د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهنوال استاد رسول باوري کشر ورور په حق ورسېدئ

پوهنیارسیدحضرت 20.01.2012 03:49

په خواشيني سره مو خبره ترلاسه کړ چي د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي استاد پوهنوال رسول باوري کشر ورور عزيز الله باوري چي د روزګان ولايت په دِهراوت ولسوالي کي اوسېدئ ، تېره ورځ په خپل کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسېدئ .

افغان کهول د دغي علمي او فرهنګي کورنۍ سره په دې غم کي ځان شريک بولي. په خاص ډول په کابل کي د سلام فرهنګي ټولني د مشر الحاج محمد جان باوري ، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال رسول باوري ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين جان باوري او په هالنډ کي ډاکټر شفيق باوري او ددوی د کورنئ ټولو غړو ته ددوی د ارواښاد عزيز الله باوري د ناڅاپي مړيني له امله د تسليت مراتب وړاندي کوو ، ارواښاد ته د لوی خدای جل جلاله په دربار کي د مغفرت دعا او د کورنۍ ټولو غړو ته يې له څښتن تعالی څخه د جميل صبر غوښتونکي يو .

د فاتحې خبرتيا :

الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري او استاد عبدالغني باوري وروڼه .

ډاکټر نجیب الله باوري ، ډاکټر حمید باوري او ډاکټر اشرف باوري وریرونه . د عزیزالله باوري د ناڅاپي مړیني له کبله دوستانو ته خبر ورکول کیږي چي جنازه یې نن د جنوري پر اتلسمه نېټه په خپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل سوه .


د نارینو فاتحه د جنوري پر اتلسمه ،نولسمه او  شلمه نېټه د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ په جامع جومات کي او د ښځو فاتحه د ارواښاد په کور کي اخیستل کیږي .

په کندهار ، کابل او بلجیم کي د فاتحې د مراسمو نېټه وروسته اعلانيږي .


په درنښت

پوهنیار سیدحضرت

بروسل ښار، بلجیم