I.S.I که خدای بښي نو په همدې خبره به یې بښي
14.01.2012 12:49په یوه ټلویزیونې ګردي میز کې چې د مشرف، د پاکستان د خلکو ګوند او د آی،اس،ای یو بړیڅی سره ناست دي. دوی په یوه برخه د خبرو کې افغانستان خوا ته راځې. د مشرف نماینده وایې چې د ملا مطلب فساد في سبیل الله یا د الله په لاره کې فساد دی.
پدې ترڅ کې زاهد حمید چې د پاکستان د آی،اس،ای بړیڅی دی وایې چې تاسې ولې د افغان او پاکستانې طالبانو تر منځ فرق نه کوی. د غونډې کوربه ورته وایې چې پاکستانې طالبان هم ملا عمر د خپل مشر په توګه مني. خو زاهد ورته وایې پاکستانې طالبان هسې بکول س کوي. پدې کې د خلکو ګوند نماینده ورته وایې چې د ا بمونه، وژنې، ښونځې الوځول، زیارتو کې بمونه ، نه ګوري. زاهد حمید ورته وایې چې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې داسې دغه اوسني واقعات پاکستان کې شوی؟...بیرته ځواب ورکوي چې نه دی شوی، ځکه هغه وقت کې یواځې افغان طالبان و او بیت الله مسعود نه و. پدې کې کوربه زاهد حمید ته وایې چې دغه بد کارونه چې پاکستان کې کیږي نو ولې افغانستان کې وشي ، هغه طالبان خو هم عین کارونه کوي. زاهد حمید ورته وایې په هغه کې ستاسې کار نه شته، هغه ددوی خپل کلچر دی ( مطلب وژنې، بمونه،تبایې، ښونځې ړنګول، منع کول زمونږ کلچر دی).
دا شوه د نن ورځې د خلکو مسلماني!
یو مسلمان چې څه د ځان لپاره خوښوي د بل لپاره یې باید هم خوښ کړي، او برعکس. خو پاکستانې استبلشمنټ واله یواځې هغه څه د افغانستا ن لپاره خوښوي چې دوی یې د خپل ځان لپاره نه خوښوي خو یو کار کوي چې نوم ورته اسلام ږدي. نو بیا خو د پښتون قسمت خراب دی چې د اسلام په نامه هر وقت بازي خوري.
دوه سوه پنځوس کاله وړاندې د هند مسلمانانو د ژغونې د درخواست په ځواب کې پښتنو په خپلو د هند له مسلمانانو څخه دفاع وکړه او مرهټه یې مات کړل خو نن ورځ همغه مسلمانان د پنجاب او ای،اس،ای په شکل زمونږ عزتونه لوټي، زمونږ وطن یې ټوکر، ټوکر، ټوټه،ټوڼه کړ. او چیرته چې بد وي د ملا او مجاهد په وسله یې زمونږ وطن کې عملي کوي.
نو که حمید ګل هر څه وویل ، د زړه ریښتیا خبره یې وکړه، که خدای بښلو په همدې ریښتیا به یې بښي. او که افغانان په ځانګړي توګ پښتانه الله پاک نه بښل د همدې حقیقت له آوریدو وروسته که دوی بیا د پنجاب په اسلام بازي خوړله نو ګومان نه کوم بیا وبښل شي. والله اعلم
http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=ehwKCmSg0sM
په درنښت

