د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په وردګو کې د 40 بابه نوو تعلیمي ودانیو د بشپړیدو راپورتاژ

ګل آغا احمدي وردګ 19.01.2012 21:18

د 1390 کال د مرغومې په 27 نیټه د وردګو او میدان ولایت د چک ولسوالۍ د اله سنګ د بې بې فاطمې د ښوونځي په انګړې کې د یوې درنې غونډې په ترځ کې د 1,920,000 امریکايي ډالرو په لګښت د همدې ولایت په 9 اداري واحدونو کې 40 تعلیمي پشپړې شوې پروژې ګتې اخیستنې  ته و سپارل شوې. په نوموړې غونډه کې د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ، د وردګو او میدان والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د ولایتي او محلي شوراګانو یو شمیر استازو، دولتي اراکینو سربیره د سیمې یو زیات شمیر ښوونکو، زده کوونکو، د پوهنې مینه والو او د چک د ولسوالۍ وګړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت او ملي سرود په اوریدلو سره پيل شوه چې ورپسې د هیواد د پوهنې وزیر خپله عالمانه وینا واوروله، د علم اهمیت یې د اسلام د مبارک دین او ټولنیز پرمختګ له مخې څرګند او د سیمې ځوانان یې د تاوتریخوالي پر ځای د پوهې حاصلولو ته را وبلل او د پوهنې په برخه کې یې د دې ولایت بریالیبونو ته لنډه اشاره وکړه او و یې ویل:
علم او پوهه د بشري ټولنو د پرمختګ داسې روښانه اساس دی چې الله جل جلاله د هغې په وسيله انسان ته عزت او شرف ورپه برخه کړی او د ځمکې خلافت یې ورته سپارلی ترڅو يې د خپلې پوهې په رڼا کې په غوره توګه  آباده  او د بشریت د خوندي ژوند لپاره چمتو کړي. له همدې کبله د وردګو علم پالو وګړو په داسې مهال خپل تعلیمي موسسات فعال کړل چې په هیواد مو د پخواني شوروي یرغل، وحشت او بمبارۍ او د هغه په مقابل کې زموږ د مومنو وګړو پياوړی جهاد روان وو اوس څه شوي دي چې د هیواد د پرمختګونو په دې مهم دور کې زموږ تعلیمي موسسات له ګڼو ستونزو سره لاس په ګریوان دي؟
د پوهنې وزیر زیاته کړه: د وردګو او میدان ولایت ته زموږ د سفر عمده موخه په دې ولایت کې ګټې اخیستنې ته د 1,920,000 ډالرو په ارزښت د 40 عمراني او ترمیماتي دي چې ټولټال یې 18,080 زده کوونکو ته د زده کړې تعلیمي مصئون ماحول برابر کړی دی. لله الحمد چې د پوهنې وزارت د 1385 څخه تر 1390 کال پورې د ټول هیواد په کچه 6,066 ساختماني پروژې پیل کړې چې له دې جملې څخه 4,259  پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې، 1,807 پروژې تر کار لاندې دي او 540 پروژې به د روان کال تر پایه ګټې اخیستنې ته و سپارل شي او زموږ د تکمیل شوو پروژو شمیر به 4,799 ته ورسیږي.
 د پوهنې وزیر د خپلې وینا په ترځ کې زیاته کړه چې: دولت مكلف دی، چې تر  1399هجري شمسي كال پورې د هېواد د ښوونځي د عمر ټول ماشومان له اساسي زده كړو څخه برخمن كړي. د موجوده سروې ګانو له مخې به انشاءالله په 1399 کال كې د ښوونځي د عمر ماشومانو شمېر 14 ميليونو ته ورسيږي. همدې موخې ته د رسیدو په منظور همدا اوس د هیواد د پوهنې په نظام کې 14,607 بابه تعلیمي موسسې فعالې دي چې په هغه کې 8.4 میلیونه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین د 39% اناثو په شمول د 192,581 مدرسینو، استادانو او ښوونکو له خوا په زده کړه بوخت دي.
د وردګو او میدان د ولایت د تعلیمي حالت په برخه کې د پوهنې وزیر وویل: د  وردګو او میدان  په ولايت كې جمعاً 402 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت لري چې له دې جملې څخه 365 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 23 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 2 باب دارالعلوم، 16 بابه دیني مدرسې، 5 بابه دارالحفاظونه)  3 بابه دارالمعلمینونه او 6 بابه الحاقیې، 5 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 150,313 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 6,135 ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت دي. همدارنګه په دې ولایت کې  7,811 تنه هېوادوال مو د سواد د زده كړې په 332 بابه كورسونو كې د 206  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت دي.
د پوهنې وزیر همدا راز وویل: له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د وردګو په ولايت كې د 14,756,249 امريكايي ډالرو په ارزښت 169 تعمیراتي پروژې پيل کړې 96 پروژې بشپړې شوې، 56 پروژه تر کار لاندې دي 17 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي او په روان کال کې همدې د ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر څه د پاسه 3,000 کسان دي.
د وردګو او میدان د ولایت  موجوده ستونزو په هکله د پوهنې وزیر وویل: د دې ولایت په ځینو سیمو کې د ناامنیو موجودیت، د مسلکي استادانو کموالی، د متوسطه او ثانوي دورو لپاره د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو کموالی، د 194 تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري او د پوهنې وزارت هڅه کوي چې دغو ستونزو ته د حل مناسبه لاره و مومي اما د دې تر څنګ د وردګو او میدان له علم پال او ویاړلي ولس، والدینو، ښوونکو، زده کوونکو، علمای کرامو، خصوصي سکتور، قومي متنفذینو، دولتي منسوبینو او بالآخره زموږ د نظام له افغاني مخالفینو څخه مې هیله دا ده:
تر څو لاس په لاس کې ورکړو او د یوه ملي حشر په ترځ کې د باکیفیته تعلیم او تربیې د پراخولو، د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د تعمیمولو او په دې لاره کې د ذکر شوو چلنجونو په لرې کولو، د معارف د حریم په خوندي ساتلو او په دې ولایت کې د خپلو اولادونو پر مخ د الله جل جلاله د پیژندګلوۍ د مرکزونو په فعال ساتلو کې د پوهنې له وزارت سره هراړخیزه همکاري وکړﺉ.

غونډې ته د خپلې وینا پر مهال د وردګو او میدان والي ښاغلي محمد حلیم فدايي وویل: چې موږ شپږ اساسي غوښتنې لرو چې له هغه څخه درې د پوهنې وزارت او درې نورو دولتي ارګانونو ته متوجه دي او زیاته یې کړه چې له پوهنې وزارت څخه زموږ غوښتنې دا دي لومړی د 1391 تعلیمي کال لپاره د همدې ولایت محصلینو ته د ادارې او منجمنټ یو باب انستتیوت، دویم د 30 بابه ښوونځیو لپاره د تعمیرونو منظوریدل او دریم 600 نوي بستونه منظوریدل څو د ښوونکو د کموالي په برخه کې زموږ تعلیمي اړتیاوو ته تر یو څه اندازې پورې مثبت ځواب وویل شي. له نورو دولتي ارګانونو څخه زموږ درې غوښتنې لومړی د چک د فابریکې رغول او د وردګو نورو سیمو ته د هغې د بریښنا د شبکې توزیع چې په دې هکله د انرژۍ او اوبو د وزارت پاملرنه غواړو، دویم د جغتو د سړک پخول چې په دې هکله د فواید عامې د وزارت پاملرنه غواړو او دریم د وردګو د پوهنتون منظوریدل او د ټوپ په دښته کې د هغه د ودانۍ پيل کول چې په دې هکله د لوړو زده کړو د وزارت جدي پاملرنه غواړو او د پوهنې له وزیر څخه مو هیله دا ده چې په دې برخو کې هم له موږ سره مرسته وکړي.
 
 د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د وردګو ولایت ته په 1391 تعلیمي کال کې د ښوونځیو 30 ودانۍ، د دارې او منجمنټ یو انستتیوت او 600 نوي بستونه منظور کړل. همدارنګه ژمنه یې وکړه چې له اړوندو ارګانونو څخه به د وردګو ولایت د دریو نورو اساسي غوښتنو د تحقق په برخه کې خپله هراړخیزه مرسته نه سپموي.

نوموړې غونډې ته همدارنګه د وردګو او میدان د ولایت د ولایتي شورا رییس ښاغلي محمد حضرت جانان، چک د ولسوالۍ ولسوال او د همدې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ښاغلي مدیر شریف خبرې و کړې او د خپلو خبرو په ترځ کې یې د پوهنې په اهمیت ټینګار و کړ او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته و رسیده.

باید یادونه وکړو چې د پوهنې وزیر، د وردګو والي او ورسره پلاوي د همدې ولایت د نرخ له ولسوالۍ او په سیمه کې له نوو پخو سړکونو څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې په نمونوي ډول د خالد بن ولید د لیسې د نوې ودانۍ انګړ د پټۍ په پریکولو سره پرانیست او د سړکونو د پخولو، دولتي ودانیو د جوړولو او مختلفو څانګو کې یې د دې ولایت پرمختګونه له نږدې څخه و کتل.