د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز څرنګه منځ ته راغی

پوهنمل محمود نظری 12.03.2012 23:32

طنز لومړی  وار  د ژوو له خولې  د انسانی ژوند بیان  په  لنډ او  خیالي نکلونه یا افسانو په ډول ویل سوی دی  چې په انګریزي کې هغه ته «فابل» ویل سوی دی فابل ( دژوو له خولې انساني کیسې)

دا کلمه له یوناني« fibula »فیبولا څخه اخیستل سوې ده، فابل لنډې خیالي افسانې دي چې په منثور یا منظوم ډول د ځانګړو حیواناتو، افسانوي موجوداتو، نباتاتو، غیر ذیروح شیانو او د طبیعت واک ته انساني واک ورکړ سوی وي چې د رښتیني داستان سره توپير لري او تخیلي دي.
له انسان نه پرته موجوداتو د خولې هغه لنډ حکایتونه دی چي یو اخلاقي ، پندي ، طنزي یا حکیمانه ټکي په کښې نغښتي وی نو ددې حکایتو نو اتلان معمولا له انسان پرته نور موجودات دی چې انساني کرکترونه ورکړ سوي دي.
د فابل افساني عموماً درې برخې لري
لومړی يي سمبولیکه ننداره یزه برخه ده ، دویم يې دعبرت برخه ده او درېیم يې د اخلاقي پایلې برخه ده
په فابل کې هر حیوان یا موجود د یو شی سمبول اویو اخلاقی او ټولنیز شخصیت ښیي د ساری په ډول په کلیله او دمنه کی زمری د پاچا مظهر دی ، په منطق الطیر کې ملاچرګګ د رهبر او مرشید سمبول دی او سیمرغ د خدای مظهر دی، بلبل د خوشګذرانو خلکو او طوطی د زاهدانو سمبول دی اوبوتیمار بیاد بخیلو خلکو سمبول دی .
ځينې پوهانو فابل یاد ژوو کیسې په درو ډلو ویشي لکه : نظري، اخلاقي او جبري
چې نظري يې ښوونیز اړخ لرونکي افسانې دي او اخلاقي یې یوه اخلاقي افسانه بیانوي لکه
دګاډیوان او هرکول( د زور الهه) افسانه :
دیو ګاډیوان چې غويي یې ګاډۍ کښوله، د لرګو بار ګاډۍ عرابه یې په خټو کې بنده سوه او بېله دې چې ځان وښوروي په دعا او زاریو یې پيل وکړ، ټول مقدسات یې یادول چې مرسته ورسره وکړي او تر ټولو يې ډیر هرکول پهلوان( د واک او زورالهه) یادوه چې له هغه سره مرسته وکړي
هرکول هغه ته حاضر سو او ګاډیوان ته يې په غوسه ویل
تا سه عرابه پوري وهه اوغويي په شلاغه ووهه، لومړی ځان وښوروه بیا زاری او دعاوي کوه ددې پرته ستا دعا څه ګټه نه لري
. په جبری فابل کی دکیسې پښې تقدیري دی
یو عقاب د محراب څخه غلا کوی د خدایان د هغه ځاله په غیبی اور سوزی
فابل ویل شپږ پيرۍ مخکې له میلاده پيل سوي دي ، ازیزوپ لومړی سړی و چې فابلونه یې ویل چې ځېني تاریخ پوهان هغه لقمان حکیم بولي ، دوې پيړۍ مخکې له میلاده د «وشینو شرما» کتاب« پانچیتنترا» ( د انسان ورته شکلونه ) لیکل سوی دی، دوې پيړۍ مخکې له میلاده منظمی هندی بودايي فابلونه د« بدپاي» په نامه لیکل سوی دی چې دجاتکا ( دبودا نکلونه ) څخه اخیستل سوی دی او یوه پيړۍ مخکې له میلاده د هندی فیلسوف « ساینتیپس» اووه علقمنو استادانو فابل ویل سوی دی .
۱۷- ۶۴ کاله مخکې تر میلاده د هسپانوي لاتین ژبې لیکوال«ګاز جیولس هایجینس» د فابلا کتاب لیکلی دی، او رومی « فیدرس»(۵۰-۱۵)مخکې له میلاده فابلونه لیکلی دی

فابل په لرغونی یونان کې
تر ټولو لرغونی فابل په یونانیانو اړه لري چې شپږ پيړۍ له میلاد نه مخکې ویل سوي دي
چې ډیر يې د ایزوپ دی نو د دنیا لومړی مشهور فابل لیکونکی او اساس ایښوونکی اروپايي ایزوپ"Aesop بلل سوی دی چې شپږ پيړۍ مخکې له میلاده په یونان کې اوسیده چې بیا "فالریوس" د هغه دا حکایتونه را ټول او خپاره کړل
له ایزوپ وروسته «هوراس» رومی شاعر (۸- -۶۵- ق م ) بل فابل لیکونکی دی ، د هغه وروسته همداسی« پلو تارک» یوناني ژوند لیک لیکونکی ( ۱۲۰-۴۶ م ) ، لوکیانوس یوناني هجوکوونکی لیکوال ( ۱۸۰-۱۲۰ م ) فابلونه لیکلي دي او د لومړی میلادي پیړۍ په اخیر کې د رومی «فیدروس » فابلونه او د« رومن دورینارت » فابلونه ډیرمشهور دی