د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرادخانه – د ابوالفضل زیارت

نظرمحمد مطمئین 10.12.2011 13:43

لشکر جنګهوي العالمي د دومره لویو او منظمو مرګونو حملو توان لري؟ او څرنګه دغه وړوکې ډله وتوانیده چې له پاکستان څخه دباندي هم په اهل تشیع باندي حملي وکړي؟ ولي دومره ژر د عاشوری په مراسمو برید د جنګهوي العالمي لشکر ویاند په غاړه واخیست؟
سره لدې چې د برید پړه لشکر جنګهوي العالمي په غاړه واخیست ، د کوم دلیل، ثبوت او کوم راتلونکي هدف لپاره بیا هم په هیواد کې په لوړه کچه د بریدونو پړه د کورنیو چارو وزیر په طالبانو واچوله؟
ولي سږکال اهل تشیع دغه مراسم په دومره ستره کچه د هیواد په پلازمینه او د ځینو ولایتونو په مرکزونوکې لمانځل؟ چا اهل تشیع دغه ډول کارته وهڅول چې په دومره زیاته پیمان کې له حسینه ګانو څخه راؤځي او په کابل کې خو يې یواځي د سنیانو په مسجدونو بیرغونه ونه درول نور هر ځای دوی خپل د مراسمو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړي ؤ. دولت ولي چوپه خوله ؤ ، داچې په هیواد کې نا امني لوړي کچې ته رسیدلي ده او ډیر ځله موږ په غونډو، لویو اجتماع ګانو او لاریونو کې د خونړیو پیښو شاهدان یو. د کوم لامل له مخي دولت اهل تشیع ته خبرداري ورنکړ چې د امنیتي ستونزو له امله خپل مراسم د پخوا پشان تر حسینه ځایونو پوري محدود کړي؟
تاسي واوریدل چې د مرادخاني په سیمه کې د ابوالفضل زیارت سره چاودنه کې یو تن امریکايې هم مړ شو. هغه نه ژورنالست ؤ او نه هم هغه اسلام منلی ؤ چې د اهل تشیع سره د عاشوری په مراسمو کې ګډون وکړي. او هیڅ امریکايې ته د امریکا سفارت اجازه نه ورکوي چې له خپلو محفوظو ځایو نو څخه د امنیتي ستونزو له امله ووځي. پو ښتنه داده چې امریکايې نه ژورنالست ؤ او نه هم دامریکاسفارت د هغه دنده روښانه کړه، نو د کوم هدف لپاره د پیښي دغه ځاي ته تللی ؤ؟
ترټولو مهمه داچې د رسنیو قانون په رسنیو بندیز لګولی چې د دا ډول پیښو زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره نکړي، ولي د نورکله په خلاف د اهل تشیع د عاشوری د ورځي د ویر د مراسمو د چاودنې، مرګ ژوبلي زړه بوږنوونکې او اختلاف او نفرت ته لمن وهونکې انځورونه رسنیو په ژوندۍ بڼه خپاره کړل، چا اجازه ورکړه او د کوم هدف لپاره یې داکار وکړ؟
هو د مراسمو له ځای سره نږدې سني مسلمانان هم ؤ او ګڼ شمیر سني مسلمانان هم پدې چاودنه کې له منځه ولاړل، ولي رسنیو داخبره څومرچې ښايې روښانه نکړه، زما د یو نږدې ملګرې ځوان زوی هم ددغې خونړۍ پیښي قربانې شو. هیچا هم د اهل سنت نوم وانه خیست؟
ولي معلومه نه شوه چې پیښه چاودنه وه او که یو ځانمرګی برید ؤ، تر اوسه هم روښانه نده ؟ که پیښه ځانمرګی برید وي، څه ډول د لشکرجنګهوي غړی چې قیافه، صورت او هرڅه یې له اهل تشیع څخه توپیر لري، دامنیتي کسانو له تلاشي او پلټني څخه تیر او د مراسمو ځای ته يې ځان ورساؤ؟ او که پیښه چاودنه وې ولي له عام ولس څخه پټول کیږي؟
أیا په تیرو لسو کلونو کې چې کله هم امریکايې او د ناټو اشغالګر قوتونه هیواد ته راغلي اهل تشیع له دغه ډول پیښو سره مخ شوي ؤ؟ آیا دهیواد په نورو سیمو کې چې اهل تشیع اوسیږي په تیرو لسو کلونو کې له هغوي سره کومې ځانګړي ډلي داډول عمل کړی دی؟
آیاپه کابل، کندهار او مزار کې د اهل تشیع د عاشوری د ورځي په مراسمو بریدونه به په هیواد کې دننه د اهل تشیع او اهل سنت ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل نه وي؟ دغه پیښه به د افغانستان او پاکستان اړیکې زیانمني کړي؟ او پیښه به د پاکستان او ایران اړیکو ته ګواښ وي کنه؟
دعاشوری په ورځ د چاودني پیښه چې لشکر جنګهوي العالمي یې پړه په غاړه واخستله، افغانستان، ایران، امریکا او ملګرو ملتونو يې بې له څیړنې په یوه خوله پړه پرپاکستان واچوله چې پاکستان د ثبوت غوښتنه وکړه، دومره ژر داهرڅه ولي وشول؟
دغه پیښه او دې ته ورته نوري پیښي ولي له هغه وروسته چې دودیزي لويې جرګې د امریکا سره د ستراتیژیک تړون ملاتړوکړ صورت نیسي؟
پورته ذکر شوي پیښي او پوښتني ځوابونه غواړي او ښه داده چې د هغه چا د لوري ورته وویل شي په چا پوري چې اړه لري. زه په ډیر لنډ ډول د پورته پیښو په اړه خپله څیړنه او نظر ستاسي مخکي ته ږدم، کیدای شي چې څیړونکې يې په اړه پوره څیړنه وکړي او د رسنیو کارکوونکي یې له هغه چا سره چې اړه ورپوري لري شریکي کړي.
په پاکستان کې له ډیره وخت د شیعه او سني ترمنځ اختلافات شته او ډیر وخت د یو او بل په مشرانو او پیروانو مرګوني حملي کوي. دپاکستان سپاه صحابه چې تر ټولو سرسخته د اهل تشیع مخالفه ډله پیږندل کیدله او مشري یې هم پنجابې سني مشران په غاړه لري، ځینو غړو يې د اهل تشیع په مقابل کې دلازیات سختوالي او حملو زیاتوالي غوښتنه کوله. د همدې ډلي سخت دریځ د لشکر جنګهوي په نوم بېل شول او په لومړیو وختو کې یې په اهل تشیع سختي حملي وکړي چې د اهل تشیع لخوا هم سخت غبرګونونه ورته وښودل شول، د دواړو ډلو نوموتي مشران په دغو حملو کې له منځه یوړل شول او د همدي ډلو یو شمیر پیروان هم د یواو بل له خوا ووژل شول.موده وروسته د لشکرجنګهوي لخوا بریدونه د لومړي وخت په پرتله کم شول، ددي ډلي سخت دریځو بیا هم پخپله ډله نیوکه لرله چې ولي په اهل تشیع مرګوني حملي نکوي. همدا لامل ؤ چې دغه وړه ډله په دوو برخو وویشل شوله او د لشکرجنګهوي العالمي په نوم ډله ورڅخه جلا شول. په لومړي سرکې هم د سپاه صحابه ډله وړه وه، کله چې په دوو ډلو (سپاه صحابه او لشکرجنګهوي) وویشل شوه نوره هم وړه شوه. او چې کله بیا لشکرجنګهوي په دوو برخو وویشل شوه(لشکرجنګهوي او لشکرجنګهوي العالمي) نو دغه د اهل تشیع سره مخالفت لرونکي ډله نوره هم وړه شوه.
د سپاه صحابه له جوړښت څخه بیا د لشکر جنګهوي العالمي تر جوړیدو پوري په پاکستان کې په اهل تشیع دا ډول منظم بریدونه ونه لیدل شول کوم چې د عاشوری د مراسمو پرمهال همهال په کابل، مزارشریف او کندهار کې وشول.
لشکر جنګهوي العالمي دومره منظم او دومره قوي ډله نده چې دا ډول بریدونه له پاکستان څخه بهر په نورو هیوادونو کې وکړي. دهغوي غړي ډیری د پاکستان د پنجاب په ایالت پوري اړه لري. او موږ پوهیږو چې د کابل حکومت له پنجابیانو سره ډیر حساس دی او پنجابی نشي کولای چې په اساني سره په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې تګ راتګ وکړي، د پولیسو لخوا هر ځای پلټل کیږي او پوښتني ګروژني ورڅخه کیږي. او داهم معلومه نده چې لشکر جنګهوي العالمي ډله افغان غړي لري کنه؟تراوسه ندي ویل شوي چې دغه ډله افغانان هم لري. د پاکستان مخالفي ډلي بغیر له پاکستاني طالبانو یوپه بل دحملي لپاره د وسلو له استعمال څخه کار اخلي او هغوي په اساني سره د مذهبي تاوتریخوالي په پیښو کې ځانمرګي برید کوونکې نشي موندلای.
داچې د لشکر جنګهوي العالمي ویاند دپیښي مسؤلیت په غاړه واخیست او رسنیو هم بې لدې چې د خبر موثقوالي ته توجه وکړي په ښو پيېلو او منظمو الفاظو سره نشر ته وسپاری. طالبان چې په افغانستان کې د ناټو او دولت سره په جګړه بوخت دي کله چې هغوي د کومي پیښي دعوه کوي نو رسنۍ وايې چې د پلاني په نوم کس چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي(خبر شکمن کوي)، ولي د لشکر جنګهوي العالمي دویاند له دعوې سره داټکي ونه ویل شو؟ او داهم جوته نشو چې په رښتیا دا کس د لشکر ویاند ؤ او که د سي آي اې په اشاره يې له رسنیو سره اړیکه ونیوله او د پیښي پړه يې په لشکر جنګهوي العالمي واچوله.
له ډیري مودي راهیسي د بېلابېلو استخباراتي جالونو له لوري هڅي روانې دي چې په هیواد کې د لیږکیو او ډیرکیو قومونو ترمنځ تاوتریخوالي پیدا کړي، داډول په لوړه کچه هڅه کیږي چې د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ د عراق په ډول تاوتریخوالي په افغانستان کې هم پیدا شي.
موږ د ډیرو نورو داسي پیښو شاهدان یو چې هغه د دولت او ناټوسره د مقاومت کوونکو لخوا ندې شوي ولي پړه يې په طالبانو اچول کیږي او یا هم وايې چې په پیښه کې دنامعلومو کسانو لاس ؤ.
په کندهار کې د باغ پل په سیمه کې چې د سپو دجنګ میله وه او د کندهار مشهور قومندان او دالکوزو د قوم یوتن مشر چې ډیر ځله دولت او امریکا غوښته ورڅخه کړي وه چې سلاح تسلیم کړي خو هغه ویل چې سلاح به زما په مرګ زما دلاس څخه اخستل کیږي. دا هغه کس ؤ چې د طالبانو د حکومت پرمهال يې د ارغنداب په سیمه کې د طالبانو سره هم جګړه وکړه، په میله کې معمولاً عبدالحکیم جان ګډون کاؤ، هلته چاودنه وشوه په لسګونو کسان مړه او تر سلو زیات زخمیان شول. د معمول په شان د پیښي پړه دولت په طالبانو ورواچوله خو عیني شاهدانو ویل چې داځانمرګی برید نه ؤ بلکه له هوا څخه بریدؤ. چې وروسته د کندهار ډیری وګړي پوهیدل چې پیښه له هوا څخه توغندیز برید ؤ خو دولت پلټنه ونکړه.
په بغلان کې د ولسي جرګې په غړو برید چې د ولسي جرګې څوتنه د مصطفي کاظمي او انجنیر عبدالمتین په ګډون لوړپوړي کسان مړه او ترټولو بده داوه چې د ښوونځي په لسګونو زده کوونکې پکې په شهادت ورسیدل. د دولت لخوا يې پړه پر طالبانو واچول شوه. طالبانو رد کړه، د څیړنو امر ؤشو خو تراوسه يې پایله معلومه نشوه. عام ولس پدې نظر دی چې له هوا څخه توغندیز برید ؤ.
دکندهار ولایت پخواني امنیه قومندان مطیع الله قاطع د کندهار ښار د مدد څلورلاري سره یو موټر چاودیدونکې مواد په کندهار کې د سپیشل فورس (دامریکا خاص قوتونو) له افغان امنیتي کارکوونکې سره ونیو چې پایله یې خپله د قاطع په وژلو تمامه شوه او په رڼا ورځ د محکمي مخکې د سپیشل فورس په مرسته د هغوی د افغان امنیتي کارکوونکو لخوا په ډزو ووژل شو. د پيښي د څیړني امر وشو، چې تر اوسه لاهم د څیړني پایله معلومه نشوه.
دا ډول ورته کوچني او لويې ډیر پیښي شویدي چې د لیکني د اوږدوالي له امله پري بسنه کوم.
زما په آند د عاشوری د ورځي پيښه هم ورته پیښه وه، او هلته د یو تن امریکايې وژنه دغه خبره نوره قوي کوي چې په پیښه کې به د سي آی اې (CIA) لاس وي.
داچې په کابل کې د عاشوری د مراسمو پرمهال دبریدپړه د کورنیو چارو وزارت په طالبانو واچوله سره لدې چې طالبانو پیښه وغندله او د برید پړه د رسنیو دلاري اعلان شوه چې د لشکرجنګهوي العالمي ډلي کړیدی ، دغه ډول څرګندوني زموږ ملي یوالي ته زیان اړوي. او په تیرو لسو کلونو کې هیڅ داسي پیښه نده شوی چې کومي سني ډلي دې د اهل تشیع د مذهبي مراسمو په وخت کې برید کړی وي. داډول موږ ولیدل چې په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو ارامي سیمي د اهل تشیع د اوسیدونکې سیمي وي او هلته هیڅ کومي سني ډلي په تاوتریخوالي لاس پوري نکړ.
په ډیرو پښتون میشتو سیمو کې د مخلتفو ډلو او مختلفو اهدافو له امله د ښوونځیو دروازي د زده کوونکو په مخ وتړل شوی، ولي په نوموړو سیمو کې د اهل تشیع لیږکیو ښوونځي دانه چې ونه تړل شول بلکه د ښو اساسي ودانیو څښتنان هم شول.
زموږ د کلي ښوونځی څوځله وتړل شو او بیا به د لنډي مودې لپاره د خلاصیدو اجازه ورکول شوه، په ۲۰۰۶ کال کې د زده کوونکو په مخ داسي وتړل شو چې لا تراوسه یې هم کلیوال د خلاصیدو هلي ځلي کوي خو چا ورسره ونه منله، او په ۲۰۰۹ کال کې يې ودانۍ هم تخریب شوه. چې وروسته په همدي تخریب شوې ودانۍ کې بهرنیانو ځای ونیو، له هغه وروسته ملي اردو او اوسمهال پکې پولیس دیره دي.
د نادعلي ولسوالي اړوند د سیدآباد ښوونځی چې داهل تشیع په کلي کې دی د ملګرو ملتونو لخوا په اساسي ډول سره جوړ شو ټول وخت یې دروازه د زده کوونکو پر مخ خلاصه پاتي شوه.
ما پوښتنه کوله چې ولي زموږ په کلیو کې ښوونځي بند دي او په سید آباد کې څوک د ښوونځي سره کار نلري. ځینو کسانو ویل چې د ایران خوا پري بدیږي، له همدې امله ده چې د سید آباد ښوونځي سره څوک غرض نلري.
داچې ایران دغرب لخوا د طالبانو په ملاتړ تورن دی، نو معلومه خبره ده چې طالبان به دداسي پیښوپه کولو سره د ایران هیواد ملګري دلاسه ورنکړي.
ددي لپاره چې دشیعه او سني ترمنځ اختلافاتو او شخړو ته لمن ووهل شي نو ځکه ځینو مغرضو کسانو دپیښي پړه بې له کوم دلیل او ثبوت څخه په طالبانو او سني ډلو واچوله. ترڅو د سي آي اې(CIA) پلان عملي او کورنۍ مذهبي شخړي د عراق په ډول دلته هم پیل شي.
سږکال اهل تشیع وروڼو د عاشوری ورځي لپاره دومره ستر مراسم نیولي ؤ چې پخوا يې مثال نه ؤ لیدل شوی. دکابل ښار ټولي سیمي اهل تشیع تر پوښښ لاندې راوستي وي، هر ځای يې په تورو ټوکرانو پوښل شوي دروازې او دا رنګه لنډ مهاله د چای ویشلو کوچني کوټي جوړي کړي وي. د کابل ښار ټول څلورلاري چې په عام ولس پوري اړه لري او دسیاسي موخو لپاره استعمال يې بند دي، اهل تشیع په تورو ټوکرانو پوښلي ؤ او هغه یې قبضه کړي ؤ. د کابل جنوبي دروازه چې د میدان وردګ، غزني، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او هرات مسافرین له همدې لاري کابل ته ننوځي د کمپنۍ د پله دپاسه د تورو ټوکرانو دروازه جوړه شوې وه. دارنګه د کمپني څخه تر میرویس میدان پوري د سړک په منځ کې چې کومي د برق لکړي ولاړي دي د هري لکړي په سر سور ځانګړی بیرغ لګیدلی ؤ. د موټرانو ، موټرسایکلو او بایسکلونو په شااو مخ پوري لوی او واړه ځانګړي بیرغونه نښلول شوي ؤ. د اهل تشیع حسینه ځایونه د نورو کلونو په پرتله دا ځل د ډیرو مصارفو ښکارندوی ؤ.
دا هرڅه ولي او مصارف چا ورکول. د محرم په لسمه د موټرانو د لویو کاروانو جوړول او خلکو ته اذیت ورکول په کومه معنی، د محرم له اول څخه بیا دمحرم تر لسم پوري شپه او ورځ په حسینه ځایونو، موقتو د چاي ویشلو ځایونو کې په لوړ اواز د کیسټو ژغول او دنږدې اوسیدونکو په تکلیف کول د څه لپاره؟ کاشکي اهل تشیع وروڼو د قران کریم د قرائت کیسټونه ژغولای. او امید دی چې په راتلونکې کال کې به د قران کریم د تلاوت کیسټونه وژغوي.
د بلخ پوهنتون په مسجد کې چې اکثریت پکې اهل سنت محصلین دي او په مسجد کې اهل سنت لمونځ کوي، آیا اهل تشیع ته پکارؤ چې ځانګړي اختلافي مراسم پکې اجراکړي.
دکابل ښاردمیرویس میدان په سیمه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د عبدالرحمن بابا لیسه موقیعت لري، پدغه لیسه کې ټول د سرحدي ولایتونو زده کوونکي دي ، اکثریت کل زده کوونکې پکې پښتانه دي، او دپښتنو په لیسه سره پیږندل کیږي. اهل تشیع وروڼو د لیسې په ختیځه دروازه کې د چای ویشلو لنډمهاله په تورو ټوکرانو پوښل شوي کوټه جوړه کړی وه . آیا دلته د داسي یو ځای جوړولو اړتیا وه.
د لیسي زده کوونکو لخوا څخه د شپې لخوا اور ورته واچول شو، د اهل تشیع دغه ځای یې وسوځاؤ، سهار د اهل تشیع کسان راټول شول او غوښتل يې چې په لیسه یرغل وکړي، د لیسي زده کوونکو هم چمتوالی نیو ی چې مقابله وکړی، دواړو لورو د جګړي لپاره ځانونه برابرو ل چې پولیسو مداخله وکړه او نښته ونشوه، سبا ورځ بیا هم اهل تشیع ته منسوب کسان د لیسي په شاوخوا را ټول شوي ؤ ترڅو په په لیسه یرغل وکړي خو د پولیسو لخوا پرینښودل شول.
اهل تشیع بیا هم د عبدالرحمن بابا لیسي په دروازه کې چې د ډیرو ولایتونو زده کوونکې لري لڼدمهال په تورو ټوکرانو پوښل شوي دچای ویشلو کوټه جوړه کړه چې د پولیسو لخوا يې څارنه کیدله، آیا دوهم ځل جوړیدو ته اړتیاوه. که د زده کوونکو او اهل تشیع ترمنځ جګړه نښتي وای پایلي به یې څه وای؟ پاتي دي نه وي چې نوموړي دروازه د پولیسو لخوا دزده کوونکوپه مخ وتړل شوه او زده کوونکو لویځ لورته دروازه کاروله.
داټول پورته یاد شوي ټکي د پردیو په اشاره سره مذهبي شخړو ته لمن وهل دي، غرب غواړي چې په نړیواله کچه د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ جنګ پیل شي.
د اهل تشیع ځوانانو ته پکار ده چې دغرب لخوا فریب ونه خوري او د محرم د لسمي خونړۍ پیښي د سمي پلټني غوښتنه وکړي، په کابل کې د دومره زیاتو مصارفو کولو د سرچیني او ترلاسه کولو پوښته هم له خپلو سیاسي مشرانو څخه وکړي. دارنګه داپوښتنه وکړي چې ولي او د چا لخوا اهل تشیع ځوانان تشویق شول چې سړکونو ، لارو او کوڅو ته راووځي.
موږ ټول د اهل تشیع د وتلي او مشهور عالم محمد آصف محسني منندوي یو چې د عاشوری د ورځي یادونه تل له خرافاتو پرته په سم ډول په مشخص ځای کې کوي. او له مذهبي کړنو او مراسمو څخه سیاسي ګټه نه پورته کوي. هیله ده چې د اهل تشیع نور علما به هم د محسني صاحب په پل قدم کیږدي، او چاته به اجازه ورنکړي چې زموږ په هیواد کې مذهبي تاوتریخوالي ته لمن ووهي.
دایران حکومت له ډیره وخته هڅه کوي چې په سیمه کې شیعت ته وده ورکړي. په عراق، بحرین، لبنان، سوریه او افغانستان کې عملاً دشیعت د ودي لپاره کار کوي. د افغانستان اهل تشیع وروڼه هڅوي چې ښارونه ونیسي، ځمکي د ایران په پیسو له نورو څخه واخلي او خپل کوچني مراسم لوي وښيې، داډول په فرهنګي ،کلتوري او تعلیمي برخه کې زیاته مرسته ورسره کوي. موږ د ایران هغه مرسته چې د مذهبونو ترمنځ تاوتریخوالي په منظور کیږي په کلکه غندو، او د ایران هغه پالیسي چې په عراق کې یې د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ د شخړو په قوي کولو کې لرله دلته نشو منلای.
سي آي اې (CIA) غواړې چې په دغه ډول کړنو سره د افغانستان-پاکستان، افغانستان-ایران، پاکستان-ایران او دارنګه په بېلابېلو هیوادونو کې د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ اختلافات پیدا کړي او پایله دغه دوه مذهبي ډلي پخپلو کې سره وجنګوي.
موږپوهیږو چې د سي آي اې په مټ او ملاتړ ایران غواړي چې د شیعت خپرولو ته ادامه ورکړي، د امریکا او ناټو دوه مخي پالیسي او ددغي خبري د ریښتونوالي لپاره د عراق، یمن، لبنان، لیبیا او سوريې مسئله ښه مثالونه دي. په عراق امریکا برید وکړ، د ایران او ایران پلوه شیعه مشرانو په مرسته یې سني حکومت له منځه یوړ، په ځای یې شیعه حکومت رامنځته کړ، هلته يې د سني او شیعه ترمنځ جګړي پکار واچولي چې ترنن ورځي پوري دغه د تاوتریخوالي لړۍ روانه ده.
دليبیا په هیواد د ناټو هیوادونو ډیر ژر برید وکړ چې اکثریت اوسیدونکې يې اهل سنت دي، ښه اقتصاد او د نفتو پراخه زیرمي يې درلودلي. حکومت يې ورته خراب کړ، د کورنۍ جګړي لپاره یې زڼې ورته وکرل. د یمن حکومت چې د اهل سنت لخوا اداره کیدی دامریکا او ایران د ډول ډول فشارونو له امله يې پاچا اړ کړ چې استعفا وړاندي کړی. خو په سوریه کې چې ډیری اوسیدونکې يې اهل سنت دي او حکومت د اهل تشیع په لاس کې دي امریکا، ناټو او ملګري ملتونه هر ورځ د شیعه دولت لخوا د لسګونو ملکي کسانو د وژلو زغم کوي او تر دې دمه يې روښانه پالیسي د سوریې د پاچا اسد په وړاندي ونه ښودله، بل خوا ایران په ښکاره د سوریې هیواد له پاچا څخه ملاتړ کوي، په تیره اونئ کې داروپا اتحاديې اعلان وکړ چې خپل سفیر به بیرته سوریې ته لیږي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره د امریکا د سي (C) پلان وګورئ:
دامریکا سي پلان په عراق او افغانستان کې:
لومړی: عراق
1. اهل تشیع د اهل سنت، او هل سنت د اهل تشع په سیمو کې په یرغلګرو برید نشي کولای او نه هم یوه ډله بلي ته د اړتیا په وخت کې پنا ورکوي.
2. ددي په ځای چې عراقیان په بهرنیانو بریدونه وکړي، د دي پلان عملې کیدو په مرسته به پخپلومنځو کې جګړه کوي.
3. د اهل سنت او اهل تشیع په مقدسو ځایونو او زیارتونو دي بمي بریدونه ؤشي ترڅو دواړه ډلي یې پړه یو پر بل واچوي او دمذهبونو ترمنځ شخړي پیښي شي. دپلان د عملي کیدو لپاره د سي آي اې له لوري د امام ابو حنیفه رح او حضرت علي کرم الله وجهه زیارتونه هم تربرید لاندي راغلل.
4. په ټولو ښارونو، بازارونو او له ګڼې ګوڼې څخه ډک ځايونه کې دې بمونه والوزول شي، چې په عامو خلکو کې د يو بل پر وړاندې نفرت او کرکه وزيږوي.
5. د سي آى اې له خوا ګومارل شوې شيعه ډلې دې د سنيانو په کورونو يرغل وکړي او د هغوى پر ښځو باندې د تيري په پايله کې دې سنيان غبرګون ته وپاروي. همدغه ډلو په قتلونو، وحشتونو او ډله ييزو ظلمونو هم لاس پورې کړ.
6. د سنيانو تر نامه لاندې دې ورانکارې ډلې جوړ کړي، تر څو د مجاهدينو تر نامه لاندې هغه کارونه وکړي چې له امله يې دوى د خلکو له کرکې سره مخ شي.
7. د شيعه ګانو دغه ډلې دې بيا د پوليسو په چوکاټ کې راوستل شي، ترڅو په رسمي چوکاټ کې هم خپلو دغو اسلامي او انساني ضد کړنو ته دوام ورکړلاى شي.
په عراق کې د سي آي اې (CIA) پلان ښه کار ورکړاو هلته دوي وکولای شوی چې دغه پلان په سم ډول سره پلي کړي، داچې په افغانستان کې هرڅه له عراق سره توپیر لري نو دلته چې اهل تشیع لیږ دي، په لومړي سر کې سي آي اې وغوښتل چې د پښتو ژبو او دري ژبو ترمنځ جنګ پیل شي او د قومي او ژبني تاوتریخوالي لپاره يې هر ډول هلي ځلي وکړي، ونه تواندیل چې دغه جګړه عملا ونښلوي، اوس غواړي چې لومړی یې له اهل تشیع او اهل سنت څخه د مذهبونو د تاوتریخوالي په نوم پیل کړي چې د ایران لاسوهنه هم پکې له پامه نه غورځول کیږي او وروسته به کورنۍ جګړه پیل شي ځکه وار له مخه يې قومي او سیمیزي ملیشي د اربکیانو په نوم جوړي کړیدی.
پاي
۱۹ لیندۍ ۱۳۹۰