د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حفیظ الله خالد دوهمه شعري ټولګه ( قلم او توپک ) له چاپه راووته

حفیظ الله خالد 30.11.2016 17:14

  زموږ په ګران هیواد افغانستان کی د درینیمو لسیزو راهیسی یو بیساری خوڼړې جنګ روان دی،  د دی خوڼړي جنګ په لمبو کی هره ورځ نه یواځې دا چې په لسګونه بیګناه انسانان او د دی وطن بچي خپل ژوند له لاسه ورکوی بلکه زموږ د هیواد اقتصادي بنسټونه او عام المنفعه تاسیسات لکه پلونه ، سرکونه ، د بریښنا مزي او عامه ودانئ چی هره ورځ د دی هیواد اوسیدونکې له هغه نه ګټه اخلي،هم د ی جنګ له اوره خوندي ندي پاتي او یو په بل پسې د تباه کیدو په حال کی دي. د دی تر څنګ د وطن ګلالي ماشومان چی زموږ د سبا ورځی ځلمیان او د وطن د بڼ ګلان دي د همدی جنګ او امنیتي ستونزو په نتیجه کی له زده کړي نه محروم پاتي دي چی دا پخپله زموږ د هیواد راتلونکي لپاره ستره غمیزه ده .
   د هری ورځی په تیریدو سره  د جنګ اور په سړیدو نده بلکه د جنګ میدان ښارونو ته نږدی کیږي او د دی جنګ په تورو لوخړو کی د وطن ټول مادی او معنوي شتمني د سوزیدو او تباهی په حال کی ده، نو پداسی حساسو شرایطو کی دا د ټولو هیوادوالو او په تیره بیا د قلم خاوندانو ادیبانو ، ایماني او اخلاقي دنده او ضمه واري ده چی نور دی لاس تر زنی نه کښیني خپلی مټی دی ونغاړي او تر خپلی وسی دی د دی اور د له منځه وړلو په خاطر هلی ځلی وکړي زما په آند اوس هغه وخت رارسیدلی چی زموږ شاعران او هنرمندان دی خپل ټول انرژي او وخت دی د دی ناورین د ختمیدو پخاطرپکار وا چوي ، سوله د خیرکار او دحق لاره ده پدی لاری کی  کوښښ نه یوازی ملی بللکه د هر افغان اسلامي دنده ده
  د همدی مفکوری  په رڼا کی ما هم د یو افغان په صفت ځینی وختونه د خپل مات او ګوډ نظمي لیکونو نه وسله جوړ کړی او خپلی دی ادبی وسلی سره د جنګ ، تشدد او درغلي مقابلی ته تلی یم او هغه مصیبتونه می په ګوته کړي چی د جنګ او اداری فساد په نتیجه کی زموږ پرخلکو تپل شوي  دي، که څه هم تمه نه کیږي چی جنګي او مافیائي کړي به په آسانه له خپلو کړووړولاس واخلی ځکه د هغوئ ژرنده د افغانانو پر وینو څرخي خو هغه څه چی ماته ارزښت لري د یو افغان پحیٍث د وطن  په مقابل د خپل ملی مسئولیت ادا کول او د خلکو د ذهنونو روښانه کول دي، له بده مرغه د وطن  دښمنانو پدی څو وروستیو لسیزو کی زموږ د خلکو له بی خبرئ او ناپوهئ  نه ډیره ګټه پورته کړه موږ باید دی حالت ته د پای ټکئ کیږدو. والسلام