د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناټو له افغانستانه وزي؟

عبدالباري جهاني 05.02.2012 01:03

      په افغانستان کی د جمهوریس کرزي د حکومت ایله دوې میاشتي تیري سوي وې چی د مجاهدینو یوه پخواني قوماندان، امیر لالي، چی څو میاشتي مخکی د زړه د حملې په اثر وفات سو، ګل اغا شیرزي ته، چی په هغه وخت کی د کندهار والي وو، د یوې مشاجرې په ترڅ کي، په اخطار شکله ډول ویلي وه چی ګل اغا! په دې خارجی قواوو زړه مه تړه. دا به سبا وزي او بیرته به موږ او تاسي سره پاته یو. امیرلالی چي هر څوک وو، خپل واریی تیر کړی دی او اوس د خدای ج حضور ته ورغلی دی. خو خبره یی ډیر ه پر ځای او د اولس په ژبه کړې وه. د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا د فبروري پر لومړۍ نیټه، د هر چا د انتظار په خلاف، اعلان وکړ چی امریکا په راتلونکي کال کی خپلي قواوي د جنګی عملیاتو څخه باسي او نور به د حکومت له مخالفینو سره جګړه، د افغانستان ملي پوځ پر مخ بیایی. البته د امریکا نورو عالی رتبه جنرالانو او حکومتي مقاماتو  د دفاع د وزیر د وروستي اعلان د ترمیمولو کوښښونه وکړل او ویی ویل چی د امریکا قواوي به یوازي د افغانستان پوځیان او پولیس نه ورته روزي بلکه د ضرورت په وخت کي به پوځی عملیاتو او د افغانستان له قواوو څحه دفاع کولو ته تیاری لري. خو د پانیټا  اعلان خپل کار وکړ. هم یی د افغانستان حکومت او د هغوی دوستان وارخطا کړل او هم یی طالبان، چی لا یی د قطر خبري پیل کړي نه دي، په دې باوري کړل چی امریکایان یوازي خبروته حاضر سوي نه دي بلکه د جنګ په میدان کی یی هم ماته خوړلې ده. له دې څخه مخکي د فرانسې جمهوریس نیکلاس سرکوزې هم اعلان وکړ چی خپلو قواوو ته یی امر کړی دی چی جنګي عملیات بند کړي او په راتلونکي کال کی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي. داسي ویل کیږی چی په دواړو هیوادونو کی د انتخاباتو کال دی او د دواړو هیوادونو جمهوریسان غواړي په دې توګه د رایه ورکونکو ملاتړ ترلاسه کړي. که خبره داسي وي نو د دې معنی خو دا ده چی په دواړو هیوادونو کي د عامه افکارو اکثریت د جنګ سره مخالف دي. په دې صورت کی دواړه هیوادونه، که نن وی که سبا وي، د خپلو خلکو د عامه افکارو د فشار په وجه وتلو ته مجبور دي. یوه وروستی احصاییه ښيي چی په امریکا کی په سلو کي شپږپنځوس خلک له افغانستان څخه د امریکا د قواوو وتل غواړي.
           اوس خبره دا ده چی افغانستان چاته پاتیږی؟ د متحده ایالاتو د پوځ یو محرم رپوټ، چی څو ورځي مخکي د مطبوعاتو لاسته ورغلی دی، وایی چی پاکستان طالبانو ته مرستي ورکوي او د طالبانو هغو مشرانو ته یی پناه ورکړې ده چی د هغه هیواد له خاوري څخه په افغانستان کي عملیات کوي. پاکستان د ناټو د قواوو په حضور کی د افغانستان او خارجي قواوو له مخالفینو سره مرستي کوي او له هیچا څخه یی حیا نه کیږی. که دا قواوي ووزي او یا لږترلږه په جنګی عملیاتو کی له برخی اخیستلو څخه لاس واخلي بیا به څه پیښيږی. طبیعی خبره ده چی پاکستان به له طالبانو او د افغانستان د حکومت له نورو مخالفینو سره خپلي مرستي څو چنده کوي او بیا به هغه آش هغه کاسه وي. امریکا ته د پاکستان اهمیت معلوم دی او د طالبانو او القاعده په مقابل کی د هغه هیواد دغه لږه همکاري یی په بیلیونونو ډالره اخیستې ده. د خپلو لوستونکو د معلوماتو لپاره باید عرض وکړم چي امریکا، د سپټمبر د یوولسمي د حملو څخه مخکی، له پاکستان سره  په دریو کالو کی صرف  د نهو میلیونو ډالرو په ارزښت پوځی مرستي کړي دي او د سپټمبر د پيښو څخه وروسته دریو کالو کی دا مرستي څلور عشاریه دوه میلیارډه ډالرو ته ورسیدې. پاکستان د دې پیسو او مرستو په بدل کی نه له امریکا سره بشپړه همکاري وکړه او نه یی له طالبانو سره له مرستو کولو څخه لاس واخیست. څه کم دوې میاشتي مخکي چی د متحده ایالاتو هوایی قواوو د پاکستان څلیرویشت تنه عسکر ووژل نو پاکستان د امریکا په مقابل کی دونه سخت دریځ غوره کړ چی امریکا په دې وپوهیده چی نور نو د پاکستان څخه د همکاری تمه نه سي کیدلای. امریکا، د پاکستان له همکاری څخه پرته، په افغانستان کی په هیڅ صورت جنګ ته دوام نه سي ورکولای. ځکه چی د منځنی اسیا د هیوادونو د لاري، که چیري د هغوی په دوستی اعتماد وسي، او یاد قطر له لاري، په الوتکو کی د امریکا قواوو ته تر بګرام پوري وسلې، مهمات او هر څه رسول د هر ډول اقتصاد تر وس وتلی کار دی.
       که ټول سیاسی، ډیپلوماټیک او پوځي شرایط د نن په څیر دوام وکړي او تغیر پکښی رانه سي نو د قطر له خبرو څخه، چی تر اوسه لا پیل سوي نه دي، چنداني څه نه جوړیږی. د دې خبري یو علت دا دی چی د افغانستان د حکومت د هر ډول مخالفینو سره د خبرو او روغي جوړي د کولو لپاره د پاکستان د جنرالانو او مقاماتو رضاییت شرط دی. پاکستان د سولي د هر ډول خبرو په مخ کي خنډونه اچولای سي. او په اسلام اباد کی د طالبانو له یوه ځوان قوماندان سره د سی بی ایس د ټلویزیوني خبریالي کلاریسا وارډ د فبروري د دوهمي له مصاحبې څخه ښکاري چی پخپله طالبان همدا اوس په خپلو کی اختلاف سره لري. د طالبانو قوماندان د کلاریسا وارډ د دې پوښتني په جواب کی چی که چیري په دوحې کی د سولي خبري بریالی سي او د طالبانو مشران تا او ستا جنګیالیو ته ووایی چی وسلې پر مځکه کښیږدی نو تاسي به یی په خوله وکړی؟  د طالبانو قوماندان په جواب کی ورته وویل چی هیڅکله نه. هغه کسان چی د طالبانو له سیاسي اړخ سره خبري کوی باید په دې پوه سي چی ریښتونې سوله یوازي د جنګیالیو سره د خبرو له لاري تر لاسه کیدلای سي. ده وویل چی که د افغانستان حکومت نن اعلان وکړي چی په وطن کی اسلامی قانون جاري کوي موږ به نن وسلې کښیږدو خو دا حکومت د اسلامی قانون د جاري کولو نیت او توان نه لري. که د طالب قوماندان دا خبري مستقلي او جدي ونیسو نو د دوحې له خبرو څخه ګواکي څه نه جوړیږی او که د هغه خبري جدي ونه نیسو نو د طالبانو د کوټي د شورا تر څنګ، چي زیاتره د افغانستان په جنوب لویدیځو سیمو کی عملیات کوي، د سراج الدین حقاني ډله هم باید په نظر کی ولرو. د حقاني ډله، چی ویل کیږی، د القاعده سره ډیر نیژدې اړیکي لري، او د پاکستان د پوځي استخباراتو آی ایس آی مستقیم او ډیرزیات ملاتړ ورسره دی، اوس حاضر، د طالبانو د ملامحمد عمر تر ډلي ډیره خطرناکه او کابل ته په نیژدې سیمو کی فعاله ده. له دې ډلي سره تر اوسه پوري تماس نه دی نیول سوی او د دوحې له خبرو څخه ګوښه پاته سوې ده او یا ښایی د پاکستان پوځیانو  په خبرو کی د برخي اخیستلو اجازه ورکړې نه وي. د دې معنی به دا وي چی امریکا د کوټي له شورا سره جوړه کوي او د حقاني له ډلي سره جنګ ته دوام ورکوي. البته امریکا به په دې توګه له یوه دښمن څخه ځان بیغمه کړی وي خو خپلو نویو دوستانو( د کوټي شورا) ته به څه امتیازات ورکوي. ګومان نه کیږی چی د کوټي شورا به یوازي د خپلو طالبانو په خوشي کیدلو او په حکومت کی د څو چوکیو په اخیستلو قانع سي. او د دې احتمال هم چنداني نسته چی د شمال ایتلاف او طالبان دي په یوه حکومت کی ګوزاره وکړای سي. او که د امریکا حکومت د خپلو نویو، احتمالي، دوستانو په ګټه د کرزي له حکومت څخه تیریږی او ایستلې توره له میدانه وزي نو دا به یی په خپل تاریخ کی یوه له تر ټولو لویو ناکاميو څخه وي.
       د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني قطر ته روان دی او هلته به له مربوطو مقاماتو سره د وروستیو انکشافاتو په باب خبري کوي. ګواکي د خبرو له پیل کیدلو څخه مخکي، دا دی یو ځل بیا، څرګنده سوه چی، له بده مرغه ، د تل په څیر، افغانانو ته د خپل سرنوشت په ټاکلو کی چندانی برخه نه ورکوله کیږی او دا دی بیا هم د پاکستان حکومت او جنرالان له امریکا او اړونده قدرتونو سره د افغانستان د راتلونکي په باب خبري کوي. د خبرو څخه د افغانستان د حکومت ګوښه کیدل دا معنی لري چی هغه نه په جنګ او نه په سوله کی مهمه برخه لري، او یا په دې نه ارزي چی څوک پوښتنه قدر ورباندي وکړي. په دې کی هیڅ شک نسته چی امریکا به له طالبانو او پاکستان سره د دوحې په خبرو کی د افغانستان حکومت ته د برخي ورکولو پرسر ډیري چنې وهلي وي. خو دا چي هغوی یی په خپلو پیشنهادونو راضي کړي نه دي، له دې څخه پخپله د ناټو او امریکا سخته کمزوري له ورایه څرګندیږی. جمهوریس کرزی، کابل ته د پاکستان د خارجه وزیري حنا رباني کهر د سفر په جواب کی، اسلام اباد ته روان دی. ښایی د پاکستان جنرالانو ته به زارۍ کوي چی که ګوندي د دوحې په خبرو کی برخه ورته ورکړي او په دې توګه یوه د اوړو پزه ځانته جوړه کړي. خو اوس حاضر پاکستان ډیر په غوره کي ښکاري او خدای خبر چی د کرزي صاحب عذرونه او زاری به چنداني نتیجه ورکړي.
         د لاس انجلس ټایمزورځپاڼي ، د فبروري د دریمي، له رپوټ څخه څرګنده ده چی د متحده ایالاتو د ناټو ملګري هیوادونه هم د امریکا د دفاع د وزیر لیون پانیټا په دغه وروستي اعلان خبر نه وه او د خبریالانو او مطبوعاتو له قوله یی اطلاع ترلاسه کړه. ورځپاڼه لیکی چی د ناټو یوه عالي رتبه مامور خبریالانو ته وویل چی پانیټا وایی په جنګی عملیاتو کي به خپله ونډه پای ته ورسوی مګر ده دغه راز وویل چی جنګ به دوام ولري. دا هغه څه دي چی زه د ده له وینا څخه پوهیدلی یم.
           حقیقت چی هر څه وي هغه به ژر یا وروسته څرګندیږی، خو د افغانستان څخه د امریکا د قواوو د ایستلو، او یا لږترلږه له جنګی عملیاتو څخه د ایستلو، په برخه کی د امریکا دونه ناڅاپي اعلان د ناټو د وارخطایی معنی لري او داسي ښکاري چي د افغانستان جنګ یی، د دوستانو او دښمنانو د انتظار په خلاف، ډیر ژر بایللی دی. امریکا په داسي وخت کی خلک حیران کړل چی سیاسیونو او مبصرینو لا د امریکا د جمهوریس بارک اوباما د مرستیال جوبایډن، د زیات کم یوې میاشتي مخکي، پر هغي وینا باندی تبصرې پای ته نه وې رسولي چی ویل یی طالبان زموږ دښمنان نه دي. ګواکي امریکا او ناټو څه باندي لس کاله له خپلو دوستانو سره جنګونه کړي وه!!! بمباری یی کړي وې، په سل هاوو میلیارډه ډالره یی په جنګي عملیاتو لګولي وه، خپل او پردي، بیګناه او ګناه کار یی وژلي وه او په پای کی معلومه سوه چی دا ټوله جګړه له دوستانو سره وه.
      که د امریکا د دفاع وزیر وروستي اعلان د امریکا او ناټو د عسکرو روحیات کمزوري کړي نه وي نو د خپلو مخالفیو روحیات یی دونه غښتلي کړل چی ګومان نه کیږی د قطر په خبرو کی به د ډیرو لږو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره هم چنې ووهلای سي. که پوځي او ډیپلوماټیک انکشافات په دونه چټکی روان وي نو ګومان نه کیږی چی د قطر خبري به کلونه ونیسی او ښایی ډیر ژر پای ته ورسیږی. د خبرو نتیجه له ورایه معلومه ده او هغه به د ناټو په تاوان وي.
      خبره دا ده چی د جمهوریس کرزي حکومت او جنګ سالاران به څه کوي؟ ویل کیږی چی د کرزي حکوکت اوس حاضر څه باندي درې سوه زره عسکر او په همدغه شمیر پولیس او امنیتی قواوي لري. دا چي دا قواوي څونه روزل سوي دي او ایا په یوازي سر او د چا په مرسته به د طالبانو او مخالفینو د حملو توان ولری کنه، دا خو لا معلومه نه ده. خو که ناټو خپلي قواوي وباسي د دې پوځ تنخواوي او لګښتونه به له کومه کیږي. تر هغه ځایه چی موږ ته معلومه ده، یوازي امنیتی قواوي په کال کي شپږ میلیارډه ډالره لګښت لري. البته حکومتي مامورین ځکه تنخوا ته اړتیا نه لري چی له خلکو څخه یی په زور او د خپلو خدمتونو او چوپړونو په بدل کی په قلمانه کی اخلي. د نیویارک ټایمز د ورځپاڼي خبریال لوک موګلسن، چي څو میاشتي یی په افغانستان کی تیري کړي وې، د فبروري د میاشتي پر دوهمه نیټه رپوت کی د ناټو د یوه تورن جنرال جان ټولان له قوله لیکی چی خلک زما څخه هر وخت پوښتنه کوي چي د افغانستان ملي پوځ به په یوازي سر امنیت وساتلای سي؟ زه هر وخت وایم چی بلې. مګر دا په اراده پوري اړه لري او اراده د هغوی په مشرانو پوري تړلي ده او هغوی هر وخت فساد ته تیار دي. دا به لویه تراژیدي وي چی په هیلمند ولایت کی د کال ۲۰۰۶ راهیسی زموږ ټولي لاسته راوړني د هغوی د بې ارادګی او فساد قرباني سي. موږ تر اوسه پوري فکر کاوه چی یوازي موږ افغانان د حکومت د مشرانو په فساد خبریو، مګر دا دی اوس ګورو چی خبره خارجي ورځپاڼو ته وتلې ده!
         د کرزي حکومت د ناټو له مرستو پرته یوه هفته هم نه سي ټینګیدلای. او ناټو، تر هغه چی ده یی انتظار کاوه، مخکي وزي. د قوماندان امیر لالي خبره ریشتیا سوه. اوس به نو جمهوریس کرزی هم دې حقیقت ته، چی زموږ پلرونه او نیکونه پیړۍ مخکي په پوهیدل، متوجه سوی وي چی په پردیو جامو ځان نه پټیږی او پردی کټ تر نیمو شپودی.