د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستراتیژیک تړن که د ای،اس،ای په تابوت وروستی میخ ؟

شهیر 15.11.2011 17:17

له تیرو دیرشو کالو د ګران افغانستان حالات ټولو افغانانو ته ښه ښکاره دي. خلقیان او پرچمیانو هغه سیستم چې له څو لسیزو وتلو وروسته هم په شوروي کې تر ۵۶٪ زیاتو خلکو ونه مانه په یوه کال کې په افغانانو د منلو کوښښ وکړ. چا د مخالفت حق نه درلود مګر دا چې ځای یې پل چرخي یا هم د آمو سیند وی.

د ملک او جاګیردار ظالم څخه د خلکو ځمکه اخیستل ښه کار و خو دا فکر یې نه و کړی چې دا ملک به چیرې تښتي او که نه. همغه و چې اول کې همدغه ملکان پاکستان ته وتښول او له هغه ځایه یې د ملا په وسیله د خلکو زامن دې ته وهڅول چې افغانستان کې جهاد وکړي. خلقیانو او پرچمیانو په ځای ددې چې قدرت خوشی کړي دخلکو په وژلو او ځورولو یې پیل وکړ. پدې توګه په آخر کې پنځه وقته مونځ کولو، بې ، بې ، سي آوریدل هم کافي و چې سړی تر پل چرخي ورسوي. د کابل ډانګیان، پدر آزار مادر آزار او د پوهنتون ناکامان یې د خاد غړي کړل هغوی بیا د خپلو لوچکیو لپاره سمه رسمي دنده تر لاسه کړه او په خلکو یې ظلمونه کول پيل کړل. ددغه پالیسو په ترڅ کې هغه غریب خلک چې کمونیستانو یې د ژوند سمولو هیله درلوده هم فراري کړل او پاکستان او ایران ته لاړل. هلته نو د زړو ملکانو تله نوره هم درنده شوه. په نامه کمونیستانو ( د هغه پوچ کمونیزم بلا د هم دوی ته ور واړي) نور وطن په اور واړوه او هغه ټانګ، الوتکه چې د همدغه غریب په مالیه اخیستل شوي و د همدغه غریب په ضد استعمال کړل. کلي کورنه، پټې.. یې بمبار کړل، په زرهاو خلک یې ووژل او په آخر کې یې روسان هم راوستل.

په عین حال کې پاکستان ته هم وقت په لاس ورغی او د مهاجرو افغانانو مغزونه یې دومره ومینځل چې د اوبو بند، سړک، پول پول چک، تعمیر، د برق او تلیفون پایه، ښونځي، روغتون، دولتي مامور، اجیر، مدیر... هر څه ورته کفر، کمونیست او منفور ښکاریدل. مجاهدینو هم پدې سوچ چې دوی په ښه لاره ځي د ای،اس،ای په لارښونه داسې تلل لکه نني موټرچې په نویګشن باندې روان وي.
پدې وقت کې امریکا هم افغانستان ته را ودانګل او د ویتنام قصد یې اخیستو. هر کال شپږ سوه میلیونه ډالره مرسته کیدله چې ټول مرسته د افغانستان په بربادولو باندې مصرف کیده. هر ډالر په مرمی، بم، ګرنیټ، توپ، او سټینګر بدلیده په هغه وقت کې چې هر څه د افغانستان د ورانولو لپاره استفاده کیدل قطب الدین هلال صاحب، مولانا ذاکر، حمید ګل ، مولانا فضل رحمن او نورو د پاکستانې استبلیشمنټ واله خلکو هیڅ اعتراض نه درلود. ځکه د افغان وطن بربادي ددوی په اند د جنت ضمانت دی.
کله چې د کمونستانو وروستي مشر ډاکتر نجیب ماغزه سرته ورغلل او د صلحې وړاندیز یې وکړ نو دوی ټولو د هغه خبره ونه منله. د جهاد پایله د د کابل ړنګول او په آخر کې د افغانستان په پاکستان په پنځه صوبه بدلول شول.
پاکستان په خپله پنځمه صوبه کې په پنځو کالو کې څه وکړل؟ آیا کوم یو روغتون یې جوړ کړ، کوم سړک، ښونځی یې جوړ کړل؟
ځواب ، نه دی ځکه چې دوی خو افغاسستان ته د کباړخانې په سترګه کتل. حتی طالبانو ته یې د ترانزیت حق هم نه ورکاوه. د افغاني تجارانو مالونه هلته کراچی کې بند و. طالبان هم ددې وطن بچیان دي هغوی غوښتل وطن جوړ کړي خو پاکستان داسې طالبې نظام نه غوښت چې افغانستان د آباد کړي. په آخر کې چې کله بازا ګرم شو هر طالب، هر عرب یې د پيسو مقابل کې خرڅ کړ تر دې چې په سفیر یې هم هیله ونه کړه. نن ورځ هم که چیرې کوم طالب د صلحې له لارې وغواړي مشکل حل کړي نو سرنوشت یې د ملا برادر غوندې دی ځکه پاکستان نه اسلام سره علاقه لري نه هم له طالب سره کله چې د تنظیمو مکتب او پوهنتون واله ددوی په درد لګیدل هغوی څخه یې ګټه اخیسته او کله چې طالب او ملا ددوی په ګټه وي بیا له دوی کار اخلي.

کوم وقت کې چې ای،اس،ای د افغان ملت او جمعیت مشران ترور کول او په حزب اسلامي یې ور اړول هغه وخت هلال صاحب ولې غږ نه پورته کاوه؟
پاکستان خو هم د امریکا سره ستراتیژیک تړون له ډیرو کالو لري پدې هکله ولې مولانا ذاکر او هلال صاحب همدرانګه پاکستانې ملان ولې غږ نه پورته کوي؟ ، ولې هلته هیرا منډوي او شاهي جومات څنګ په څنګ ګذاره کولای شي خو افغانستان کې د نجونو ښونځی هم کفر دی، ستراتیژیک تړن خو څه کوې.
شاید ځواب یې دا وي چې هغه څه ته چې دوی مرداري وایې په افغانستان کې مرداري ده خو که پاکستان کې په پاکستانې لوښې کې وخوړل شي بیا حلوا ده!
دغه تړون به افغانستان ددې جوګه کړي چې نور پاکستان افغانستان ته د کباړخانې نظر ونه کړي. نن امریکا په اقتصادي لحاظ په ټوله نړی کې لومړی مقام لري، د امریکا د پوهنتونو سند تر ټولو با اعتباره سند دی نو ددغه ډول هیواد موجودیت په افغانستان کې افغانستان ته ډیرې ګټې لري. دغه اعتبار ددې سبب کیږي چې نړیوالې کمپنی دلته سرمایه ګذاري وکړي. خلکو ته کار پيدا شي او هیواد به مو په مخ ولاړ شي. که په مصر کې اخوانیان د امریکا له موجودیت سره مشکل نه لري نه نو مونږ به ولې ورسره په تکلیف شو.
د روسانو له وتلو وروسته خو نه امریکایان و نه هم اروپایان خو دغه وطن ته مو څه ونه کړل نو اوس مو که خولې پټې کړی بهتره به وي. یا د هغه حزبیانو په توګه چې ددغه دولت د امکاناتو څخه په استفاده ددغه وطن په ودانولومصروف دي، د هغوی په شان تاسې هم ده هیواد ته خدمت وکړی.
هغه حزبیان چې تر اوسه د ای،اس،ای په ټال کې ځانګي دا وایم چې ستاسې نظریان او د پاکستانې استبلیشمنټ نظریات سره ورته دي. لږ تر لږه د هغه حزبیانو څیرې خپلو سترګو ته راولی چې د ای،اس،ای پوسیله ترور شول. دا دومره پست خلک دي چې کله یې ګټه نه وه نو ستاسې مشر (حکمیار صاحب) ته یې په ایران کې ویزه ورنه کړه چې دخپل مور بې، بې په جنازه کې شرکت وکړي.
پدغه لینک کې تاسې خپل او د پاکستاني استبلیشمنټ واله نظریات سره پرتله کړی:
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/11/111115_as_loya_jirga_pak_pary.shtml

له ۲۰۱۴ وروسته به یا دغه هیواد د پاکستان په کباړخانه بدلیږي یا به په یوه آباد، ودان، پرمختللي او په نړی کې مطرح افغانستان باندې. چې د ای،اس،ای او طالبانو جنګ ختم شي بیا به پښتانه له خیره په آسانه د قطغنیانو او خمینیانو چاره وکړي.
اوس د د کباړخانې او ودان افغانستان طرفداران خلکو ته قناعت ورکړي.