د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د طبیعی زیرمو قراردادونه چین او هند ته ورکول کیږی

انجنر سید احمدشاه سادات 29.10.2011 00:54

د افغانستان د طبیعی زیرمو د استخراج په هکله مو د معدن او صنایعو له وزارته واوریدل چه دحاجیګک د اوسپنی کان به هند او د آمو د دریاب تر غاړی د تیلو د استخراج قرارداد به د چین هیواد ته ورکړل شی.
دا کومه بده خبره نه ده خو اصلی خبره دا ده چه دی دواړو هیوادونو زمونږ د هیواد اکثره لوی پروژی تر لاسه کړی او بلاخره د کیفیت له اړخه یی پروژی یا نیمګړی پریښودی دی او یا یی په ډیره بی شرمګئ او سپین سترګی توب سره د یو څو تنو لوړ پوړو چارواکو خولی خوګی کړی او دغه ناقصی پروژی یی پری تسلیمی کړی دی.
ښکاره مثالونه یی د سرکونو جوړول دی، که هر هیوادوال هری پروژی ته چه چینایی، هندی، پاکستانی او ایرانی شرکتونه یی پر مخ وړی، کیفیت ته یی وګوری نو زما اند پکی له ورایه لیدلای شی.
هیندوان، چینایان، پاکستانیان او ایرانیان ټولی ستری پروژی په افغانستان کی په چل او ول اخلی، او دا پدی معنی چه کله د یوی پروژی تینډر مزاییدی ته وړاندی شی نو نور شرکتونه که د منځنی ختیځ وی که امریکایی یا اروپایی او یا د بل هیواد، دوی د پروژی ټول مشخصات ګوری او د کاری وړتیا په اندازه د نرخ محاسبه کوی او خپل نرخ مزایدی ته وړاندی کوی. چه البته د هغه نرخ په مقابل کی د قرارداد مطابق بیا پروژه تکمیلوی او د پروژی کیفیت ته خاصه توجو ورکوی.
 امآ د هند، ایران، پاکستان او د چین شرکتونه بیا داسی نه دی. دوی د پروژو په تطبیق کی کیفیت هیڅ په نظر کی نه نیسی، او پروژی د مشخصاتو مطابق نه تطبیقوی، او هغه څه چه د غه شرکتونه یی د نرخ ورکولو په وخت کی په نظر کی نیسی هغه د لوړپوړو چارواکو د خوشحالولو فیس دی چه د پروژو په تسلیمولو او د تطبیق په وخت کی یی ادا کوی.
نو له همدی وجی دا معلومه خبره ده چه د هندی، ایرانی، پاکستانی او چنایی شرکتونو نرخ ډیر ټیټ وی او د چل او ول نرخ وی، او بلاخره د پروژی ګټونکی شی. آما د دوی له لاسه تطبیق شوی پروژی په درد نه خوړل کیږی. اکثره ددوی پروژی په پنځم او شپږم لاس تطبیقیږی او په ډیر ناقص کیفیت سره.
یوه ورځ راته یو نژدی ملګری کیسه کوله او وایی چه یوه ورځ یی د یو چینایی شرکت د پروژی نظارت کولو او د پروژی په تطبیق کی چنایی شرکت پاته راغی او چه کله یی د پروژی مسول چنایی انجنر څخه پوښتنه وکړه چه آیا تاسی به په خپل هیواد کی هم دا سی ډول پروژی ناقصی پر مخ یوسئ؟ نو د چینایی ځواب داسی وو چه نه، خو دلته چه داسی کوو دا څکه چه مونږ د ستاسو چارواکو داسی بلد کړی یو.
زه خو وایم چه که کوم شرکت د مالیزیا وی یا جابان وی یا د کوم اروپایی هیواد وی، که نرخ یی هم لوړ وی بیا به  هم زمونږ په ګټه تمام شی ځکه یو به تطبیق یی درست وی بل به دلته افغانستان کی د خارجی شرکتونو مسابقه وی چه په نتیجه کی ګټه یی د افغانستان ده. مګر اوس خو صرف دغو هندوانو، پاکستانیانو، ایرانیانو او چینایی غلو ته پاتی یو.
په هر ترتیب په دی اړه مخکی نه ځم ځکه د دوی لاسونه آن تر ریاست جمهوری پوری رسی. او د دوی مخه نیول ډیر ګران کار دی خو دا باید ووایم چه د کانو او صنایعو وزارت مخکی له دی چه دوی ته پروژی ورکړی ددغو شرکتو نوری پروژی چه په افغانستان کی یی تطبیق کړی یو ځل دی هغه په دقیقه سره مطالعه کړی چه تر څو ددغو شرکتونو تیره تجربه په اصلی بڼه ووینی او تر څو زموږ دغه د منرالونو د زیرمو حیاتی پروژی د خنډ او څنډ سره مخامخ نه شی.
والسلام