د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل خطرناکي لوبي

عبدالباري جهاني 23.01.2012 20:23

     د کابل د سیاسی لوبو وضع تر بل هر وخت خطرناکه سوې او طبیعی خبره ده چی تاوان به یی یوازي د افغانستان هغو اولسونو ته رسیږی چی په دې څه باندي دیرشو کالو کی یی نه په یوه فیصله کی برخه درلودلې او نه چا د هغوی څخه پوښتنه کړې ده. د دې لوبو خطر هغه وخت لا زیات احساس سو چی د طالبانو سره د خبرو او د هغوی سره د خبرو دپاره د یوه دایمی مرکز د ټاکل کیدلو پر سر د کابل د حکومت او امریکا ترمنځ تاو تریخوالی پیدا سو. بلي خواته، په قطر کی لا خبري پیل سوي نه وې چی د شمال د ایتلاف جنګ سالارانو د امریکا د یو څو بې مسولیتو مقاماتو سر په برلین کی غونده وکړه او په افغانستان کی یی د یوه فیډرالی نظام د جوړولو، او په واقعیت کی د افغانستان د تجزیه کولو، طرح ورسره شریکه کړه. د برلین غونډي د کابل حکومت، امریکا او طالبانو ته د یوه خبرداري شکل درلود او دا یی وښودله چی که چیري له طالبانو سر د سولي خبري کیږی، چی د شمال ایتلاف تر بل هر چا زیات خطر ورڅخه احساسوي، نو دوی هم بیکاره نه سي پاته کیدلای. دا چي د برلین په هغه غونډه کی خلیلی، فهیم، قانوني، عبدالله، عطانور، بسم الله خان او د شمال ایتلاف نورو مهمو غړو برخه نه درلوده  د دې معنی دا نه ده چی هغوی ګوندي د برلین له بدماشانو سر د نظر او عمل اختلاف درلود. بلکه یو خو اکثر د کرزي د حکومت عالی رتبه ارکان دي او بل دا چی نه یی غوښتل په یوه سلا د ملت اومنورینو له قهر سره مخامخ سي. ګواکي د برلین غونډه د شمال د نورو راتلونکو خطرناکو او پراخو اقداماتو یوه پیلامه وه.

     د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی مارک ګروس مین له کابل ته نه وو رسیدلی چی جمهوریس کرزي اعلان وکړ چی د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي سره یی خبري پیل کړي دي. د کابل حکومت په دې توګه وښودل چی هغه د امریکا په اراده نه بلکه مستقل عمل کولای سي. د دې خبري معنی به دا نه وي چی امریکا یا نه غواړي د حکمتیار سره خبري وکړي او یا هغه ته د یوه سیاسی لوبغاړي او حریف په سترګه نه ګوريو بلکه خبره دا ده چی د سولي مذاکرات لا پیل سوي نه دي او کرزي ګواکي د امریکایانو په مقابل کی خپله جلا جبهه اعلان کړه.

      په دې منځ کی لا د حقاني ډله، چی هم د امریکا له تر ټو سرسخت دښمن القاعده سره نیژدې اړیکي لري، هم ویل کیږی چی د پاکستان د پوځی استخباراتو پخواني او اوسني جنرالان یی شاته ولاړ دي او هم د کابل په ښار او هم پایتخت ته په نیژدې ښارونو کی قوي مرکزونه لري، تر اوسه پوري جلا پاته ده او د هغې په باره کی لا خبري سوي نه دي.

           دا چي د طالبانو سره پر څشي خبري کیږی او د خبرو څخه به په نتیجه کی څه راوزي، دا لا هیچا ته معلومه نه ده. خو پخپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل کیدلو که ډیر زیات اهمیت نه درلودلای نو نه د شمال ایتلاف دونه ژر په برلین کی عکس العمل ښکاره کاوه او نه کرزی دونه وارخطا کیدی چی کابل ته یی د ګروسمن د رسیدلو په درشل کی د حکمتیار سره د خپلو مستقلو او جلا خبرو د پیل کیدلو اعلان وکړ.

           درې څلور ورځي مخکي یوه افغان عسکر په پروان کی پر خپلو فرانسوي منصبدارانو ماشیندار را واړاوه او څلور تنه یی ځای پر ځای قتل کړل او اته لس نور یی ټپیان کړل. د پیښي څخه ایله څو ساعتونه تیر سوي وه چی د فرانسې جمهوریس نیکلاس سرکوزې اعلان وکړ چی په افغانستان کی یی خپلو عسکرو ته امر کړی دی چی د عسکرو د روزني کارونه بند کړي او په جنګي عملیاتو کی دي برخه نه اخلي. ورپسې یی سمدستي زیاته کړه چی غواړي ډیر ژر خپل عسکر له افغانستان څخه را وباسي. د افغانستان په څیر یوه خطرناک جنګ کی د فرانسې په څیر یوه غښتلي هیواد د څلورو تنو عسکرو تلفات باید په دومره جدیت نه ارزي. خو خبره ښایی دا وي چی فرانسې له افغانستان څخه د پښو ایستلو لپاره له  خدایه یوه پلمه غوښته او خدای هغه پلمه په لاس ورکړه. څه موده مخکی کاناډا هم خپل عسکر له افغانستانه وایستل او هغه ورځ لیري نه ده چی امریکا به د افغانستان جنګ ته یوازي پاته وي او یوازي به د برټانیی جنګی او پوځي سلاکاران همکاري ورسره کوي. امریکا به ډیر غښتلی پوځ، قوي اقتصاد او ښې پرمخ تللي وسلې لري مګر تر قیامته دې جنګ ته دوام نه سي ورکولای. که امریکا په لسو کالو کی په افغانستان کی سوله ټینګه نه کړای سوه، نو اوس چی یی ستونزي لس چنده نوري هم زیاتی سوي دي په سلو کالو کی به هلته سوله رانه وستلای سي. د امریکا اولس لا تر اوسه پوري هغه عام او پراخ عکس العمل، چی د ویټنام د جنګونو په وخت کی یی وښود، نه دی ښودلی. د دې یو علت ښایی داوي چی د امریکا د عام اولس او منورینو په ذهنونو کی لا د سپټمیر د یوولسمي د پېښو خاطره تازه ده او لا اوس هم غواړي چی د هغو دردونکو پېښو عاملین په سزا ورسیږی. خو کله چی د امریکا اولس ته څرګنده سي چی دا بې ګټي جنګونه پای نه لري او د دوی د مالیی پیسې هسی بیځایه لګول کیږی نو بیا لاس تر زني نه کښیني اوښایی لویو او پراخو مظاهرو ته لاس واچوي. او د امریکا سیاستمداران د یوې لاري او چارې پیداکولو ته مجبور کړي.

      د جنګ له میدان څخه بهر خلکو ته دا ډیره ګرانه ده چی په جنګ کی لګیا پوځونو ترمنځ د زورور او کمزوري اندازه ولګوي. خو له آدمه تر دې دمه دا فرمول دی چی که یرغلګر د سولي غوښتنه وکړه نو  پوه سه چی یا مات سوی دی او یا حتمي ماته په سترګو ویني. په خپلو وسلو، پیسو، پوځونو او د شمال د ایتلاف د بدماشانو او قاتلانو په همکاری مغروري امریکا ښایی هیڅ وخت داحساب نه وو کړی چی یوه ورځ به په داسي یوه غریب او نیستمن هیواد کی  له ماتي سره مخامخ کیږی چی دوی اصلا د سړیو حساب ور باندی کړی نه وو او یا به داسي کسان ستونزي ورته پیښوي او د دوی له امر څخه به سرغړونه او سرکښي کوي چی د دوی په ډوډی لوی سوي او د دوی په مټ قدرت ته رسیدلي دي. هغه ورځ لیري نه ده چی، مجبوره او له ماتي سره مخامخ، امریکا به د خپل آب او عزت د خوندي کولو دپاره ل پاکستان، روسیی او اسلامی هیوادونو څخه مرسته غواړي. او که چیري خبري دغه سرحد ته ورسیدلې نو زه یقین لرم چی په هغو مذاکراتو کی به بیا هم نه کرزی او نه د شمال ایتلاف برخه ولري. طبیعی خبره ده چی په وروستیو مذاکراتو کی د دی برخه اخیستل هیواد ته ګټه نه بلکه تاوان رسوي خو برخه نه درلودل یی هم له خطره خالي نه دي. په دې منځ کی هیڅ اولسي قدرت نسته چی هغه د افغانستان د اولسونو د ګټو نمایندګي وکړي او یوازي د قدرت او شخصي ګټو وږي ډلي او اشخاص به د خپلو ګټو د ساتلو لپاره چنې وهي. د وروستیو مذاکراتو په جریان کي به امریکا د خپلو دښمنانو د لاسه دونه تلفات ونه ویني لکه د خپلو دوستانو او تالی څټو د لاسه چی به وررسیږی. ځکه چی د هغوی دښمن، طالب قوتونه، د هغوی پوځیانو، وسلو او مرکزونو ته مستقیمه لاره نه لري او دوستان یی په هر ځای کی له وسلو سره یو ځای ورسره ملګري دي. که امریکا غواړي چی ځان له احتمالي خطر څخه وژغوري نو تر هر څه مخکي باید خپل دوستان خلع سلاح کړي ځکه چی د هغوی په انډیوالي هیڅ اعتبار نسته.

     د سی این این خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په خپل یوه مفصل رپوټ کی وویل چی د حقاني له ډلي سره تر اوسه پوري تماسونه نه دي ټینګ سوي. د حقاني ډله، چی په شمالي او جنوبي وزیریستان کی د عسکري روزني ډیر لوی کمپونه لري، نن سبا یو خطرناک قدرت دی. که له هغوی سره خبري پیل کیږی نو بیا د پاکستان له مصلحته پرته امکان نه لري. د امریکا او پاکستان اړیکی په دې وروستیو شپو ورځو کي داسی خړ پړ سوي دي چی په دې ډېر وخت کی یی سابقه نه وه لیده سوې. په دې صورت کی نو پاکستان ښایی د حقاني ډلي ته به خبرو کي د برخی اخیستلو له اجازې ورکولو څخه مخکي د امتیازاتو غوښتنه وکړي. په هر صورت، چی تر څو پوري پاکستان او امریکا خبري سره کړي نه وي د حقاني سره تماس ټینګیدل احتمال نه لري. البته پاکستان بیکاره نه دی کښینستلی او د حقاني پر ځای یی خپل بل ملګري حکمتیار ته د کابل له مقاماتو سره د خبرو کولو اجازه ورکړې ده.

      په لوبغاړو کی کرزی ډیر لږ خطرناک دی او له هغه سره جوړه کول چنداني لویه ستونزه نه ده. یو خو چنداني اولسي او پوځي زور نه لري او بل هغه یوازي د قدرت وږی دی او چي په قدرت کی لویه ونډه ورکړه سي نو نور کوم سوال نه لري. خو له طالبانو سره له یوې خوا روغه جوړه کول ډیر ګران کار دی او که چیري روغه ورسره کیږی نو باید چی امریکا ډیر زیات امتیازات ورکړي. او له بلي خوا چی هر ډول روغه ورسره کیږی نو د پاکستان غوښتني باید په نظر کی ونیولي سي ځکه چی هغوی د پاکستاني جنرالانو له سلا مشورې پرته مهمی فیصلې کولای نه سي.

      د شمال د ایتلاف او طالبانو ترمنځ سوله تقریبا غیر ممکنه ده یا، لږترلږه په اوس شرایطو کی، غیر ممکنه ښکاري. د دې یو علت دادی چی طالبانو او د شمال ایتلاف دونه مړي سره کړي او دونه ویني یی سره توی کړي دي چی سوله یی ډیره لیري ده. ځکه چی د افغانستان خلک لا هغي مرحلې ته نه دي رسیدلي چی د سیاسی روغي جوړي لپاره د ورور او عزیز ویني هیری کړي. د شمال ایتلاف باید د طالبانو په مقابل کی له خپلو ډیرو امتیازاتو څخه تیر سي. خو طالبانو ته د هر امتیاز ورکول د شمال د ایتلاف لپاره د مرګ او ژوند مسله ده. د سی این این خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د امریکا د اولسي جرګې د غړي رورا بیکر له خولې، چی په برلین کی یی د شمال د ایتلاف سره په خبرو کی برخه درلوده، وویل چی د شمال ایتلاف په خپلو خبرو کی د ټولو هغو کسانو د امنیت او د سرد سلامتی په باب اندیښنه ښودله چی، د طالبانو په مقابل جګړه کی،د امریکایانو په خوا کی دريدلي دي. او حتی ویل یی چی طالبان د هغوی سر ته خطر دی.

      تر اوسه پوري خو د سولي خبري یا پیل سوي نه دي او یا په ډیرو لومړنیو مرحلو کی دي، خو جمهوریس کرزي، چی د سولي او امنیت د ټینګولو په لار کی یی یو ریښتونی ګام نه دی پورته کړی، او د هغه د حکومت لویو ارکانو او د شمال د ایتلاف انډیوالانو ډیر سخت عکس العمل ښودلی دی. طبعی خبره ده چی د خبرو د پرمختګ سره به د دوی عکس العملونه هم سختیږی او څرګنده ده چی تلفات او تاوانونه به یی بې دفاع ملکي خلکو ته رسیږي.

               جمهوریس کرزي د خپلو سیاسی ویناوو په لړ کي د یکشنبې په ورځ وویل چی افغانستان د سیاسی تجربو لابراتوار نه دی. ګواکي مطلب یی د افغانستان په چارو کی خارجی مداخلې وې. دا خو ډیره ښه خبره ده. خو دا خبره موږ ته څوک کوي؟ دی پخپله د خارجی مداخلې په برکت قدرت ته رسیدلی نه دی؟ دی همدااوس د خارجی عسکرو په زور جمهوریس نه دی؟ او چی هغوی ورسره نه وي یوه ورځ په ارګ کي ټینګیدلای سي؟ جمهوریس کرزي په دې تیرو لسو کلونو کی په هیواد کی د سولي او امنیت په ټینګولو کي، چی افغانان تر بل هر څه زیات ضرورت ورته لري، او د اداري فساد په له منځه وړلو او کمولو کي، چی د افغانستان مظلوم اولسونه تر بل هر څه زیات ورڅخه کړیږی یو ريښتونی ګام پورته کړی نه دی. که ده په ریشتیا سوله غوښتلای نو رباني ته یی د سولي د خبرو مشرتوب سپاره؟ دا چي له حکمتیار سره یی خبري پیل کړې، او غواړي په دې توګه امریکا ته خپل خپګان وښيي، د دې معنی دا ده چی له طالبانو سره یی په خبرو کی نه پر مختګ کړی او نه یی یو ګام پورته کړی دی او د سولي د پروسې لپاره چی یی له امریکایانو څخه څه پیسې تر لاسه کړي وې هغه یی له رباني سره وویشلې. کنه نو د حکمتیار د حزب اسلامي پر ځای به یی د هغو طالبانو سره چی د سولي تش په نامه هلوځلو کی یی تماسونه ورسره ټینګ کړي وه، په مستقله توګه، خبري کړي وای.

     څه باندي دیرش کاله پخوا مي ، چي په پیښور کی مهاجر وم، د حکمتیار صاحب له قوله اوریدلي وه چی ویل یی که حضرت عمر فاروق رض پخپله په ارګ کی ناست وي ، څو زه پخپله په ارګ ننوتلی نه یم، زما جهاد به روان وي. دا چي دا خبره به څونه حقیقت لري زه ټینګار نه کوم خو د هغه په یوه خطبه یا وینا کي مي پخپله واوریدل چی ویل یی  د افغانستان په جهاد کی یوازي د حزب اسلامی لاره پر حق ده او ځکه موږ هغه انتخاب کړې ده. دا چی حکمتیار صاحب به اوس په هغه غورو کی وي او که به له غورو لویدلی وي، خو که د خپل هغه نظر یوه برخه ورسره پاته وي هم یی له چا سره د سولي خبري لازمه نتیجه نه ورکوي. د مشرقي په اصطلاح مه دي شه.

     د سولي له خبرو سره هر څوک علاقه لري او داسي څوک به نه وي چی سوله نه غواړي. خو د شمال ایتلاف، جنګ سالاران او د کرزي حکومت له خپلو مخالفینو یا طالبانو سره ځکه سوله نه سي کولای چی په سوله کی یی ګټي په خطر کی دي. دوی داسي سوله غواړي چی مخالفین وسلې ورته تسلیم کړي، خپل ځانونه زندانونو او محکمو ته وسپاري او د دوی پاچهي او ناروا ګټی خوندي وي او دوی په بیغمه زړه د خلکو پر مال او ناموس باندي تیریو ته ور ایله وي. که احیاناً د یوه څرګند جنایت په ګناه ونیول سي نو جمهوریس کرزی وخت نا وخته عمومی عفو ورته اعلان کړي او بیرته یی خوشي کړي.
       که امریکایانو په دوی کي د خبرو لیاقت لیدلای نو چی په ناروا ډول یی قدرت ته رسول، او د دوی په حکومت او واکداري یی د ټول نجیب ملت ارادې ته سپکاوی کاوه نو خبرو ته یی هم ورسره کښینول. که چيري امریکا په ریشتیا دې حقیقت ته متوجه سوې وي چی د کرزي اداره او جنګ سالاران د سولي د خبرو اراده او صلاحیت نه لري، او یا اصلا په دې نه ارزي چی  د سولي خبرو ته کښینول سي نو ریشتیا ته یی ډیر ناوخته پام سوی دی. امریکا جنګ بایللی دی. خو له بده مرغه چی د هغوی دغه ماته ښایی یو ځل بیا د سل هاوو زرو بیګناه انسانانو د وینو توییدلو په بیه تمامه سي. نه طالبان، نه حقاني، نه د کرزي اداره او نه د شمال ایتلاف او جنګ سالاران د لس کاله مخکي قوتونه دي چی امریکا او ناټو له هغوی سره لوبي وکړای سي. اوس د افغانستان غرونه ، درې او ګودامونه له خطرناکو وسلو ډک دي. اوس جنګ سالارانو او مفسدینو د منځني ختیځ، چین او اروپا په بانکونو کي  په زرهاوو میلیونو ډالره ذخیره کړي دي او کولای سي چي په افغانستان کی خونړیو جنګونو ته تر نامعلومي مودې پوري دوام ورکړي.

پاکستان نه یوازي په افغانستان کی د سولي او ثبات سره علاقه نه لري، بلکه غواړي چی امریکا او لویدیځه نړی د تل لپاره په افغانستان کی لګیا او له امنیتی ستونزو سره مخامخ وي. امریکا د لوژيسټیکی اسانتیاوو له پلوه، په سیمه کی، تر بل هر هیواد، پاکستان ته زیات احتیاج لري. پاکستان به یوه ورځ د سولي او بله ورځ د جنګ لوری نیسی او په دې توګه به تر هغه وخته پوري چی امریکا په افغانستان کي وي د ډالرو چینه ورباندي سپره وي.

         د افغانستان اولسونه په نړۍ کی هیڅ دوست نه لري. د قدرت خاوندان یی ټول د خپلو قومونو په لوټلو لګیا دي. یوازي د اولسونو خپله اراده او د خدای مرسته یی ژغورلای سي. د اولسونو اراده هر وخت پر قام او وطن مین منورین تمثیلوي. راځی یو ځل بیا خپلو منورینو ته خواست وکړو چی د خپلو مظلومو اولسونو په خاطر خپل منځی اختلافات شاته پریږدی او د حتمي مرګ او نابودی څخه د ګران افغانستان د ژغورلو په فکر کی سی.