د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت- ګرم څوک دي؟

محمد فريد بزګر 22.02.2012 00:43

نن په سپوږمۍ راډيو کې د ښوونې وزارت له يو چارواکي سره د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت مرکه وه، ويې ويل چې په کابل کې اوس ۹۰۰۰۰ زده کوونکو ته په خپله مورنۍ ژبه د درس زمينه برابره ده، يعنې دغه شمير زده کوونکي په پښتو ژبه زده کړې کوي، چې دا د ډيرې خوښۍ خبر دي. خو زما په اند د پښتنو زده کوونکو په تناسب دا شميره ډيره کمه ده. په دې کې د ښوونې وزارت ګناه نه ده، په دې اړه د نوموړي وزارت هڅې د خورا قدر وړ دي. ګناه پخپله د والدينو او پښتنو زده کوونکې ده، دلته يې درته څو بېلګې ليکم:
د پلچرخي ليسې تدريس د ډاکټر نجيب الله په وخت کې په پښتو ژبه وو، زما يو دوست چې له همدغې ليسې څخه فارغ شوې وو، را ته دا خبره کړې وه. کله چې موږ په کابل کې خپل فعاليت پيل کړ، د پښتنو زده کوونکو د هڅونې لپاره مو ډير پښتو کتابونه، کتابچې، څه بکسونه نوموړې ليسې ته يوړل. کله چې د ليسې له مدير سره کښيناستو او پوښتنه مې ترې وکړه چې تدريس مو څنګه اوس هم په پښتو دی؟ ويې ويل نه دري کړی مو دی. ما ترې پوښتنه وکړه ولې؟ دلته خو اکثر زده کوونکي او ښوونکي پښتانه دي. ويې ويل: رښتيا هم تر۹۰ سلنې زيات زده کوونکي او ښوونکي پښتانه دي. نو بيا ولې درس په پښتو نه دی؟ ويې ويل: موږ ته يې دري کتابونه راولېږل، نو موږ مجبور شو چې تدريس په دري کړو(هغه وخت ښاغلی يونس قانوني د پوهنې وزير وو)، ورته مې وويل: خو پښتو کتابونه به دې غوښتي وی. ويې ويل: وډار شوم چې څه جنجال را ته جوړ نه شي. ګرم څوک دی؟
کله چې څو کاله مخکې په کابل کې د پښتنو زده کوونکو لپاره د پښتو تدريس خبره خورا توده شوه، د يو ښوونځي مديره چې له پخوا مې پېژنده او ډيره با احساسه ښځه وه ورغلم، او ترې پوښتنه مې وکړه چې پښتو صنفونه مو پيل کړي دي؟ ځواب يې راکړ چې صنفونه مو جلا کړل خو هيڅ ګټه يې ونه کړه ځکه چې يوه پښتنه ښوونکی هم نه حاضريږي چې پښتو درس ورکړي، وايي چې موږ ټول عمر په دري درس ورکړی دی، هيڅ په پښتو درس نه شو ورکولای، ګرم څوک دی؟
په همدغو ورځو کې يې د ولسې جرګې يو پښتون سناتور (نوم يې نه اخلم) په يو ټلويزيون کې يو ګردي ميز ته چې د همدې موضوع په هکله يې ترتيب کړی وو، دعوت شوی وو. له څيرې څخه يې معلوميده چې د سر نه تر پښو په نشه کې ډوب دی، هغومره نورو مرۍ نه شکولې لکه هغه چې غريده او د پښتو او دري صنفونو جلا کول يې يو ملي خيانت باله. ګرم څوک دی؟
يو دوست مې (ښاغلی پيا...) چې ځان سياسي فعال هم ګڼي، د خپلو لوڼو صفت کاوه، ويل يې دوهمه لور مې ډيره هوښياره ده، په خپل سر ده. په ښوونځي يې کې يې پښتو صنفونه جوړيدل هغې ځان په فارسي صنف کې اچولی وو، چې فارسي مې خوښيږي، يوه کونړۍ همصنفۍ يې ورته ويلي وو، چې ته پښتو صنف له نه ځې زه هم نه ځم. پلار يې په دې کار وياړ کاوه. ګرم څوک دی؟
پخپله ژبه تعليم د ټولو قانوني حق دی. او د دې حق د تر لاسه کولو لپاره موږ ټول بايد لاسونه سره ورکړو، دا نه تعصب دی او نه خيانت، له دې حق څخه تيريدل نه فداکاري ده او نه هېواد او ټولنې ته خدمت، ځکه پخپله ژبه زده کړه اسانه ده، زده کوونکی په موضوع په اسانۍ پوهيږي او په ټولګي کې ښه پرمختګ کولای شي، او د ښې زده کړې په پايله کې خپلې ټولنې او هېواد ته د ښه خدمت مصدر کيدلی شي. راځئ چې ټول په ګډه کابل ميشتي پښتانه د دې موضوع په اهميت پوه کړو، چې که ماشومان يې په خپله ژبه زده کړه وکړي ښه درس زده کولای شي او په راتلونکې کې به ترې يو تکړه انسان چې د ټولنې او هيواد په درد وخوري جوړ شي. دا يو حقيقت دی، هغوي چې په خپله ژبه يې زده کړه کړې ده، ملتونو يې ښه راتلونکې درلودلې ده!