ځـــواب راغـــــی جنــــازه ده
02.07.2016 16:27ځـــواب راغـــــی جنــــازه ده
ځمکه سره شوه بیا روژه کی
پـــــه یـو ټکــنده غرمــه کی
بیا د وینو ســـیلاب جوړ شو
ویر اوغٍم خور په هرکورشو
د وطــــن تنــکي ځلمو تـــه
آسمان ځمکه دواړه اور شو
بیایی میندئ کړلئ بـــوری
خوره کئ پاتی بی ورورشو
دوئ په تمه د اخــــتر وو
انتظار د ځوان افــسر وو
فراغت نه یی خــــبر وو
خود قسمت نه ناخبر وو
موریی ورځی راشمیرلئ
ورور يي لار ورته څارلی
پلار کــــالي وو رانیــولی
خورکمیس ورتـه ګنــډلئ
د کور ټول غــړي په تمه
یواخـتربه دوئ ته دوه شي
د دوئ هیلی به پـــــــوره شي
ژوند بی نوره هم خوږه شي
چی یی ځوی سره یی شپه شي
یو ناڅاپه شـــورماشور شـــو
ورور روان د ور په لور شو
ویلی څـوک پــــــه دروازه ده؟
ځـــواب راغـــــی جنــــازه ده
ځـــواب راغـــــی جنــــازه ده
***
7 /1 /2016
خالد / ویانا