د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان لپاره نوی وسله چې هم راکټ او هم الوتکه

انجنر سید احمدشاه سادات 29.10.2011 16:22

 کامیکاز سویچیبل په نوی تکنالوژئ سمبال یوه مهلکه اسلحه


سویچیبل یعنی د یو شی نه چه بل شی ته تغیر وکړی. چه دلته یی مطلب میزایل وی په الوتکه بدل شی او بيا بیرته په میزایل بدل شی.
د امریکی د دفاع وزارت افغانستان ته د یو داسی اسلحی د راوستلو تکل لری چه تر اوسه پوری په نړئ کی نه ده استعمال شوی.
دغه اسلحه چه کامیکاز سویچیبل نومیږی، ۶۰ سانتی متره اوږدوالی او دوه نیم کیلوګرامه وزن لری، او يو فوځی یی کولای شی چه د ځانه سره لکه چریکی هوان په یو بلاستیکی پایپ کی بند وګرځوی.
دغه اسلحه د پایپ نه فیر کیژی چه بیا فوراً په یوه وړه الوتکه بدلیږی چه د کنترولر پواسطه کنترولیږی. په ژوندی بڼه عکسونه او د جی پی ایس کورډینټ کنترولر ته لیږی. لس دقیقی په هوا کی ګرځیدای شی او ۲۰ کیلومتره د احاطی ساحه لری.
 چه کله يو فوځی (کنترولر) په جګړه کی د مقابل اړخ د دیوالونو تر شا یا د غره تر شا ټارګیټ د دی الوتکی پواسطه یی ووینی نو بیا یی پر همغه څای دغه کوچنئ الوتکه لکه د يو میزاییل په شکل را غورځوی او هدف له منځه وړی.
دغه کوچنئ بی پیلوټه الوتکی چه هر یو یی صرف يو ځل استعمالیدای شی او د امتحان او تیستونو دوره یی په افغانستان کی مکمل شوی ده،  اوس د ایرووایرونمینت شرکت چه د ۴.۵ ملیونه ډالرو په ارزښت دغه قرارداد یی تر لاسه کړی دی افغانستان ته د امریکی فوځ ته د استعمال لپاره راوړی.
که د افغانستان جګړو ته یو نظر کتنه وشی نو داسی بریښی چه دغه جګړه د ابتدا نه په عصری تکنالوژئ سمبالو اسلحو شروع شوی ده، اول کروز میزاییل، بیا ب۵۲ وو، بیا ب۵۱ شول، بیا بی پیلوټه ډرون شول، بیا پریډیټیټر، بیا بی پیلوټه هیلی کاپټری او اوس کامیکاز سویچیبل. خو دا چه په دغه عصری تکنالوژی سمبال اسلحی څومره موفقی دی؟ څه نه شو ویلی، مګر یو شی واضحه دی چه که کار یی کړی وی نو اوس به ټول متحدینو قواوی خپلو هیوادو کی وای.
 
د دغه مزاییل ویډیوی کلیپ لپاره په لاندی لینک کیکاږئ

.http://www.youtube.com/watch?v=kmDOMl4I9MI


والسلام