د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اکو بکو د ماشومانو لپاره دوه مياشتينۍ مجله

محمد فريد بزګر 26.01.2010 07:21

ګرانو خويندو، ورونو، پيغلو، زلميانو او ماشومانو!

سلامونه او نيکې هيلې

ختيځ بيا رغونې موسسه (کور) په نظر کې لري چې د پښتنو ماشومانو او زلميانو لپاره په لاندې ځانګړتياوو د (اکو بکو) په نامه دوه مياشتينۍ مجله خپره کړي، لومړی ګڼه به يې د راتلونکي (۱۳۸۹) لمريز کال د وري په مياشت له چاپه راووځي انشاالله.
لکه چې ټولو ته معلومه ده پښتانه ماشومان او زلميان لکه د نورو پښتنو په څير له ډيرو نعمتونو محروم دي، ډير لږ يې ښوونځي ته لاسرسی لري، او ډيرو زياتو يې د ښوونځي د کتابونو پرته لا بل کتاب نه دی ليدلای. نو کور وپتيله چې دغه ګوښه شوي د الله (ج) مخلوق ته د هغوي په ژبه يوه مجله ولري. په پيل کې د مالي ستونزو له کبله يوازې په دوو مياشتو کې ۱۰۰۰ ګڼې چاپيږي، چې په راتلونکي کې به يې وخت راکم او شمير به يي زيات شي انشاالله.
د مجلې موخه:
- د پښتنو ماشومانو د عمومي معلوماتو د سطحې لوړول
- پښتنو ماشومانو ته د ښوونڅي کتابونو تر څنګ نورو معلوماتو ته لاسرسی
- پښتنو ماشومانو او زلميانو ته د يوې معلوماتي، تعليمي او تفريحي مجلې وړاندې کول
نور معلومات:
مجله به ۳۲ مخه ولري چې کچه به يې A4 وي او په پښتو ژبه به لاندې محتويات ولري:
۱: معلوماتي برخه د لاندې موضوعاتو په اړه:
- اسلام
- افغانستان
- نړۍ
- کمپيوټر
- روغتيا
- سپورت
- نوميالۍ څيرې
- ساينس
- دود دستور
- سيارات/کاينات
- شعر
- پښتو ګرامر
- کرنه
- تاريخ
- توريزم
۲: کیسۍ
۳: ټوکې ټکالې
۴: اخلی پخلی
۵: قصې
۶: د تکړه زده کوونکو پيژندنه
ستاسي درنو لوستونکو څخه د مجلې د ټیم په نمايندګۍ هيله لرم، چې په دې اړه موږ ته خپل نظريات، معلومات، قصې او هر څه چې د پښتنو ماشومانو لپاره لرئ، او همدا راز د مجلې د بنسټ لپاره که کوم اعلان ولرئ په لاندې پته زموږ سره تماس ونيسئ:
kor.pubs@yahoo.com
په خورا مينه
ډاکټر محمد فريد بزګر، د کور اجراييوي مشر