د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کاشکې جنګونه نوای

حفیظ الله خالد 21.02.2012 19:11

کاشکې وطن کې مو جنګونه  نوای
توپک ،راکت، شوبلئ  بمونه نوای

ستونزې یوازې په جــرګو حلیـــدای
هــر خــوا د ویــنو بهیرونــــه نوای

هرڅوک بسیا واې په خپل کورکلي کې
د پـــردیسي ژونــــد کـــړاونــه نوای

د سولې لمر وای د  وطن په غرونو
د جنګ لوخړې او اورونـــه  نوای

یو د بل مرستې ته میدان ته دانګل
جوړه وروري وای خودامونه نوای

هر یوچارواکئ خدمتګار وای هلته
رشـــوت فســاد جنایتونــه نه وای

قانون په هر سـړي یو شان چلیدای
د توراو سپین تر منځ واټونه نوای

په کروندو کی مو ګــلان کــرلای
د نشـــه ای تــوکــو کښتونه نوای

ټول ځان د یو وطن بچیان بللای
د قوم ملیت په نوم نومونه  نوای

د وطــــن هر بچئ تعلیم کړای وای
د زده کړې مخې ته خنډونه  نوای

هرخوا ښادي وې د وطن په کلیو
کونډې یتیم  په کورغمونه نوای

د هر یو خوله واې د خندا نه ډکه
مینه ، دوستي وای خوچمونه نوای

د خالد ژوند به له خوښیو ډک وای
چې په وطن کی دا جنګونه نوای

***

حفیظالله خالد  -  ویانا

۱۷ / ۲ / ۲۰۱۲