د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسحاق ګیلاني ... (شهید ډاکټر نجیب الله دي خدای وبخښي)

نظرمحمد مطمئین 26.11.2011 11:31

سیاست درواغ ویلو ته وایې، او دخلکو څخه ناسمه ګټه اخستل چې په هر ډول کیدای شي، د ولس او خلکو غلطولو ته سیاست وایې.
سیاست په ريښتوني ډول د ولس او خلکو خدمت کول او د الله جل جلاله د احکامو او اوامرو تطبیقولو ته وايې.
د سیاست پورته دوه تعریفونه مې د هجرت د وخت په مدرسه/مکتب کې د لسم ټولګي په پیل کې اوریدلي ؤ. په لیسو کې د اسلامي سیاست په نوم مضمون زده کوونکوته لوستل کیدی، چې اسلامي سیاست څه ډول سیاست ته وايې او له کفري سیاست سره یې توپیر څه دی.
په هغه وخت کې مې له ډیرو زده کوونکو څخه اولنی تعریف اوریدی، او هغوی به ویل چې سیاست درواغ ویلو ته وایې. د خپلي خبري د سموالي لپاره به يې یو درجن دلایل وړاندې کول، او په نړۍ کې د اسلامي هیوادونو سیاستونه به يې د خپل تعریف دتائيد په ډول بیانول. په پای کې به يې وویل چې دا سمه ده اسلامي سیاست درواغ ویلو او دولس او خلکو غلطولو ته نه وايې خو اوسمهال اسلامي سیاست نشته او نه يې هم څوک کاروي، ځکه چې په اسلامي سیاست او رښتیا ویلو کې ددوي ګټي زیانمني کیږي.
ځینو زده کوونکو به بیا ویل چې د جهاد دوخت د تنظیمونو سیاست اسلامي سیاست دي، ولس او خلکو ته رښتیا وايې، د ولس څخه په سم ډول کار اخلي، او دارنګه مجاهدینو، د شهیدانو د کورنیو او مهاجرو خدمت کوي، جهاد افضل عمل ګڼي او د الله عزوجل د احکامو او امرونو تطبیقول غواړي.
زه خپله هم پدې اند وم چې اسلامي سیاست رښتیا ویلو او په سم ډول د خلکو خدمت کول او د الله عزوجل په ځمکه د الله عزوجل احکام جاري کول دي.
زموږ ولس د روسانو له یرغل سره سم په هیواد کې د ننه په تش لاس د کمونسټي نظام (روسانو، خلقیانو،پرچمیانو، شعله جاوید او نورو چپي ګوندونو) په مقابل کې جهاد پیل کړ، ولس مو له سختو ستونزو او کړاونو سره لاس اوګریوان شو. هرې مسلماني کورنۍ غم ولید، د روسانو او د هغوی د ګوډاګې حکومت لخوا مو وروڼه زخمیان او یاهم شهیدان شول. پلرونه مو ژوندي تر نن ورځي ورک او لاهم ندې معلوم چې هغوي به څومره کړاو سره شهیدان شوي وي، ژوندي به تر خاورو لاندي ښخ شوي وي، او که بې يې لاشونه په دښتونو کې لیوانواو دښتي ځناورو خوړلي وي. د طالبانو د نظام څخه مخکي او ددوي په لومړيو کلونو کې هم لیږ داسي تصور کیدی چې دغه ژوندي ګمنام او ورک مجاهدین به اوس هم د روسيې په زندانونو کې د کړاو او زجر ژوند تیروې، او کیدای شي چې دکومي ورځي سیاسي معاملي لپاره به روسانو ساتلي وي. خو دغه تصور هغه وخت نفي شو چې د طالبانو د مشرتابه لخوا څخه په ولایتونو او مرکز کې د ټولو ژوندو ورکو شوو مجاهدینو فاتحه واخستل شوه.
د ډیرو دغه ډول ورکو ژوندو مجاهدینو کونډیانو لاهم د خپل خاوند د راتګ په هیله شپي او ورځي سبا کولي، او د هغوی ځوانې میرمنې په دي هیله وي چې له خپل خاوند او جهاد سره یې جفا نه وي کړي، د بل خاوند ټاکل يې د خپل ژوند د ملګري، جهاد او هجرت سره جفا بلله. طالبانو فتوی صادره کړه چې دغه د ژوندیو ورکو شوو مجاهدینو میرمني حق لري چې ځانوته د ژوند نوي ملګري وټاکې او نور د یواځیتوب ژوند ختم کړي.
زه ډیری داسي میرمنې پیژنم او د لیکني په وخت کې مې د هغوي بد حالت ، د هغوی یتیمان، د هغوی د هجرت د وخت ستونزي او کړاوونه او د هغوي ښکلي ځوانې چې ټول يې د جهاد د عزت او برم لپاره وکړل په تصور کې راځې. موږ اوس هم په هر کلي کې دداسي میرمنو بیلګې لرو چې کمونستانو يې په لومړي ورځو کې خاوندان ژوندي له کوره پدې نوم چې اشرار (مجاهد) يې وایستل او ترنن ورځي ورک دي، ولي میرمني يې په کړاو او ستونزو کې لاهم پدي هیله چې کیدای شي ژوندي به وي ژوند تیروي.
له دغه سپیڅلو میرمنو او د هغوی له ورکو مجاهدو خاوندانو سره موږ ټولو په خپل وار سره جفا وکړه. او ددغه ټولو ناخوالو او بد مرغیو ګوته تر ټولو لومړی کمونستانو ته نیول کیږي. چې زموږ سپیڅلي ځوانان يې د پردیو (روسانو) د ټانکو نو په بدرګه کې له کورنو ژوندي وایستل، د خاد په ریاستونو کې يې په ژوندوني د لاس او پښو د ګوتو نوکا ن ورڅخه وایستل، په ژوندون يې په سترګو نیزي ور چخ کړي، برقي جټکي يې په ژوندون ددوي بدن ته ورکړي. د بدن اندامونه (پوزه او غوږونه) يې په ژوندون ورڅخه پرې کړل او د پلچرخي د دوزخي زندان مزه يې پري وکتله.
او بیا هم ددغه ژوندیو ورکو شوو او د هغوی له سپیڅلو میرمنو سره د جهاد د وخت رهبرانو جفا وکړه چې نه يې د ورکو مجاهدینو د تبادلي لپاره او نه هم د هغوی د ژوند او یا مرګ معلومولو لپاره کافي هڅي وکړي.
کله چې مجاهدین کابل ته ننوتل او کمونسټ نظام له منځه ولاړی، د حضرت مجددي له دوه میاشتو جمهوري ریاست څخه وروسته استاد برهان الدین رباني په تخت کیناست، د جهاد د وخت ډیری رهبران هم په قدرت او واک کې ورسره شریک شول. نه داچې د کمونستانو له لوړپوړو پاتي شوونو کسانو څخه يې د ورکو شوو مجاهدینو پوښتنه وکړه، د افغان ملت د عقیدي او باور په خلاف يې دغه پاتي شووني په ډول ډول زړورو نومونو او مډالونو ونازول او یو ځل بیا یې د قدرت او واک ساتلو لپاره په حکومت او خاص ډول استخباراتو او نظامي ځایونو کې ښي دندي ورکړي.
د روسانو سره يې اړیکي سمي کړي دهغوی د تیری په وخت کې ټولي خرابۍ او ټول هغه ناوړه کړه د مسلمان ملت د وژنو او بې کوره کولو لپاره چې یې سرته رسولي ؤ، زموږ بشپړ کلي چې یې له خاورو سره برابر کړي ؤ، زموږ بنسټیز تاسیسات چې یې له منځه یوړل دا ټول یې په لاس کې د قدرت او واک ساتلو په خاطر روسانو ته معاف کړل.
دغه لویه جفا چې د مجاهدینو د حکومت لخوا د ورکو شوو مجاهدینو او د هغوی د سپیڅلو میرمنو او کورنیو سره وشوه هیڅکله هم د بخښني وړنده.
په هیواد کې د کمونسټي نظام د راتګ سره سم د مسلمان ملت وژنه، نیونه، ځورونه او په زور له کوره وتل پیل شول. دغه وحشتناکه او خونړۍ پیښې دومره په چټکي سره عملي کیدلي چې افغان ملت يې هیڅ توقع نلرله.
ډاکټر نجیب چې د خاد (استخباراتو) رئیس او د کمونسټي نظام وروستنی جمهور رئیس ؤ، دده د خاد ریاست په وخت کې (دجهاد په لومړیو وختونوکې) د هرات باشهامته او مومن ولس ملي پاڅون وکړ، کمونسټي نظام يې له ړنګیدو او له منځه تلو سره مخ کړ، د هرات ډیری سیمي د پاڅون کوونکو تر ولکي لاندي راغلي، کمونسټانو د روسانو څخه د بمبارد او نظامي مرستي غوښتنه وکړه، د همدغه نجیب لخوا د پاڅون کوونکو د وژلو او بمبارد کولو امر ورکول شو، چې د روسا نو د بمبارد او د هغوی د بړیڅو لخوا څخه په ډیره بې رحمي سره په یوه ورځ کې نږدې ۲۴۰۰۰ څلورویشت زره د هرات متدین اوسیدونکې په شهادت ورسیدل. انا لله و انا الیه راجعون.
د نجیب د خاد د وخت د ظلمونو د روښانتیا لپاه یواځي همدغه پورته پیښه کفایت کوی (مشت نمونهْ خروار است)، داچې دخاد په پټنځاینو کې د مجاهدینو سره کوم ډول ظلمونه وشول، په ډیرو مقالو او کتابونو کې لیکل شوی دی.
روسانو او د هغوی بړیڅو زموږ د مومن ولس تر دوه میلیونه زیات وګړي په شهادت ورسول، او دارنګه تر یو میلیون زیات يې راته معیوب (ګوډ، ړانده، دچا لاس نشته، دچا پښه نشته او دچا هم غوږ او یاد بدن نور اعضا نشته ) کړل. دغه جنایتونه کمونسټانو او روسانو په ګډه وکړل.
زموږ دجهاد رهبرانو به پېښور ، اسلام آباد او کویټه کې وخت په وخت شانداره غونډي او کنفرانسونه جوړل او ځوانان يې د جهاد لپاره هیواد ته ستنیدو ته تشویقول، او موږ تر لسو زیات کلونه له روسانو او د هغوی له بړیڅو سره وجنګیدلو (زه د روسانو او د هغوی له ګوډاګیانو سره ټولو حقیقي جنګیدونکو مجاهدینو ته احترام لرم او ددوی له برکته زموږ ځوانان مسلمان پاتي شول، دغه احسان یې باید ځوانان هیر نکړي، او ټول هغه کسان چې له روسانو او دهغوی له ګوډاګیانو سره په جنګونو کې شهیدان شوی دی الله عزوجل دې د بدر د شهیدانو درجه ورکړي)، د سپیڅلي جهاد له برکته ډیری رهبران د ښو شتو خاوندان هم شول. ټول نه، ولي ځینې داسي جهادي رهبران هم شته چې دجهاد په دوارن کې یې د کور کوم غړی (ځوی، ورور او لمسی) ندی وژل شوی او نه هم زخمی شوی. الله دي دوی ته هدایت نصیب کړي.
د لړم په ۱۲مه، ۱۳۹۰ سهار د پکتیکا د مدني ټولني لخوا د قصرزرین صالون کې د سولي په اړه غونډه جوړه شوی وه، په غونډه کې دپارلمان وکیلانو، سناتورانو، والیانو ، سیاسي او علمي څیرو ګډون کړي ؤ.
سید اسحاق ګیلاني چې د پکتیکا ولایت څخه په ولسي جرګه کې وکیل دی او د پکتیکا خلک اوس هم ده او ددوی کورنۍ ته خاص عقیده او احترام لري او ددوی د کورنۍ هر غړی د پیر صاحب په نوم یادوی، د خبرو لپاره بلنه ورکول شوه.
اسحاق ګیلاني تر ټولو لومړی وویل چې ډیر خوشحاله یم چې نن پدې صالون کې د ملي یووالي ښکاره نښي وینم د مخلتفو عقیدو او مختلفو نظرونو لرونکي کسان یو دبل په څنګ کې وینم، مثال يې ووایه چې د هیواد تکړه منل شوی او پیږندل شوی جهادي او علمي شخصیت مولوي ارسلان رحماني نن زه د هیواد د تکړه لیکوال، سیاسي ، علمي او پیږندل شوي او پوه شخصیت سلیمان لایق سره یوځای څنګ په څنګ ناست وینم (وايې پز پرې کړی شرم نه لري).
اسحاق ګیلاني لدې وروسته وویل چې شهید ډاکټر نجیب الله دي خدای وبخښي (نوبیا ولي او د څه لپاره تا او پیر موږ له خلقیانو او پرچمیانو سره د مجاهد په نوم جنګولو، موږ ته مو ویل چې قدمونو ته مو ملایکي وزرونه ږدي، ستاسي د قدم خاوره او دوړه فضیلت لري او د جهاد په وخت کې ستاسي په بدن لګیدلي ګرد او دوړي به د دوزخ له اور څخه ستاسي بدن ته نجات ورکړي، که شهید شوی، نو د کورنۍ د ۷۲ کسانو شفاعت جنت ته د ورتګ لپاره کولای شي. او دارنګه تا او ستا پیر وویل چې خلقیان او پرچمیان کافران دي ددوی مرګ روا دي او تر هغو دوی ووژنئ ترڅو چې اسلامي نظام په افغانستان کې راشي، دوی مردار دي ، خبیث دی او دوزخ به یې ځای وي، پرون دي ماته مجاهد او شهید وایه، د خلقیانو او پرچمیانو مړو ته دي د ... نوم کارؤ، نن کوم لامل دی چې زما شهیدان د تیرو جګړو په دوارن کې له منځه تللي یادوي او دخلقیانو او پرچمیانو مشران شهیدان بولې) چې کله جمهور رئیس شو نو د سولي لپاره یې ډیر هلي ځلي وکړي خو موږ چانس له لاسه ورکړ، او سوله مو ونکړه او لا تر اوسه هم جنګ دوام لري، هدف یې داؤ چې هغه وخت لا باید له نجیب سره سوله شوی وای او یو ګډ حکومت جوړ شوی وای.
زه د اسحاق ګیلاني د سولي د خبرو په اړه څه نه وایم، د سولي او دي ته ورته خبري د سیاسي کسانو لخوا ټول درواغ او د ملت غولول دي، د دوی له خولي په دغه ډول خبرو باندي اعتبار کول بیا هم اشتباه ده، دوی هغه څه غواړي چې ددوی د قدرت او واک بقا پکي نغښتي وي، زه ګیلاني دي کلیمي چې (شهید ډاکټر نجیب الله دي خداي وبخښي) لیکني ته وهڅولوم ترڅو ملت او مجاهدینو ته ددوی دوه مخیزه څیره، د واک او قدرت لیوالتیا او سیاسي معامله ګري روښانه شي.
سلیمان لایق د خپلو خبرو په وخت کې په تیرو خپلو اعمالو باندي د ټولو ګډونوالو په وړاندې خپله ملامتیا او ناسمه کړنه ومنله، هغه وویل چې موږ له سرو مښوکو سره راغلو ملت مو وځاپه، ملت مو دربدره کړه، په هغه وخت کې هم زه د روسانو له راتګ سره موافق نه وم خو په هغه ډله(خلقیانو او پرچمیانو کې ) وم او له ډلي سره مې یو ځای د روسانو د راتګ سره د موافقي لپاره لاس پورته کړی دی. او اوس هم وایم چې موږ لویه تیروتنه وکړه، افغانان ازاد او په خپلواکي مین خلک دي، پردي او بهرنیان نشي منلای او زغملای. موږ خو خپله ملامتیا او تیروتنه منو خو زه ګیله لرم چې هغه خلک چې دا اوسني بهرنیان (د امریکا په مشري ناټو) یې راوستلي دي لاهم خپله تیروتنه نه مني او لاهم نه پوهیږي چې زموږ ملت د بهرنیانو شتون نه مني او په خپلواکي مین خلک دي د پروني (روسانو) او نني (امریکا) ترمنځ فرق څه دی. زه خو یې فرق نه وینم، او پکار داده چې ملت ته ازادي او خپلواکي ورکول شي.
اسحاق ګیلاني ته هم پکار وه، که دی په خپل جهاد، هجرت او دده په ګوند کې د شهیدانو وینو ته وفادار نه يې ، او د نجیب سره یې یوځای کار کول خوښول، او د کمونسټانو سره یوځای ژوند يې ښه باله، دهغه وخت سوله کې ژوند کول یې چانس له لاسه ورکول بلل، لکه چې یې وویل (شهید ډاکټر نجیب الله دي خدای وبخښي) همداسي به يې نر غوندي د سلیمان لایق په څیر داهم ویلي وای چې زموږ جهاد له کفارو سره تیروتنه وه او موږ د افغانستان مسلمان ملت وغولاؤ، هغوي مو ددي لپاره وجنګول چې موږ قدرت او واک لاسته راوړو. امریکا او ناټو دي هیڅکله هم زموږ له هیوادڅخه نه ؤځي که دوی ووتل بیا به زموږ واک او قدرت ته زیان ورسیږي (د پیر صاحب لور فاطمه ګیلاني د سري میاشتي سکرټر جنراله د کابيني غړې، دپیرصاحب زوم ډاکټر انوارالحق احدي د اقتصادوزیر او اسحاق ګیلاني د پارلمان غړی دي او ددوی دکورنۍ او ګوند ډیر کسان په ښو دندو ګمارل شوی دی)، او موږ د ناټو او امریکا په شتون کې د مقاومت کوونکو سره داسي سوله غواړو چې د واک او قدرت په لرلو سره د بهرنیانو غلامي وکړو دهغوی باداري ومنو .
دشهید د کلیمي د کارولو اړوند د لا زیات معلومات لپاره لاندي لینک کتلای شئ.
شهيد!!؟.docx
پای