د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا پوځي اډې او نابرابر تړون

نظرمحمد مطمئین 30.10.2011 15:05

ويل كېږي چي فرانسيس ويندرل د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استاځي په خپلي هغي غونډي كي چي په سويس كي ئې د قبرس د غونډي له استازو سره درلوده، هغوى ته وويل: يو هېواد د افغانستان په خلاف د نظامي عملياتو او له همدې لاري د مخكني پاچا د راوستلو اراده لري. پكار ده تاسو د روم له بهير سره ملګرتيا وكړئ او په دې قطار كي ځان ته مناسب ځاى ترلاسه كړئ. د همدې خبري له كولو نه څو دقيقې وروسته چا اطلاع وركړه چي په نيويارك كي انفجارات شوي.
د ويندرل له دغو اظهاراتو څخه معلومېږي چي امريكايانو‏ لا دمخه د داسي عملياتو اراده كړې وه، د نيويارك او واشنګټن بريدونو دا عمليات څو اونۍ رامخكي كړل او دوى ته ئې ښه پلمه په لاس وركړه.
امریکا په ډیرو هیوادونو په بیلا بیلا بهانو حملي کړی او بیا یې هلته پوځي اډې جوړي کړې دي چې زه یې ځينې نمونې ستاسو مخي ته ږدم.
دامریکا د سوداګرو، ډیپلوماټانو او جاسوسانو تجارتي او نظامي بیړۍ د اتلسمي پیړۍ په وروستیو (دامریکاد متحدوایالتونو ترجوړیدو لږ کلونه وروسته) دمنځني ختیځ او افریقا په شمال کې څرګندي شوی. او د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د افریقا دمسلمانانو په وړاندي د یرغلونو پیل وکړ.
پر طرابلس (لیبیا) د امریکا یرغل:  په ۱۸۰۰ ع کال امریکا د سمندري لوتمارو سره د مبارزي اړتیا په پلمه د مدیتراني لویدیځي برخي ته ننوتل او له  ۱۸۰۱ تر ۱۸۰۵ ع یې د طرابلس پر ضد جګړه پیل کړه.  په مصر کې د طرابلس دواکمن شړل شوي ورور حامد کرمانلي د امریکا په پیسو د لنډغرو څخه د جوړ سوی پوځ او د امریکا د سمندري ځواکونو ، دامریکایي بیړیو او توپونو په مرسته د دیرنه ښار ونیو او دامریکا بیرغ یې پري اوچت کړ، په دي ډول  په لومړي ځل سره د امریکا د تیري پلان په لیبیا پلي شو.
د طرابلس ښار نیولو ته اړتیا پیښه نشوه ځکه ددغه ځای واکمن یوسف کرمانلي چې ډیر بیریدلی ؤ په بیړه د افریقا په شمال کې د امریکا د عمومي قونسل بالیر سره داسي تړون لاسلیک کړ چې دامریکا لوري ته زښت زیات ګټور ؤ ، پدي توګه په منځني ختیځ کې د امریکا لومړۍ ښکیلاکي جګړه پای ته ورسیده او لومړنی نابرابره تړون د طرابلس پر مسلمانانو وتپل شو.
پر المغرب  د امریکا یرغل:  امریکایې کپتانانو خپلي بیړي د المغرب په ستر بندر طنجه کې ځای په ځای کړې، او د ۱۸۰۴ ع کال د اکتوبر په میاشت کې یې  طنجې ته لنډ پیغام واستاوه « سوله غواړۍ که جګړه؟»، دالمغرب خلک چې د امریکا لخوا پر لیبیا تیرې بیرولي ؤ ، د امریکاد احتمالي تیري له امله اړشول چې د امریکا سره داسي تړون لاسلیک کړي، چې د ۱۷۸۷ ع کال تړون اوږد او ځیني نور د امریکا په ګټه او د المغرب په زیان شرایط هم پري وتپل شي.
پر تونس د امریکا یرغل:  د امریکا سیاسي استازي له ۱۸۰۴ تر ۱۸۰۵ ع کال پوري یول لړ تحرکات پکار واچول چې د تونس واکمن  اړشول  چې هغه  د ۱۸۰۵ ع کال د جولای په میاشت  کې  له هیواده وشړي. امریکا چې  بهانه غوښته نو د ۱۸۰۵ ع کال د اګسټ په لومړۍ نیټه یې د راجرس ترقوماندي لاندې امریکایې بیړیو ته د تونس د بمبارولو امر وکړ. دتونس ښار په ډیره بې رحمي سره بمبار شو، راجرس دتونس واکمن ته  یو تړون ولیږی او د تونس واکمن ته ګواښ شوی ؤ چې یواځي د تړون په لاسلیک کولو سره هیواد د امریکا له بمباریو څخه ژغورلای شي. پدې ډول د امریکا او تونس نابرابر تړون لاسلیک او امریکایې بیړیو ته زښت زیات امتیازونه ومنل شول.
د عمان سره د امریکا تړون:  له ۱۸۲۳ ع کل څخه امریکا د مسقط (اوسني عمان) د واکمن سلطان سعید بن سلطان سره  اړیکې ټینګي کړې او  ددواړو هیوادو ترمنځ  د سلو کلونو په اعتبار لرلو سره یو تړون لاسلیک شو، په تړون کې امریکایانو ځانګړي امتیازونه او حقونه ورکول شول  او اجازه ورکول شوه چې  په عمان کې یوشمیر قونسلګرۍ پرانیزي ترڅو د همدغه قونسلګریو د لاري څخه په خلیج کې خپل نفوذ ته وده ورکړي.
په ۱۹۸۳ ع کال کې  قابوس د عمان   آمر امریکا ته ولاړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړون ۱۵۰مه کلیزه په پرتمینو مرسمو ولمانځل شوه. د همدي تړون لمخي  اوسمهال هم پدي کوچې هیواد کې د امریکا څلور اډې (د مصیره ټاپو، مسقط، مطرح او دهرمزد څنډي په  خصب کې) شته. د همدي څلورو هډو سربیره د عمان په سمندر کې د امریکا  دبیړیو او لوتکو ستري بیړۍ ولاړي دي.
په ۱۸۲۳ ع کال کې ورته تړون د تایلنډ سره لاسلیک شو، له نوموړي تړون څخه امریکا د هند په سمندرکې له نفوذ کولو څخه ګټه پورته کړه. او په ۱۸۳۵  ع کال امریکا د ختیځ هند د سمندري ځواکونو بنسټ کیښود ترڅو د افریقا د شمال ختځ پر مسلمانانو زور راوړي او همدارنګه د اندونیزیا د ځینو ټاپوګانو په هکله خپل نیواکي پلانونه پلي کړي.
د اسیا د سهیل ختیځ پرمسلمانانو د امریکا یرغل: د اتلسمي پيړۍ په نوي یمه لسیزه کي د امریکا واکمنو د اسلامي نړۍ په ختځ کي د اندونیزیا په هیواد کې د لاسوهنو او نفوذ کولو هڅي پیل کړې.
امریکایانو د ډیر بیو مرچو او نورو توکو په بدل کې د سیمي اوسیدونکو ته د ترکیې تریاک او د امریکا وییکي (یو ډول شراب) پیل کړل. چې  له امله یې په سیمه کې زهري ناروغۍ په چټکتیا سره خپرې شوې او دخلکو مړینه  اوج ته ورسیده.  چې دغه  او دېته ورته چاري د سوماترا د شمال لویدیزو سیمو د خلکو د ناخوښۍ لامل شوې. امریکایانو خلک شخړو ته ولمسول او پایله د نولسمي پیړۍ په دیرشمو او څلوښتمو لسیزو کې د امریکا سمندري ځواکونو د سوماترا د ټاپو د ساحل پر سیمو او د اندونیزیا پر ډیرو نورو ټاپوګانو باندي سختي بمبارۍ وکړې.  چې ددغه بمباریو له امله ډیر مسلمانان شهیدان د کولاباتو ښار په بشپړ ډول سره ویران شو.
امریکا کوشش وکړ چې د کالیمانتان د ټاپو شمال لویدیځ ساحل خپله مستعمره کړي، او د سولو په مجمع الجزایر کې خپل مورچل ونیسي، ترڅو د چین، فلیپین او اندونزیا سوداګریز اړیکي تر خپلي ولکي لاندي راولي.
په ۱۸۴۲ع کال  د شپږو بیړیو یو ستر سمندري سفر آمر  ایچ ولکس وتوانیدی چط د سولو د مجمع الجزایر په واکمن داسی سند لاسلیک کړي  چې پکې لیکل شوی ؤ (زه محمد د سولو سلطان ژمنه کوم جې د امریکا د متحدو ایالتونو له ټولو هغو بیړیو، د بیړیو د آمرانو او کارکوونکو چې زما ترواک لاندي ټاپوګان وني په بشپړه توګه  ملاتړ کوم). چې د همدغه تړون له امله امریکایانو ته پر شمالي کالیمانتان د نفوذ کولو لار نوره هم پرانستل شوه. ولي انګریزانو یې ژر  د ځینو نورو ټاپوګانو په خپلولو سره مخه ډب کړه.
د ۱۸۵۰ ع کال د جون په ۲۳مه کې په سینګاپورکې دامریکا  ځانګړي استازي د برونای د سلطان عمر علي سره د (دوستۍ، سوداګرۍ او سمندري چلند کنوانسیون) لاسلیک کړ چې له امله یې د امریکا د فابرکو خاوندان، سوداګر او د بیړیو څښتنان په دغه سلطنت کې  له ځانګړو حقوقو څخه برخمن شول.
د تړون څخه وروسته  په ۱۸۶۵ ع کال کې  موزس په برونای کې د امریکا د دایمي قونسل په توګه وټاکل شو، او ویې کولای شول چې له سلطان څخه د صباح په نوم د پراخه سیمي امتیاز ترلاسه کړي. د همدي موزس په ټینګار او هڅو ټاري امریکایې د سلطان لخوا د امبونګ او مارودو  د راجا په توګه وټاکل شو، چې پدي ډول  سره څه دپاسه ۱۴۰ کاله وړاندي  امریکا په دغه اسلامي سیمه کي خپله مستعمره تاسیس کړه او نورو ټاپوګانو ته یې هم لاسغځوني پیل کړي.
په نړۍ كي د امريكا پوځي اډې :
     امریکا په نړۍکې د پوځي او سمندري اډو څخه هغه كار اخلي چي پخوايې له مستعمرو څخه اخيست. له دې امله په ټوله نړۍ كي دغه په اټومي ميزايلو او نورو مهلكو وسلو سمبالي خپرې اډې په خپلو شرايطو په زياترو هيوادونو كي ځاى پر ځاى سوي دي. د شوروي اتحاد د له منځه تلو سره سره امريكا د بهرنيو اډو جوړولو سره مينه لري او په دې هلو ځلو كي تر ټولو وړاندي درومي.  د دغو اډو په مټ امريكا د يوه نړيوال ويني زبېښونكي شوم موجود بڼه غوره كړې ده.
 د يوې شمېرني سره سم یو مليون او اتیا زره امريكايي پوځيان ( په دغو كي غير پوځي عمله هم شامله ده) په بهرنيو هيوادونو كي ځاى پر ځاى سوي دي. د يوه دفاعي رپوټ سره سم د نړۍ په يوسل یو دېرشو (۱۳۱) هيوادونو كي د امريكا (۷۳۷) پوځي اډې سته. په دغوكي څلورڅلوېښت زره،اته سوه، اويا باركونه، هنګرونه، روغتونونه او دفترونه جوړ سوي دي. پر دې سربېره د امريكايي پوځيانو لپاره څلور زره، اته سوه، څلور څلوېښت كرايي كورونه اخيستل سوي دي.
د امریکا د یو ميليون او اتیا زروڅخه یې څلورسوه زره ځمکني ځواکونه ،درې سوه شل زره سمندري پوځيان ،١٤٠ زره سمندري ټوپک لرونکي او درې سوه زره هوايي ځواکونه دي چې د ((ملګروملتو دنظامي اډودپراختياټولنې))چې په دې وروستيو کې جوړه شوې ،د شمېرو له مخې د امريکا نظامي اډې چې د نړۍ په هېوادونو کې دي ،ددې هېوادونو په ټوليز ډول ١٥ ميليارده جريبه ځمکه نيولې ده،ددې ټولنې د خبر له مخې اوس مهال امريکا ١٢٠ زره ځواکونه په اروپايي هېوادونو کې ٢٥٠ زره په منځني ختيځ ،٩٠زره ځواکونه په لرې ختيځ او دنورې نړۍ په هېوادونو کې او په ځانگړي ډول په افريقا کې مېشت دي .
  پر دې اډو سربېره امريكا الوتكي وړونكي بېړۍ  په نړۍ كي په سمندري ګزمه بوختي دي. له دغو بېړيو څخه د كټي هاك، انټر پرايز، جان ايف كنېډې، نميټز، آيزن هاور، ټيوډور روز ويلټ او نورو د ګزمو او ګرځېدو راګرځېدو په هكله خبرونه په زياترو ورځپاڼو كي راځي. دغه الوتكي وړونكي بېړۍ په اټومي طاقت چليږي. خو په اټومي ځواك خوځېدونكي اوبتلونه له دغو پرته دي. د امريكا دفاعي رپوټ په ۲۰۰۳ع.كال هغه اډې چي په كوسوو، افغانستان، عراق، اسرايلو، كويت، كرغيزستان، قطر، او ازبكستان كي يې ځاى پر ځاى كړي دي په شمېر كي نه دي راوستي .
امريكا په عراق كي د اناكونډا كمپ په نامه يو كمپ پرانيستى دى چي په پنځه ويشت مربع كېلومتره مځكه كي جوړ سوى دى. (اناكونډا د سهيلي امريكا يوه غټ ښامار ته وايي چي پر خپل ښكار را تاويږي او هغه وژني ). د انا کنډاڅخه ماسوا  دغسي شپږ نورو كمپونه هم لري. په كويت غوندي واړه هيواد كي امريكا په (۱۶۰۰) مربع ميله مځكه كي پوځي اډې اچولي دي.
      د ختيزي اروپا په رومانيه، پولينډ او بلغاريه كي هم د امريكا پوځي اډې جوړي سوي دي. په جرمني كي له دوهمي نړيوالي جګړې راوروسته تر اوسه پوري د امريكا پوځيان اوسي. پاكستان هم د امريكا  هوايي ځواكونو ته ځيني مځكنۍ اډې په واك كي وركړي دي. د جاپان په اوكي ناوا كي له دوهمي نړيوالي جګړې څخه تر اوسه پوري امريكايي بېزونه پراته دي
      په جيبوتي غوندي واړه ملك كي هم يوزر، اته سوه امريكايي پوځيان موجود دي. دغه راز يمن امريكا ته پوځي آسانتياوي برابري كړي دي. ( يمن د هند په سمندركي د ”سوقطره“ په نامه د پوځي ارزښت درلودونكى ټاپو د امريكايانو په واك كي ور كړى دى). امريكا د دوهمي نړيوالي جګړې په بهير كي د سعودي عربستان په ظهران كي هوايي اډه جوړه كړه. بياكله چي عراق پر كويت بريد وكړ تر نيم مليون زيات امريكايي سرتېري سعودي عربستان ته ورغله او د دغه هيواد له خاوري څخه يې د نظامي اډې په توګه ګټه واخيسته.ولي د عراق په دوهمه جګړه كي سعودي عربستان امريكايا نو ته د دغه هډو د استعمالولو اجازه ور نه كړه، له دې امله امريكايي پوځيان له دغه ځايه ووتل. ځكه نو اوس د سعودي عربستان په ګډون ټول منځنى ختيځ د امريكا تر عتاب لاندي راغلى دي. ( خو د” امريكه دنيا كا سب سي بړا دهشتګرد “په (۸۱) مخ كي ليكي چي په سعودي عربستان كي په زرګونو امريكايي پوځيان، تر نيم درځن زياتي امريكايي هوايي اډې او (۳۳۵) جنګي الوتكي موجودي دي.
زموږ په هیواد کې یې له خپل یرغل سره سم د نظامي هډو پراختیا هم پیل کړه، چې تر ټولو غټې اډې یې د هلمند ولایت اړوند و شورا او په کابل کې د بګرام اډې یادولای  شو. د شوراو هډه چې  د امریکا د راتګ څخه لیږ وروسته یې کار پیل شو تر نن ورځي جریان لرې او شننوکې پدې نظر دي چې دغه هډه امریکا د منځنۍ اسیا او خاص ډول ایران ته د تهدید اوپه راتلونکې له همدې ځایه د نظامې عملیاتو په منظور جوړوي.
دبګرام پوځي هډه هم یوه له سترو هډو څخه ګڼل کیږ، همدارنګه د شینډنډ، کندهار، مزار، ننګرهار، کونړ ، کندز، پکتیا او خوست کې هم امریکا سترې اډې جوړې شوې، چې د ځینو کارونه بشپړ او ځیني تر کار لاندې دې .
د امريکا د نړيوال  امنيت د  ځواکونو د وياند  وين شانګز د وينا له مخې ، امريکا  په ٢٠٠٩ زېږديزکال کې په  افغانستان کې ٤٠٠مرکزونه درلودل اوپه ٢٠١٠ کال کې دولس نور مرکزونه هم پرې ورډېر شول.
زه په اخر کې وایم چې امریکایان او د افغانستان اوسنې واکمنان باید دسیمې  او ګاونډیانو د حساسیتونو په نظر کې نیولو سره د ستراتیژیک تړون او یا اعلامیې تر نامه لاندي د داسي پریکړو کولو حق ځانته ورنکړې چې دافغان ملت او سیمې هیوادونو د ناخوښې او ملتونو ته دمنلو وړ نه وې او یواځې  د زور او بډو په قوت سره یې شونتیا وې.
د امریکا ټول تړونونه د تاریخ په اوږدو کې یوطرفه او نابرابر تړونونه دې چې یواځې د زورورې خوا ( امریکا) غوښتنې په نظر کې پکې نیول شوی دې. او د افغانستان سره تړون به هم نابرابر او دامریکا په ګټه او امریکا ته د ډیرو زیاتو امتیازونو او حقونو په ورکولو ولاړ وي.
زما دمعلوماتو لمخې کله چې په  ۸  سپټمبر ۲۰۱۱ کې ډاکټر سپنتا د ښاغلي حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن ته په تړون کې د دوو ټکو د زیاتونې (اول داچې امریکا به زموږ له هیواده څخه دسیمي هیوادونو ته خطر او ګواښ نه وې او دهغوي په خلاف زموږ خاوره نشي استعمالولای، دوهم داچې زموږ د امنیت لپاره به امریکا یومعلوم رقم ډالر مشخص کوي) وړاندیز وکړ، امریکایانو دانه چې ونه منل په ډیره سپکتیا او بې عزتې یې سپنتا را رخصت او دهغه ډیر زیات ډپلوماتیک توهین یې وکړ.
د امریکا سره ددایمي او لنډ مهال تړون مخالفت یواځي دانه چې افغان ملت یې کوې، دسیمي  زورور هیوادونه لکه هند، چین، روسیه، انګلستان، ایران او همدارنګه پاکستان، ترکیه او عربي  هیوادونه یې هم مخالفت کوي.
د جرمنې  په نړیوال امنیتي کانفرانس کې چې کومو کسانو ګډون کړی ؤ، هغوی وایې چې ملګري ملتونه او اروپا هم  په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډومخالف دي.
داچې ټوله سیمه او هیوادونه د داډول شوم او کرغیړن تړون مخالفت کوي، نو حتمي ده چې داډول تړونونه به د افغانستان او سیمي ستونزي ډیري کړي او کمې به یې نکړي. چې د هر ډول ستونزو ډګر به بیا هم زموږ هیواد وي او زموږ مظلوم افغانان به ورڅخه کړیږي. نو نه ښایې چې جمهور ریس کرزی او دده ډله د ځان او قدرت دبقا لپاره او دارنګه د لويې جرګي په نوم  را ټولیدونکي خلک افغان ملت په ستونزه کې واچوي او په سیمه کې د ستونزو دلا پراختیا عاملین شي او داډول نابرابر تړون او شرمونکې معامله وکړي.
نوټ: معلومات له ځینو کتابونو او بريښنايې پاڼو څخه را ټول شوی دی.
پای