د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې

پوهنمل محمود نظری 06.04.2012 22:09

.
پوهاند زيار د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشری او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري هم تر سره کړې ده
پوهاند زيار د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري په غاړه لري
دپوهاند زيار ځینې مهم اثار: پښتو پښويه،پښتو ويي پوهنه،پښتو ليكلار،پښتو شعر څنګه جوړېږي؟،پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې. پښتو سيندګى، انګرېزي - پښتو سيندګى،د ژبپوهنې بنسټونه اوپه لسګونه نور
دشعر په برخه کې:زنداني نغمې،سوزونه او سازونه،وينه او مينه، ګلولې،
اندوژوند،اندو واند،رزم وبزم ،پوهه او ګروهه ، دسبرونو نڅا،ګلوييونه ،څڅواكي
زما نړۍ،د مرجانونو څانګې ،نوې پېړۍ او نوې زرۍ،اور و وينې،ساندې او سندرې او داسی نور
پوهاند زيار اوس د انګلستان د اکسفورد په ښار کې مهاجر دی
د زیار صاحب دشعرونود منځ پانګې یوه برخه طنزي توکي (طنز ، هجو او هزل) جوړوي ، چې هغه ټولنې ته سیاسي شعور ورکوي او یومهم پيغام لري ، زیارصاحب د روانو ناخوالو په لیدو لکه ځینې سترګې نه پټوي او غوږونه نه کاڼه کوي ،د ولس ستونزې، اوناخوالې رابرسیره کوي او سپړې اوولس ته يې ښيي.
زیار صاحب وايي:
ما له تاريخه هېڅ خبره
پټه کړې نه ده
ما ورته هرڅه
ښه په زغرده
مخ پر مخ ويلي:
د بې سهاره تورو شپو د ناتارونو کيسې
د سپينو ورځو د چاودنو
او مرگونو کيسې.
***
ما کله سترگې پټې کړې نه دي
پر هغو گردو ويرژړلو پېښو
چې له نښترو، چنارونو
شنې لوخړې ختې
او د تاکونو له رگو
راڅڅېدې تکې سرې وينې
د شرابو پرځای.

د هر طنزویونکو د بیان ډول له یوبل سره توپير لري ځینې په ټولنیزو ناخوالو نظر ورکوي؛ ځینې له ملي او بین المللي شومو او ناروا موخو څخه پرده پورته کوي ، ځینې د ناخوالو د قرباني ( بلهاري) سره خواخوږي ښیي، ځینې د ناخوالو له کړونکو څخه کرکه او خواتوري ښيي، ځینې بیا دطنز لوبغاړي غندي او ملنډي پر وهي ،ځینې د وطن دننه او بهر غولونکو او درواغجنو واکلرونکي دپروړو لاندې داوبو تیرول برملا کوي او غندي .
زیار صاحب هم د ټولنیزو بدو پدیدو لکه درواغ، ریا، تظاهر، بدبیني، بدخویي، ظلم،خیانت، بد اخلاقي، باندی نیوکې کوي اوکوونکي يې غندي.
دا چې طنز له محتوا او ددید د زاویې له مخي په دوو برخو ویشل کیږي : یو سپین یا خوږ طنز چې د خندا او ملنډو اړخ يې غوښن وي او بل تور یا تریخ طنز ، چې د نیوکو اړخ یې تر ملنډو دروند وي
د زیار صاحب طنزونه ډیرتور طنزونه دی دهغه د ملڼدو خوا تر نیوکې لږ ده داچې
نیوکه د طنزاصلي جرړه او لغاز يې مالگه ده، د زیار صاحب دلغاز برخه لږ سپکه ده او د نیوکې برخه يې څه درنه ده ،چې دا کار درونداندو کار دی،
تور طنز دخلکو ژر پوهیدو او دکړغیړونو ژر د غوسه کیدو لامل ګرځي.
زیار صاحب د طنز په ویلوکې د طنز له اوزارو لکه پرده پورته کوونه ،ملامتونه، کم ښوونه، او ملنډو څخه ډیر کار اخلي او د ترخه وینګ په گذار بد کوونکو ته جټکه ورکوي او ټولنه پرې خبروي .د هغه په شعرونو کي ټوله طنزیه توکي ( طنز ، هجو او هزل) او ټوکې لیدل کیږي
لومړی طنز
طنز په ملی ناخوالو
الف: سیاسی اړخ

د پَوړۍ پُوړۍ
که څوک غواړي چې څوکۍ ته ورسي
ووهي دې يوه ستنه دوه سيسي...
زيات دې شي خو کم دې نه شي له نسخې
دوسي، چاپلوڅي او جاسوسي!!؟
زیار صاحب مقام ته د رسیدو یوه نسخه رسوا کوی هغه دومره غټه نسخه هم نه ده لکه د اوسنیو ډاکټرانو، یو ترکیبي قلم دی، چې یوازې دوه سي سي د دوسي، چاپلوسي او جاسوسي ګډوله ده
دا طنز زموږ دنننۍ ورځي سیاسي حالت تر هر بل وخته ښه بیانوي.