د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی کرزی ته!

محمد فريد بزګر 24.11.2009 12:29

د ولسمشری منصب دی بیا مبارک شه!
هیله ده چې تیرو پنځو کالو در ته دوست او دښمن ښه درپیژندلی وی، زه نه پوهیږم چي تاسی ته د ملت غږ په څه ډول در رسيږي، هغی ته به څومره نور رنګونه ورکول کيږي، ښایی د ولس غږ څخه یوازی (و) یا یوازی (غ) یا یوازی (ل) او یا ممکن له دی څخه ډیر کم یی تاسی ته درورسيږی، هغه هم د هغو وګړو چی تا ته نږدی د غږ رسولو څوک ولری.
افغان ډیر بدمرغه ولس دی، ځکه چې دوی خوښی کمه او غم ډیر ليدلی دی. دې ۳۰ کلنو دوی د غم او ژړا روږدي کړي دي. د ډيرو يي خندا له یاده وتلی ده، دوی په مختلفو بهانو وژل شوي، رټل شوي، ځوريدلی، ژړیدلی، کړيدلی...
خو دوي ډير باپاسه خلک دی، زړونه يي پاک او له مينې ډک دي. دوی خوش باوره او پاک زړي دي، د چا په لږ احسان له خپل سر څخه هم تير دي.
د هغوی په سيمو کې د جنګ د وجوهاتو په لټه کې شه، هغوی هم لکه د نورو په څير انسانان دی، او هیڅوک نه غواړي چي جنګ وکړي، تر څو چې بله چاره و نه لري (وايی چې تنګ شي نو په جنګ شي)
د هغوی غمونو او وژنو ته د پای ټکی کيږده، چې د هغوی سره د غمرازی د څرګندولو پر ځای د هغوی په خوښويو کې برخمن شې.
د هغوی په سيمو کې د ښوونځيو د سيزلو او د هغوی او د هغوی د مشرانو د وژلو مخه ونیسه.
د ملت او حکومت تر منځ رامنځ ته شوی واټن کم کړه، او دا هله کيدونکی دی چې ستا کاري ټیم تاسې او ملت ته مخلص وي، د ملت له حقایقو تاسې او نړيوال په ښه ډول خبر کړي، نه چې هغو ته د خپلو ګټو او د نورو د خوشحالولو لپاره بله بڼه ورکړي.
اوس مهال هم ډیر خلک له دې ډاره چې فارسي يی نه ده زده، کابل ته د ډیر ضروری کارونو لپاره د تګ جرائت نه کوي، اوس هم په کابل کې ډیری پښتانه په پښتو ويلو ځوريږي، رټل کيږي او ډير پښتانه په دې بهانه چې په فارسي نه پوهيږي د بهرنیانو په نامه زندانی او ځورول کيږي. چې دا ټول د دې باعث کيږي چې د ملت او حکومت تر منځ واټن لا زيات شي. او دا واټن هغه حلقي ډیروي چې په حکومت کې ډیر قوي دی او په دې واټن راوستلو کې يي ګټې نغښتی دی، او نه ملت، نه تاسې او نه هم نړيوالو ته مخلص دي.
هيله ده چې د ملت دا غږ درورسيږي، او تر خپله وسه يي په عملي کولو کې هڅه وکړئ.