د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشايق جمال په شعر ونو کې طنزونه

پوهنمل محمود نظری 23.01.2012 19:24

ميرغلام حضرت مشهور په شايق جمال د ميرجمال الدين خان زوی  په کال ( ۱۲۵۴ هـ.ش ) کې دکابل  د گذر وزير  دغسالان  په کوڅه کې زېږېدلی دی، هغه دمرحوم قاری عبدالله خان ملک الشعر آ شاګرد و.

شايق جمال یو دردمند ،نامتو ازاد شاعر و ،چې د ښوونکي سپیڅلې دنده يې لرله،هغه په هندي اوخراساني سبک شعرونه ویل دهغه شعرونه د امیرحبیب الله خان له وخت راهیسی په نشریو کې چاپیدل ،دهغه یو دیوان پاته دی ،هغه د شعر ویلو پرته نثر اوطنز هم لیکه ، د هغه یو طنز چې د دولتي کارمندانو کمۍ بیانوی داسې دی:
ای که کار مردمان پيش تو بند افتاده است
بر سر راه تو چندين دردمند افتاده است
چون موظف گشته ای در کارهای جامعه
در وظيفه غفلتست چون دلپسند افتاده است؟
بر سر اغراض خود جوراندن افراد چيست
صاحب ايمان و وجدان بي گزند افتاده است
پول رشوت تلخي جا ن کندنت سخت افزون کند
گرچه اکنون در مذاقت همچو قند افتاده است
گوهر ايمان و وجدان بر سرش ضايع مکن
آنچه در بازار دانش بي چلند افتاده است
دست خالي ميرويم آخر ز بازار حيات
حرص ما بيجا بفکر چون و چند افتاده است

اې چې دخلکو کارونه تا ته دي بند
ستا په لاره پراته دی څو تنه دردمند
چې د ټولنې په کار ګمارل سوی یې
په دنده کې دي غفلت سوی دلپسند
په خپلو موخو ولي ځوروې خلک
خاوندان د ایمان او وجدان پراته دي بې ګزند
رشوت دي دسا ایستلو تریخوالی زیاتو ي
که څه هغه خوند درکوي لکه قند
د ایمان او وجدان ګهر په هغه مه زیانوه
هغه چې د پوهې په بازار کې دي بې چلند
اخیر ددې ژوند له بازاره خالي لاس ځو
حریص مو بیځایه په فکر کې دی د چون او چند
هغه یو آس درلول د هغه په هکله یې هم طنزونه او ټوکې لیکلي دي


اسپکي دارم که او پای منست
مايه تشويش و سودای منست
کس نديده اين چنين اسپ زبون
ميرود شب در ميان تا چهل ستون

یو اسک لرم تګ يي کرار دی
د هغه ګروم او سودا زماکار دی
چا نه دی لیدلی داسې آ س زبون
یو شپه نه بله شپه رسیږي تر چلستون

هغه د بې عقلو خلکو په هکله په طنز وايي:
اين خر طبيعتان اگر آدم شدی چرا
عيسي بجان رسيده ره آسمان گرفت
که دا خره خویه انسانان کیدالی ولي
پزې ته رسیدلی عیسی لاره نیوله د اسمان

شایق جمال د عمر په اخیر کې ړوند سو هغه په شکایت وايي
بهار آمد چسان بينم به چشم کور دنيا را
گرفت از من خدا،ای دوستان چشم بينا را
پسرلی راغی په ړندو سترګو څنګه ووینم دنیا
اې دوستانو خدای زما څخه واخیستې سترګې بینا

هغه د یار د کبر په هکله په طنز وايي

چشم شوخ تو مست مي زيبد
بيخود و مي پرست مي زيبد
جان من اندکي تواضع کن
شاخ گل را شکست مي زيبد
ستا دشوخو سترګو مستي خوند کوي
بې خودی او می پرستي یې خوند کوي
ګرانه لږ کمینی وکړه
د ګلو له څانګې سره عاجزي خوند کوي

هغه له فلک څخه شکایت کوی او په طنز وايي


پسری که بر سر او دوهزار سر شکسته
سرنان کنون سر او به هزارشکسته
پسريکه مادر او را بهزار ناز پرورد
شکم گرسنه او کمر پدر شکسته
تو که شيشه ضعيفي مکن از فلک شکايت
که به سنگ نا اميدی دل صد گهر شکسته
نه همين ز دست زاهد سرما شدست مجروح
خُم و جام و پيک و ساغر همه سربسرشکسته

***
هغه زوی چې په روزنه يي دوه زره سرونه مات سوی
په ډوډۍ یې اوس زرخلک سر ور ماتوي
هغه زوی چي مور په سلو ناز و روزلی
د هغه وږی نس دپلار ملا ماتوي
ته چې نازکه ښېښه یې مه کوه له فلکه ګېله
دنامیدی په ډبره سل د زړه مروارید ماتوي
نه داچې یوازی د زاهد له لاسه مو سر ټپي سوی
خم. جام ،پيک اوساغر ټوله را ماتوي
هغه د رقیب په هجو کې وايي
دنبــــــــال یار رفتن و چالاکی رقیب
یاد از همان سـگان شکاری دهد مـرا
د یار پسې تلل اوچالاکي درقیب
ما ته رایادوی دښکاری سپو کړه

هغه د زمانی په هکله په طنز وايي :

گردون دون که نوت هزاری دهــــد مرا
با صد نیاز و ناله و زاری دهــد مـــــرا
با عاجزان گرفته بسی تنگ روزگار
جو جو شدم که نان جواری دهد مرا


دی پستې دنیا که یو زرګون راکړي ماته
په سلو نیازو چغو او زاریو یې راکوي ماته
د عاجزانو سره يې نیولی ډیر تنګ روزګار
جو جو سوم چي جوارینه راکړي ماته