د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز څرنګه منځ ته راغی

پوهنمل محمود نظری 26.03.2012 21:39

۳
په مصر او عراق کي 
د ژووله خولې انساني کیسې( فابل) د عاموخلکو دګړنی ادبیاتو یو  ډیر لرغونی ډول دی چې د ټولو هیوادونو په ادبیاتوکې یې  نښې لیدل کیږي   او  خلک يي لکه  متلونه  کاروي 
 په سمیریانی ( هغه ژبه چې څلور پيرۍ مخکې له میلاده په عراق کې ویل کیدل )او اکادیانی ( هغه  ژبه چې په میزوپوتیا یا برونز عصر کې د اکاد دښار ژبه وه )کې   راغلي دي ،  چې « اریش یبلنګ»  فابلونه لویدیځ ته ورپيژندلي دي.

۳

په مصر او عراق کي 

د ژووله خولې انساني کیسې( فابل) د عاموخلکو دګړنی ادبیاتو یو  ډیر لرغونی ډول دی چې د ټولو هیوادونو په ادبیاتوکې یې  نښې لیدل کیږي   او  خلک يي لکه  متلونه  کاروي 

 په سمیریانی ( هغه ژبه چې څلور پيرۍ مخکې له میلاده په عراق کې ویل کیدل )او اکادیانی ( هغه  ژبه چې په میزوپوتیا یا برونز عصر کې د اکاد دښار ژبه وه )کې   راغلي دي ،  چې « اریش یبلنګ»  فابلونه لویدیځ ته ورپيژندلي دي.

د مصر د منځینو پیړیو دځنګل د پاچا نکل د هبرو د ځنګل کتاب سره یوشی دی
او د ایزوپ د (ځوز او د سدر ونه) نکل د دویم کینګ له نکل سره یو شی دی

په افغانستان او ایران کې
په شپږمه هجري پيړۍ کې کلیله او دمنه په فارسي چاپ سوه او هم د« اسوریک ونه « چې دیوې ونې او وزې مناظره ده په پهلوی ژبه چاپ سوه
مرزبان نامۀ دمرزبان بن رستم بن شروین (۳۰۲ ق ) چې په طبری ژبه وه د «سعدالدین وراوینی» لخوا په فارسی وژباړل سوه .همداسې دسنایي غز نوي حدیقه الحقیقۀ ، دسعدی د بوستان ځینې داستانونه (۶۵۵ ق ) او دایرج میرزا (۱۳۴۴-۱۲۹۱ق) د ګیدړې او کارغه قطعه د هغه وخت ډیر مشهور فابلونه دي .
.
برو شیر درنده باش ای دغل
میندازد خود را چون روباه شل
ولاړ سه ډاړون زمری سه اې دغله
ځان مه اچوه لکه ګیډره شله
په مثنوی مولوی کي د طوطي او تجار کیسه داسې پای ته رسیږي
معنی مردن ز طوطی بدُ نیاز
در نیازو فقر خود را مرده ساز
دمړ کیدو مانا طوطی ته وه په کار
دهغه په غوښته يي کړخپل ځان زار
بیا د عبید زاکانی(۷۷۲ق)د ژوو افسانی چې ټولنیزي ، سیاسي او فرهنګي نادودو یادونه یې کوله لکه د موږک او پیشو مثنوی خپره سوه

په یورپ کې د ژووله خولې انساني کیسې د رنسانس په دور کې د انګریز شاعر ادموند اسپنسر (۱۵۹۹-۱۵۵۲م) د «هابرد د مور» په نامه ټولګه ډیره مشهوره ده له هغه وروسته «جان درایدن »انګریز شاعر (۱۷۰۰-۱۶۳۱م) له منځه تللي فابلونه راژوندي کړي دي
همد اسې فرانسوي فرانسوس(۱۶۹۵-۱۶۲۱م)د فابل ټولګه چاپ سوې ده
د لافوتین فابلونه لکه کارغه او ګیډره ، لیوه او وری، مشهور دی بیا د« پیر دو لاریوه» فرانسوی لیکوال( ۱۵۶۰-۱۶۱۹م) د فدروس ځینې فابلونه په شعر اړولي دي .د آلکسی میخاییلوویچ رمیزوف بیزوګانی او انګریز جورج اورول د ژوو کلا دهغه وخت نورمشهور فابلونه دي.
لافوتین داروپا د منځنی پيړۍ یو مشهور فابل لیکونکی دی دهغه فابلونه اخلاقی دی
هغه په محاکمو ، کلیساو او بورژوازی نظام فابلونه لیکلي دي
بل مشهور فابل لیکونکی ایوان کریلوف۱۷۶۹-۱۸۴۴ روسی مشهور فابل لیکونکی دی
هغه په روسی لافوتین مشهور دی ، دهغه مشهور فابلونه شرمښ د سپي په کوډله کې ، شرمښ او پسه، کارغه اوچرګ، طاوس اومار، د وحشانو مړینه او داسی نور دی
بل مشهور فابل لیکونکی روسی سالتیکوف شچدرین(۱۸۲۶ ) دی
هغه دايزوپ تر اغیز لاندې فابلونه لیکلي دي د هغه مشهور نکلونه د یږانو حکومت، اوداسی نور دی
د هغه یو فابل افسانه د کپور کب په نامه داسې ده
کپورکب په سیند کې د شارب له ویری د یوې ډبرې لاندې وږی اوبې حرکته پټ و یوازې یې هغه چنجیان اوخزندې چې هغه ته نژدې راتلې خوړلې او ان له ویرې له ښځوکبانو سره نه یوځای کیدی . هغه اوږد عمر لري سل کاله ژوند کوي مګر دمړینې په ورځ یې ارمان کوی ځکه د ژوند تر کمیت یې د ژوند کیفیت جار کړ ی و.