د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زړورافغان فرهنګی پوهندوی استادبازمحمد ساپی وفات شو

پوهنیارسیدحضرت 12.06.2012 22:14

دارواښادددرنې کورنۍ اوپه بلجیم کې د افغان کلتوری بهیردمشرتابه جرګې دهوکړې سره سم ، دارواښادګران استاد بازمحمد ساپی جنازه چهارشنبه ،دغبرګولی (جوزا) په 24مه (دجون په 13مه) دماسپښین په یوه بجه د بروسل ښاردافغانانودابن سینا په جومات کې اخیستل کیږی. اوپه پنجشنبه، دغبرګولی (جوزا) په 25مه (دجون په 14مه) جنازه دهواله لارې کابل ته لېږدول کیږی چه وروسته د غبرګولی (جوزا) په 26مه (دجون په 15مه) دجمعې په مبارکه ورځ دکنړولایت دڅوکۍ ولسوالۍ دکلمانی په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې به خاوروته وسپارل شی.
په بلجیم کې دخدایبخښلی استاددجنازې په مراسمو کې دګډون لپاره پته:
Rue Guillaume Kennis, 14
1030 Bruxelles (Brussels)
Belgium
داړیکولپاره:
0032497101683
0032495641551
0032499316135
0032484741796
0032484958929
دپوهندوی استادبازمحمدساپی لنډه پیژندنه
استاد باز محمد ساپی په 1329 لمریز کال د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ دکلمانۍ په کلې کښې په یوه بزګره کورنۍ کښې دې نړې ته سترګې پرانستي دي.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي او په کابل کې د انقلاب په لیسه کښې بشپړې کړي او تر هغې وروسته یی دکابل په هوایي پوهنتون کې په لوست پیل وکړ . د لوست په دریم کال د لوړو زده کړو له پاره پخوانې شوروي اتحاد ته په لېننګراد کښې د (ځان روزنې او سپورت )انستیتوت ته واستول شو.
په دغه انستیتوت کې د پنځه کلنې دورې د بشپړیدو وروسته یي د پیداکوژي علومو د ماستری سور دیپلوم ترلاسه کړ .
په 1362 لمریز کال کښي هیواد ته راستون او په هوایي پوهنتون کښې د استاد په توګه په دنده پیل وکړ . په همدې مهال یی دپوهندوی علمی درجې ویاړ هم ترلاسه کړ. چه وروسته دجګړولامله هیوادپریښودوته اړشو.
خو په بهر کې د پردیسې ترخو شپواو ورځو تیرولو تر څنګ پر ادبې او ټولنیزو چارو بوخت وو دبیلګی په توګه په همدې 1391 لمریزکال دده په لاس دلیکوال پاولو کوېلو دکیمیا ګر په نوم نومیالی اثر پښتو ژباړه ده. چه دانش خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی .
خوله بده مرغه چه ژوندون ورسره یاری ونه کړه اونن د2012 کال دجون په 11 مه چه د1391 لمریز کال دغبرګولی په 22مه یی ځان حق ته وسپاره. روح دې ښادوی.
په درنښت
افغان کلتوری بهیر
بلجیم