکو عملیاتو خبر نه دی او یا خبر دی خو غوږونه یی کاڼه اچولي دي نو د ښځو څخه د حقوقو په اخیستلو او یا د هغوی په حق کي د ظالمانه فیصلو په تاییدولو هم ډیر بد ښکاري.