د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجیم هیواد کې دافغان کلتوری بهیر دخواخوږۍ پیغام

پوهنیارسیدحضرت 12.03.2011 23:26

په ډیره خواشینۍ خبرشوو چه په هالنډ هیوادکې دمیشت افغان علمی اوفرهنګی یاراوملګری ښاغلی ډاکټر نصیراحمد ارواښادپلار الحاج سیدعبدالاحمد نورباباد78 کالوپه عمردورپېښې ناروغۍ لامله دروان 1389 کال دکب دمیاشتی په 19مه نیټه لدې فانی نړۍ دابدلپاره سترګې پټې اوځان یی حق اوابدیت ته وسپاره. انالله وانالیه راجعون
پدې وسیله دلوی خدای له درباره ارواښاد ته دفردوس جنت او دارواښاد نوربابادآغلې کورنۍ ټولوغړو، خپلوانواو دوستانوته دلوی صبردعا اوغوښتنه کوو. روح دې ښادوی
ګران ورور ډاکټرصاحب نصیر!
په بلجیم هیواد کې دافغان کلتوری بهیر غړی اوپه نوموړی هیوادکې مېشت افغانان ستاسواوستاسودټولې کورنۍ سره پدې سترغم کې ځانونه شریک ګڼی.
په درنښت
دټولنې په استازیتوب