د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

CIA که ISI کوم یو به يې ګټي؟

نظرمحمد مطمئین 13.12.2011 21:59

د کونړ ولایت په سرحدي سیمو د پاکستان له خاوري د جرګې تر جوړیدو وړاندې توغندي چا وارول او دکوم هدف لپاره ؤ، آیاپه رښتیاهم امریکايې جاسوسان نه پوهیدل چې د توغندیو د را ویشتلو ځای کوم دی؟
ولي تر جرګې وړاندي د ایران له خاوري څخه د افغانستان د نیمروز ولایت اړوند سرحدي سیمو باندي توغندي را وشړل شول؟
اوله دي ټولو پیښو وړاندي د جرګې دجوړیدو له اوازو سره یوځای ولي په ډیرو ولایتونو کې د ملکې خلکو موټران په ماینونو ور برابر او ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته؟ داکار طالبانو وکړ، دولت او که ناټو چې په سرکې يې امریکا ده؟
دعاشوری په ورځ د چاودني پیښه چې دلشکر جنګهوي العالمي ویاند يې پړه په غاړه واخستله، افغانستان، ایران، امریکا او ملګرو ملتونو يې بې له څیړنې په یوه خوله پړه پرپاکستان واچوله چې پاکستان د ثبوت غوښتنه وکړه،وروسته د لشکرجنګهوي لخوا رد شوه، او بیا هم مجهول کس د لشکر حنګهوي افغاني ډلي د مشرپه توګه دپیښي پړه په غاړه واخستله، چې مسئله يې نوره هم شکمنه، او معلومیږي چې په پیښه سره بهرنیو استخباراتو غوښتل چې د مذهبونو، افغانستان-پاکستان، افغانستان-ایران او پاکستان-ایران ترمنځ اختلافات نورهم زیات کړي. دغه پیښه او دې ته ورته نوري پیښي ولي له هغه وروسته چې دودیزي لويې جرګې د امریکا سره د ستراتیژیک تړون ملاتړوکړ صورت نیسي؟
د دودیزي لویې جرګې ترخلاصیدو وروسته ډیر ژر امریکايې چورلکو د پاکستان پر پوځي پوسته بمبارد وکړ، پایله ۲۴ تنه پاکستانې پوځیان مړه او په لسګونو نورپکې زخمیان شول. دا کومه پوسته وه او ولی امریکايې چورلکو په نښه کړه، ولي یې دغه کار د جرګې تر پریکړو وروسته وکړ؟
پاکستان په کوم جرئت او د کوم لامل لمخي د امریکايې قواو لخوا دمومندو ایجنسي کې دپاکستاني پوځیانو له وژلو وروسته لاندي سختي پریکړي وکړي.
۱-دناټو د لوژیستکې کاروانو پرمخ د تورخم او چمن سرحدي دروازي بندول. او ټول ګاډي له پیښي وروسته ډیر ژر درول او نه پريښودل چې د نوموړو دروازه څخه د افغانستان خاوري ته واوړي. او بالاخبره د نامعلومو کسانو لخوا ډیر موټران له موادسره یوځای سوځول.
۲-په بلوچستان له امریکا څخه د شمسي هوايې اډي بیرته اخستل او امریکایان ورڅځه ایستل.
۳-په بن کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون.
۴-دافغانستان او پاکستان سرحدي پولوکې او داډول په مرکزي سطحه استخباراتي معلومات له امریکا سره نه شریکول.
۵- د جنرال اشفاق فرویز کیاني له لوري سرحدي پاکستاني پوستو ته په شریکه پوله د پوځ د مشر له اجازي پرته د مقابلو سپکو او درنو ډزو اجازه ورکول .
۶-په سرحدي پوستو کې په شریکه پوله د پاکستاني پوځیانو مشران د سلا مشورو لپاره یې اسلام آباد ته ورغوښتل.
۷-په شریکه پوله د پاکستان لخوا د هوايې دفاعي رادارسیستم او هوايې دفاعي نظام قوي کول.
۸-دپاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولي او مذاکراتوپریکړه او تائید.
۹-دارنګه د پاکستان له لوري د امریکا لپاره د سفیر حقاني ګوښه کول.
۱۰-د افغانستان او جرمني په شمول د پنځلس هیوادو څخه د پاکستاني سفیرانو اسلام آباد ته غوښتل، له امریکا او اروپاه سره په راتلونکې کې په اړیکو خبري کول.
امریکا او ناټو چې په افغانستان کې له ستونزو سره مخ ده، بل خوا یرغلګر قوتونه هم یوبل ته ريښتوني ندي، او ددوي خپلمنځي اختلافات په افغانستان کې وخت په وخت ښکاره شویدی. چې ډیر دغه ډول اختلافات او یوبل ته نه ریښتینوتوب په هلمند ولایت کې د برطانوي او امریکايې پوځیانو ترمنځ ولیدل شو.
په ۲۰۰۵ کال کې د برطانې او امریکا مخالفت د کرزي په سر په ډاګه شو، برطانیې خپلي ګټي د کرزي په موجودیت کې نه لیدلي او د بوش اداري د کرزي څخه ملاتړ کاؤ.
په ۲۰۰۶ کال کې برطانیې پلان جوړ کړ چې ۹ جنوبي ولایتونه باید طالبانو ته وسپارل شي ترڅو د حکومت موازنه سمه شي. ځکه پدغه وختونو کې د دولت ډیر زیات واک له شمالي ټلوالي سره ؤ. برطانيې فکر کاؤ چې طالبان به دا ومنې چې د ۹ جنوبي ولایتونو واک په بشپړ ډول دوی ته ورکول شي. طالبانو د برطانیې وړانديز رد کړ او د یرغلګرو قواوو په موجودیت کې یې پدې اړه له هر ډول خبرو کولو څخه ډډه وکړه، او دایې د هیواد دتجزيې لپاره پلان وباله. په همدي وخت کې برطانيې خپل جاسوسان د پاکستان سرحدي سیمو خاص ډول جنوبي او شمالي وزیرستان ته ولیږل. او غوښتل یې د پرمختیايې پروژو په نامه په نوموړو سیمو کې خپل جاسوسان ځای په ځای کړي او په راتلونکې کې کار ورڅخه واخلي. خو ونه توانیدل.
طالبانو ته په واک ورکولو سره برطانيې غوښتل چې د کرزي حکومت کمزوری کړي او د ځان په ګټه حکومت په افغانستان کې را منځته کړي.
د طالبانو لخو څخه د برطانيې د وړاندیز نه منلو وروسته د برطانيې لخوا داسي طرحه جوړه شوه چې کرزی مجبور کړل شي ترڅو واک پریږدي. هغوی تراوسه لاهم نه پوهیږي چې افغان مشران چې یو ځل قدرت ته ورسیږي بیا په مرګ واک پریږدي او له هغه راديخوا به ستونزمنه وي چې پخپله خوښه او بې له وینو تویدو څخه واک له لاسه ورکړي.
د کرزي د حکومت د کمزوره کیدو لپاره برطانیې ډول ډول کارونه ترسره کړل. د حکومت د اداري فساد، اختلاس، پخوانیو جنګسالارانو د واک او داډول د نشئي توکو زیاتوب خبري یې په نړیواله سطحه د رسنیو له خولي خپري کړي. د اکسفام نړیواله موسسه چې د برطانیا بشپړ ملاتړ لري جنجال پاروونکې راپورونه د کرزي د حکومت د کمزورتیا لپاره خپاره کړل. د دي ټولو هڅو سره سره برطانیا ونه توانیده چې کرزي ته مهم او ځواکمن ګواښ پیښ کړي. ځکه د امریکا حکومت چې په سر کې یې بوش ؤ دکرزي ملاتړ کاؤ. او د انګریزانو خبري ته يې زیاته پاملرنه نه کوله. ددي خبري ثبوت لپاره تاسي د افغانستان حکومت او برطانیا هغه راپورونه وګورئ چې کله اسدالله وفا د هلمند والي ؤ او د برطانیا له پوځیانو سره یې مخالفت راغی، برطانویان يې تورن کړل چې طالبانو ته مالي مرسته ورکوي. پایله داشوه چې برطانیا خپل تر ټولو لوړ دنده لرونکې برطانوی د افغانستان د حکومت د فشار له امله له افغانستان څخه وایست. او اسدالله وفا هم د کابل اداري تبدیل کړ او په ځای یې د برطانویانو په خوښه انجنیر محمود د انجنیر ابراهیم انډیوال د هلمند والي وټاکی. والي انجنیر محمو په ډیر لیږ وخت کې د برطانویانو سره ښي اړیکي ټینګي کړي او اړیکې دي حد ته ورسیدي چې په ارګ کې ځیني کسان وبیریدل داسي نه چې انجنیر محمود ددوی ځای ونیسي او انګریزانوته تر دوی هم زیات مطرح شي. لنډه موده وروسته انجنیر محمود دهلمند ولایت څخه ګوښه او په ځای يې اوسنی والي ګلاب منګل لښکرګاه ته واستول شو. ګلاب منګل برطانویانو ته دومره ځان نږدې کړ چې اوس د کرزي صاحب هم زور پري نه رسیږي. په ۲۰۰۸ کال کې ښاغلي کرزي وغوښتل چې ګلاب منګل لدې امله لیري کړي چې دده امر نه مني او دهلمند خلک خاص ډول ملاشیرمحمد او دهغه ملګري هم ورڅخه خوشحاله ندي، د کرزي صاحب د ګلاب منګل د ګوښه کیدو فرمان صادر او په ځای يې ملا شیرمحمد اخند ته د هلمند د والي مکتوب صادرشو. خو د برطانویانو له سخت مخالفت سره مخ شو او خبره دي ته ورسیده چې د برطانیې حکومت کرزي ته ګواښ وکړ که هلمند ته ملاشیرمحمد آخند واستوي نو دوي به خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي. کرزی مجبور شو او صادرشوي مکتوبونه ترنن ورځي پوري همداسي پټ وساتل شول.
برطانیې پلان درلود چې طالبانو ته سیمي د کرزي دحکومت څخه جلا او هلته طالبان خپل ازاد حکومت جوړ کړي، کله چې طالبانو رد کړه دوهم قدم کې يې پلان ؤ چې د کرزي حکومت کمزوری کړي او پایله يې په ځای ددوي د خوښي نوی حکومت رامنځته کړي . او په دریم قدم کې که ددوي مخکنی پلان کار ورنکړي په کرزي کودتا ؤشي او کرزی له منځه یوسي.
انګریزان چې په اول او دوهم قدم کې خپل هدف ته ونه رسیدل، داسي ګنګوسي وي چې اوس به د کرزي په حکومت کودتا کیږي او کرزي به له منځه وړل کیږي.
ښاغلي کرزي هم په کابینه کې وخت په وخت تغیرات راوستل او د استاد عبدالرب رسول سیاف په مرسته وتوانیدی چې شمالي ټلواله په ډلو وویشي چې دشمالي ټلوالي د ویش او دهغوی په منځ کې د اختلافاتو پیداکولو له برکته د کرزي حکومت له کودتا څخه وژغورل شو. بله هیڅ لاره نه وه پاتي بې لدې چې کرزي ووژل شي او له منځه یووړل شي. ځکه برطانیې نه پخوا او نه هم اوس د کرزي په موجودیت کې خپلي ګټي ویني هغوي هڅه کوي چې خپل دخوښي وړ کس د جمهور رئيس په توګه راولي.
دبرطانیې او افغان حکومت اختلافات او ناندرۍ هغه حد ته ورسیدل چې افغان حکومت او شخصاً کرزي د برطانيې حکومت د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهلو تورن کړ. او په برطانيې يې تور ولګاؤ چې دافغان حکومت د کمزوره کیدو هڅي کوي. او تر ټول ناندریزه مسئله شمال ته دشپي لخوا په الوتکو کې د نامعلوم هیواد لخوا څخه سلاح وړل او هلته یې ویښ ؤ.
داچې انګلستان او پاکستان له لویه سره اود تاریخ په اوږدو کې ښي اړیکې درلودلي دي، او په پاکستان کې اوس هم د انګریز د وخت قانون برلاسی دي او د عامو خلکو په خوله داخبره کیږي چې په پاکستان کې دانګریز قانون چلیږي. انګلستان د خپل ملګري هیواد پاکستان د ISI په مرسته وتوانید چې په افغانستان کې د لوړپوړو چارواکو سره اړیکې ونیسي ، دبرطانیې او امریکا له خپل منځي اختلافاتو او درانګه دافغان حکومت له کمزورتیا څخه طالبانو ګټه پورته کړه او د ۱۳۸۷ کال د ثور د اتمي نیټي دمجاهدینو د بریالیتوب ورځ د ۴۹ یرغلګرو هیوادو د پوځیانو په شتون کې د لمانځني په مراسمو کې وتوانیدل چې په جمهور رئیس مرګوني برید وکړي. دکرزي مړه بیا هم زورور ؤ او لدغه خونړي برید څخه روغ رمټ ووت خو د د ولسي جرګې غړې فضل الرحمان څمکني خپل سر پکې وخوړ. د کرزي د وژني پلان دومره دقیق جوړ شوي ؤ چې په ۱۰۰٪ کې ۹۰٪ د هغه د وژلو امکان شونی ؤ. خو د نښه ویښتونکې طالب ګولۍ خطا شوه او ډیر ژر امریکايې پوځیانو د طالبانو په لور سخت مخامخ برید او ګوزار وکړ، د کرزي ساتونکو د سترګو په رپ کې هغه تر آرګ پوري ورساؤ چې له هغه مهاله تراوسه بیا کرزی صاحب چا په عامو غونډو او لمانځني مراسمو کې ندی لیدلی.
داچې زموږ د هیواد په جګړه کې متحدین ورځ تربلي یو په بل بد ګمانه کیږي او جګړه غزیږي، اروپاه ستړي شویده، د امریکا د ولس ډیر برخه په افغانستان کې د جګړي د بندیدو غوښتنه کوی. بل خوا د امریکا اقتصاد مخ په ځوړ روان دی، او په روان کال کې يې د اقتصادي ودي ګراف او پور اخستلو سټنډرډ یوه درجه راکښته شو چې دغه د امریکا اقتصادي رکود او دچین اقتصادي پرمختګ هم د افغانستان له جګړي سره مستقیماً رابطه لري.
برطانيې په عراق کې هم هڅه وکړه چې امریکایان له ستونزو سره مخ شي. امریکا پوه شوه چې جګړه ورته اوږدیږي او له ستونزو سره مخ کیږي، له عراق څخه يې د برطانوي عسکروتروتلووروسته ډیر ژر دخپلو عسکرو دوتلو اعلان وکړ.
په سیمه کې د پاکستان جوړیدل او پدغه نوم د نوي هیواد رامنځته کیدل په ۱۹۴۷م کې د لومړۍ ورځي برطانیې په خپله ګټه باله او اوس هم پاکستان ته دخپلو ګټو د ساتني په سترګه ګوري.
برطانیا د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژک تړون سره مخالفت لري او نه غواړي چې دآسیاپه زړه او دغه اساسه سیمه کې دي امریکا دایمي نظامي اډي ولري. له کله چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د تړون خبره کیږي زموږ هیواد له نوروډیرو ډول ډول بدمرغیو سره لاس او ګریوان دی.
کال واړندې د اربکیانو په نوم قومي ملیشي جوړي شوي چې په سیمه کې یې ډول ډول ظلمونه پیل کړل، بیرته یې هیواد یوځل بیا نویمو ۹۰ کلونو ته بوت، د اربکیانو یوه قومندان دروان کال د روژي میاشت په وروستۍ اونۍ کي دمارجي ولسوالي د کیمپ په سیمه کي درې طالبان ویښتلي ؤ دهغوي څخه یو ژوندی او زخمي ؤ خو اربکیانو يې پښه او لاس ورمات کړي ؤ ، درې واړه د ژوندي زخمي طالب په شمول يې په رنجرموټر پسي تړلی ؤ او د مارجي ولسوالي د کیمپ په بازار کي یې د خلکو په وړاندې دننداري په ډول ګرځول.
دا ډول د شوری ګانو په نوم په ولسوالیواودولایتونو په مرکزونوکې د دولت او امریکا د پرمختیايې موسیسي په مرسته دولت پلوه او امریکایانو ته دمنلووړ شوری ګاني جوړي شوي. چې پایله يې موږ په دودیزه لویه جرګه کې ولیدله چې ټولو په یوه خوله د امریکا او افغانستان ترمنځ د نابرابر او شرموونکې تړون څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
پاکستان چې هر وخت ویل چې دامریکا سره زموږ مرسته او انډیوالي مجبوریت دی، امریکا ته د طالبانو او عربانو سپارل زموږ مجبوریت دی، امریکا ته په پاکستان کې هوايې اډي ورکول زموږ مجبوریت دی او بالاخره له امریکا سره د افغانستان په جنګ کې مرسته کول زموږ مجبوریت دی.
د امریکا لخوا د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو لخوا بمبارد کول،هلته د بې ګنا او ملکي خلکو وژل او د پاکستان لخوا څخه يې مخالفت نه کول او په پټه خوله هر څه منل هم د پاکستان مجبوریت ؤ. د پاکستان په لاهور ښار کې د سي آي اې د جاسوس لخوا څخه د دوو پاکستانیانو چې یو يې د آی ایس آی کارکوونکي ؤ وژل او دامریکا لخوا دعوه کول چې امریکايې کس دیپلوماټ دي خو وروسته دامنل چې په سرحدي سیمو کې يې د امریکا لپاره جاسوسي کوله، د امریکايې جاسوس روغ رمټ اوسلامت ایله کول او امریکا ته ستنیدل د پاکستان هیواد مجبوریت ؤ. دپاکستان عام ولس ډیري نعري وکړي چې پاکستان دي دجاسو س دخوشي کولو په بدل کې د پاکستانۍ ډاکټر عابدي له امریکايې محبس څخه ازادیدل وغواړي خو پاکستان جرئت ونکړ. يوه ګټه يې وکړه چې دامریکايې جاسوس څخه يې ډیر اسناد ترلاسه کړل. او ډیر هغه پلانونه او پروګرامونه لاسته ورغلل کوم چې امریکا د پاکستان لپاره درلودل. چې وروسته به يې وڅیړو.
امریکا په کابل کې د جرګې له جوړیدو مخکي همدغه مجبور هیواد پاکستان ته امر وکړ چې د افغانستان په سرحدي سیمو راکټونه وویلي. پاکستان د کونړ ولایت په سرحدي سیمو زیات شمیر راکټونه را وشړل چې دهمدغو راکټونو له امله د څو کلیو اوسیدونکي د کورونو پريښودو ته مجبور او خپلي سیمي يې پریښودلي. د پاکستان له خاوري څخه را شړل شو توغندیو مالي زیان هم د سیمي اوسیدونکو ته واړاؤ. د راکټونو بریدونه دومره زیات شول چې د ختیځ زون دسرحدي پولیسو قومندان جنرال عتیق الله امرخیل يې د ناوسي له امله مرکزي حکومت ته خپله استعفی اعلان کړه.
امریکا غوښتل چې پدغسي کړنو سره د افغانانو ذهن ګمراه کړي او د امریکا په ګټه د تړون لپاره لار هواره او دخللکو ذهنونه تیار کړي. د امریکا معاش خورو سیاسي پوهانو هم رسنیو کې دي خبري ته ښه زور ورکړی ؤ چې که افغانستان له امریکا سره ستراتیژک تړون لاسلیک نکړي نو موږ به ګاونډي هیوادونه تهدیدوي او دګاونډیو هیوادونو په مقابل کې به هر وخت کمزوري یو. هره ورځ او شپه به د امریکا سره دستراتیژک تړون د لاسلیک او منلو په اړه له تلویزونو او راډوګانو څخه د غرب پلوه سیاسي پوهانو لخوا مرکي او د تړون ګټي(ددوی له نظره) د عام ولس د غلطولو په منظور خپریدلي.
په هرات، کندهار، هلمند، ننګرهار، پکتیکا او ځینې نورو ولایتونو کې یو پله بل پسي د ملکي خلکو د سپارلي موټران په ماینونو وختل او ګڼ شمیر بې ګناه ملکي کسان او مسافر پکې په شهادت ورسیدل، حکومت او امریکا يې پړه په طالبانو واچوله خو طالبانو رد کړه. ډیری افغانان پدې نظر دي او پوهیږي چې دا ډول پیښي د تړون د منلو په منظور کیدلی، ترڅو په عام ولس کې د مقاومت کوونکو سره نفرت زیات او عام ذهنیت دي ته چمتو شي چې د امریکا او افغانستان د نابرابر او شرموونکې تړون څخه ملاتړ وکړي.
پاکستان د سرحدي پوستو څخه دافغانستان په خاوره د راکټونو په راشړلو کې ښه اخلاص وښود او امریکا سره چې يې د اسامه بن لادن د شهادت په پیښه کومه ستونزه راغلي وه غوښتل يې له همدې لاري يې نرمه کړي.
د هیواد په لویدیځ دنیمروز ولایت اړوند سرحدي سیمو کې هم زموږ په خاوره د نامعلوم ځای څخه راکټونه راوشړل شول (کیدای شي د سي آي اې د پلان د تطبیق لپاره په حکومت کې دننه کسانو د امریکا په سلا او مشوره دا کار کړی وی). چې ولایتي اداري او سرحدي پولیسو يې پړه پر ایران واچوله، خو ډیر ژر کرزي رد او له رسنیو څخه یې وغوښتل چې دا ډول خبرونه نور بس کړي او نشر یې نه کړي. ښاغلي کرزي وویل چې زموږ له څیړنو سره سره موثق شواهد نشته چې ګاونډي هیوادونه دي زموږ په خاوره راکټونه را شړی. خو لدي مخکې د دولت جګپوړو کسانو ویلي ؤ چې پاکستان زموږ په خاوره توغندي راشړي.
هو! د پاکستان په آیبټ آباد کې د امریکايې چورلکو لخوا د اسامه بن لادن شهادت او هلته د امریکايې پوځیانو جګړه کول هم د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو خرابیدو مهمه پيښه ګڼل کیدای شي. که څه هم د امریکاجمهور رئیس اوباما د پاکستان له جمهور رئیس آصف علي زرداري او دپاکستان له حکومت څخه په همهغه سهار مننه وکړه. خو داچې د پاکستان دپوځ او استخباراتي اداري آی ایس آی لخوا څخه دغه پيښه د پاکستان په خاوره تیری وبلل شو. دامریکا-پاکستان او دارنګه د ملکي حکومت، پوځ+آی ایس آی ترمنځ يې ستونزي پیداکړي.
دپاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري خو دومره ویریدلي ؤ چې د امریکا د بحري قواوو د مشر مایک مولن ته يې پیغام لیږلي ؤ او د پوځ لخوا څخه د کودتاکولو ترڅنګ يې له هغه څخه غوښتي ؤ چې د پاکستان پر پوځ فشار راوړي ترڅو کودتاه ونکړي (شرم دي چې دپاکستان جمهور رئیس د امریکا د بحري قواوو له مشر څخه پخپل پوځ د فشار راوستو غوښتنه کوي).
ددي جریانو په منځ منځ کې په افغانستان کې څو مهمي پيښي هم وشوي. البته د اسامه بن لادن تر شهادت وروسته.
1. په کابل کې په انټرکانټینینټل هوټل د طالبانو لخوا برید، چې ګڼ شمیر بهرنیان پکې ووژل شول.
2. د میدان وردګو ولایت د تنګي په سیمه کې د امریکا د خاصو ځواکونو چورلکه د طالبانو لخو څخه وویشتل شوه چې دامریکا دخاصو ځواکونو ۳۱ تنه پکې مړه شول. ویل کیږي چې پدې مړو کې ځیني هغه کسان هم ؤ چې د اسامه بن لادن د شهادت په عملیاتو کې يې برخه اخستي وه.
3. په کابل کې دامریکا په سفارت باندي راکټي حمله چې یوه ورځ او شپه يې دوام درلود، طالبانو ادعا وکړه چې ګڼ شمیر بهرني او کورنې عسکر په حمله کې ووژل شول. خو دولت د مرګ ژوبلي راپورونه درواغ وبلل. د امریکا د سفارت کارکوونکو او عیني شاهدانو د مرګ ژوبلي راپورونه تائید کړي ؤ.
4. دمیدان وردګو ولایت د سیدآباد په سیمه کې د بهرنیانو په پوځي آډه کې دموټربم چاودنه چې نږدې ۷۰تنه بهرنیان پکې مړه او لدي زیات پکې ژوبل شول.
داډول نوري پيښي هم وشوي چې امریکا ددي ټولو پيښو پړه د حقاني په ډله ورواچولي او پاکستان يې تورن کړ چې د حقاني ډلي ملاتړ کوي او په پاکستان کې يې ځای ورکړی دی.
کله چې لویه دودیزه جرګه خلاصه شوه، د حکومت لخوا څخه له ولایتونو او ولسوالیو څخه را غوښتل شوو کسانو د امریکا سره د ستراتیژک تړون ملاتړ وکړ. نور نو امریکا زموږ په خاوره د پاکستان له لوري د راکټونو را ویشتلو اړتیا نه لرله، ويې غوښتل چې پاکستان ته د غوږتاو ورکړي او متوجه يې کړي چې د حقاني ډلي دملاتړ او په افغانستان کې د امریکايې پوځیانو په قرارګاوو د برید غچ ورڅخه واخلي.
امریکا په ۲۶/۱۱/۲۰۱۱ نیټه د پاکستان په سرحدي پوسته برید وکړ، امریکايې چورلکو بمبارد وکړ او د پاکستان ۲۴ تنه سرحدي عسکريې ووژل او همدومره يې زخمیان کړل.
پاکستان چې وار د مخه لا په امریکا بد ګومانه شوی وه، په لاهور کې د امریکايې جاسوس ډاټا يې ترلاسه کړي وه او دپاکستان په اړه د امریکا پالیسي ورته معلومیدله، داډول برطانیه هم پاکستان په شاه ټکوي چې د امریکا د ماتي او کمزوره کیدلو وخت رارسیدلی دی. اوس نو باید پاکستان د يو ښه لوبغاړي کردار ولوبوي.
ISI چې د امریکا په خاصو ادارو کې په لوړه کچه جاسوسان لري، هغوی هم پاکستان ته خبر ورکړ چې د امریکا پالیسي د پاکستان د ګټو په خلاف او بلاخره امریکا غواړي چې د خپل رقیب برطانيې د کمزوري کولو او دهغوی د پلان د مخنیوي لپاره پاکستان په پوځي، استخباراتي او اقتصادي برخو کې وځپي او پدې ډول يې کمزوری ، پایله د پاکستان اټومي بټۍ پخپل کنټرول کې واخلي.
داچې ISI په امریکا کې د ننه جاسوسان لري د دي خبري د تائید لپاره يې هغه لیک ښه بیلګه ده چې په امریکا کې د پاکستان د سفیر لخوا د آصف علي زرداري د مرستي غوښتني پیغام يې د امریکا د بحري قواوو مشرته په ناپوهي سره د ISI د کارکوونکي په لاس ولیږی. د پاکستان پوځ او استخبارات په خپل وخت خبر شول خو د لازم اقدام لپاره يې انتظار وایست.
اوس چې پاکستان ډاډه شویدی چې امریکا (سي آی اې) غواړي ددغه هیواد استخبارات، پوځ، کمزوری او سرحدونه يې نا امنه کړي، په لویو ښارونو کې يې ګډوډي او چاودني وکړي، د مذهبونو، قومونو، لیږکیو او ډیرکیو ترمنځ تاوتریخوالی او جګړي پیل کړي. د امریکا د سخت دښمن هند هیواد ملاتړ او مرسته نظرپاکستان ته ډیره کوي. داډول د افغانستان لخوا امریکا ته د دایمي اډول منل چې پاکستان یې خپلي خاوري ته تهدید بولي. او نه غواړي چې دغه تړون دي عملي شي.
بل خوا برطانیه چې له پاکستان سره نږدې دوستانه اړیکې لري او هر وخت يې په سیمه کې د پاکستان له موجودیت څخه ګټه اخستي ده، اوسمهال غواړي چې د پاکستان په مټ امریکا په افغانستان کې ماتې وخوري ترڅو په نړۍ کې نور د امریکا د سترقوت نغاره ونه ډنګیږي او داډول په افغانستان کې هم برطانیا او پاکستان د طبعي زیرمو څخه د ګټي ترلاسه کولو کې ونډي ته لیواله دي، دا ډول له همدې لاري منځنۍ اسیا ته د لاري پیداکولو لپاره غواړې چې حد اقل دوی ته یو دمنلو وړ حکومت رامنځته شي.
د پورته تحلیل او څیړني په نظر کې نیولو سره پاکستان نور مجبور ؤ او ددوی په آند نور نو داوخت رارسیدلي ؤ چې د امریکا ګټو او د امریکا خطرناکي پالیسي ته په پاکستان کې پای ورکړي.
که پاکستان د امریکا د لوژیستکي کاروانونو مخه افغانستان ته بنده کړي، په سرحدي سيمو کې له CIA سره خپل معلومات شریکول بند او یا لیږکړي، د امریکا جاسوسان له پاکستان څخه وباسي، د امریکا بې پېلوټه الوتکو ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه وکړي، او د پاکستاني طالبانو سره د امریکا په مقابل کې سوله وکړي، د افغان حکومت سره خپل استخباراتي او سیاسي اړيکو کې کموالی راولي (چې بیلګه يې د بن په کنفرانس کې نه ګډون بللای شو)، دا ډول به په راتلونکې کې پاکستان له دغه هیواده افغانستان ته په راتلونکو توکو (صادراتو) کې هم په ډول ډول پلمو کموالی راولي.
برطانیا او پاکستان به په ګډه په افغان حکومت کې دننه هڅه وکړي چې حکومت کمزوری او په حکومت کې دننه د امریکا او حکومت په خلاف ډلي پیدا کړي.
داچې د امریکا او افغانستان د ستراتیژک تړون سره د سیمي ډیری هیوادونه مخالفت لري،برطانیا، جرمني، چین، روسیه، داروپا ځیني هیوادونه، پاکستان، ایران، هند، او عربي ممالک، ټول به په ګډه د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره پاکستان وهڅوي چې د امریکا په مقابل کې دا ډول سخت دریځ خپل کړي، او نوموړي هیوادونه به د وخت په تیریدو سره په پټه د مقاومت کوونکو سره مرستي پیل کړي.
پاتي دي نه وې چې له ناټو او افغان حکومت سره جنګیدونکي او د مقاومت ډلي به هم له دغه ډول حالت څخه مثبت ګټه پورته او هڅه به وکړي چې له ذکر شوو هیوادونو سره به اړیکې جوړي او دهغوی مالي او نظامي مرستي به ترلاسه ، چې په نتیجه کې به مقاومت کوونکي ډلي قوي او حکومت به کمزوری، ناټو او امریکا به د لازیات ستونزمن حالت سره مخ شي.
که پاکستان اوسنۍ پالیسي ته دوام ورکړي او فکر نه کیږي چې روسیه به دامریکا سره د لوژستکي لارو په ورکولو کې ریښتونې وي، داډ ول که حالات د اوسمهال په شان د امریکا په زیان او د مقاومت په ګټه دوام وکړي او مقاومت کوونکي ډلي خپله حوصله دلاسه ورنکړي، نو ډیره لیري نده چې د CIA او ISI دخپلمنځي اختلافاتو له برکته به نړۍ زموږ په هیواد کې د امریکا او ناټو د شرمیدونکې ماتي شاهد وي.
پای
۲۱ لیندۍ ۱۳۹۰