د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د همت او عبرت قصه

محمد فريد بزګر 01.11.2010 11:18

تيره اوونۍ يی د کابل د ښوونځيو د هلکانو او نجونو څخه يو بهرني هيواد ته د يو کلن بورس ازموينه واخيسته، د دغې ازموينې د يوې ګډونکې قصه چې مور يي هماغلته د ازموينې په ډګر کې کړي وه، خورا په زړه پورې د همت او نورو ته د عبرت قصه ده.
مور يي چې ځان يي د شمالي معرفي کړی وو، ويلي وو:
له لس کاله انتظار وروسته مې د زوی ليک چې په ايران کې وو راغی، موږ مو د زوی احوال ته دا لس کاله سترګې په لار وو، له کله چې ايران ته تللی وو، موږ ترې هيڅ احوال نه درلود، که ووايم چې بيخي مو ترې لاس پريمنځلی وو، فکر مو کاوه چې نور به موږ د خپل زړه ټوټې څخه خبر نه شو. ليک ماخستن مهال چا زموږ کور ته راوړ، تر سهاره مې خط د سترګو او سينې پورې مښده، تر سهاره مې خوب و نه کړ، منتظره ووم چې سهار شي او ليک چا ته يوسم چې را ته يي ولولي، ځکه په ټول کور کې مو څوک د ليک لوستلو نه درلودل. له ډيرې تلوسې مې زړه چاوده، تلوسه مې وه چې څه به يي ليکلي وي، هیڅ مې زړه نه صبرپده، په چرتونو او سوداګانو مې شپه سهار کړه، چې څرنګه لږه رڼا ولګيده، نو په څنګ کې ګاونډي کره ولاړم چې ليک را ته ولولي، خو د بده مرغه د هغوی په کور کې هم څوک د ليک د لوستلو نه وو، په ناهيلي د بل ګاونډي کره ولاړم، د هغوی هم همدا حال وو او څوک ورکره د لوستلو نه وو، حيرانه او د ليک لوستلو ليواله ووم. هماغلته مې له ځانه سره هوډ وکړ چې همدا اوس ځم او لور مې په مکتب کې شاملوم، که ميړه مې په دې کار طلاق هم راکړي دا کار کوم، ځکه د نجونو ښوونځي ته تګ زموږ په محل او کورنۍ کې نه بښونکي ګناه وه. بيرته کور ته راوګرځيدم لور مې چې اووه کلنه وه له لاسه ونيوله او راساً نږدي ښوونځي ته لاړو. لور مې په ښوونځي کې شامل کړه او هماغلته د مکتب په اداره کې را ته يوې ښوونکې د زوی ليک مې را ته هم ولوست.
اوس مې لور په لسم ټولګي کې ده، او د کورنۍ يوازينۍ غړې ده چې ليک لوست کولای شي، څو ورځې مخکې مې د ليور واده وه، همدې لور مې د واده ټول کارتونه وليکل.
نن مې دې امتحان ته راوستې که کاميابه شي، او ښه مقام ته ورسيږي.