د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرخلاصۍ لیک

پوهنیارسیدحضرت 30.09.2010 23:43

په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر له خوا د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر
جلالتماب حضرت صبغت الله مجددي په نامه سرخلاصۍ لیک :
ښاغلې حضرت مجددي صیب :

تاسو به په جریان کې یاست چه په ټول افغانستان کي دبېنوا پښتو انټرنیټ پاڼي اوټول افغان پښټوانټرنټ پاڼې پر نشراتو بندیز لګیدلی دی اواوس دغه پاڼې په خپلو نومونو نه خلاصیږي . دغه پاڼې دولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په امر داطلاعاتو کلتور دوزیر لخوا بندې سوې دی .
په افغانستان کښي د بیان د ازادۍ نوی بنسټ اوس اوس د پوخوالي لاره وهي او لا د لویښت او پایښت تر وخته د هر دښمن او غرضي لاس لیري کول ستاسو مشرانو یوه دنده ګڼل کیږي . بلجیم میشتي افغانان او په بلجیم کښي افغان کلتوري بهیر ستاسي د حضور څخه د یوه مسلمان او افغان ګټو ته ژمن متدین انسان په توګه هیله کوي چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ښاغلي وزیر د نفاق او ملي وحدت ته د ضرر رسولو لاس لنډ کړۍ ، پری نږدۍ چي ښاغلی رهین په زانګو کښي ماشومه د مطبوعاتو ازادي خفه کړي او له منځه یی یوسي .
ښاغلې حضرت مجددي صیب :
تاسي پوهیږۍ چي افغانان اوس اوس د نړۍ د نوي تکنالوژۍ هر څه ته ضرورت لري ، او غواړو په ډاډه توګه ستاسي حضور ته ووایو چي افغاني بریښنا پاڼو په خاصه توګه بینوا او ټول افغان دا تکنالوژي او اطلاعات تر خپل لیدونکي او لوستونکي رسولی ده . مه پریږدۍ چي ښاغلی رهین او ښاغلي رهینیان زموږ افغانان د دی نعمت څخه محروم کړي او دا پاڼي د افغانانو پر مخ وتړي . ښاغلي رهین ، اوس د یوه خبر پر نشر د دی ملي پاڼو تړل د افغانانو پر مخ ښه چاره ګڼلی ده خو ښاغلۍ په دي نه پوهیږي چي داپاڼي کتابتونونه لري ، داپاڼي علمي ، سیاسي اوکلتوري ودي ته لا وده بخښي او د هرافغان د زده کړي او پوهي د لوړوالي سره مرسته کوي .
افغان کلتوري بهیر د ښاغلي رهین دا پریکړه د افغانستان د قوانینو خلاف کړنه شمیري او په کلکه یی غندي . موږ افغاني ټولني ته د زغم او حوصلې درلودونکي ، ملي منافعو ته ژمن او د ملي وحدت غوښتونکي مدیران د افغاني ټولڼي د ناخوالو د حل لپاره ،غوره لاره بولو . عقده من ، بنسټ پالي ، غرضي او چارواکي نه شي کولای دا کښتۍ تر ساحله هدایت کړي .
په درناوي
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه
بروسل ښار ـ بلجیم
1389/07/05