د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان لپاره نوی بی پیلوټه کارګو هیلی کاپټری

انجنر سید احمدشاه سادات 08.10.2011 19:38


پدی کی هیځ شک نشته چه زمونږ ګران هیواد د تاریخ په اږدو کی د لویو قدرتوتو د جنګ میدان ګرځیدلی دی.
او په دوران دجنګونو کی مختلف قسمه اسلحی او وسایل پدی خاوره امتحان شوی او استعمال شوی دی.
دغه دی یو ځل بیا د نظامی اکمالاتو په خاطر او د سړک د غاړی د بمونو د تلفاتو د کمښت لپاره د امریکی حکومت د یو داسی بی پیلوټه کارګو هیلی کاپتر په را وستو اقدام کړی، چه دغه هیلی کاپټر کولای شی ۳۵۰۰ ټنه اجناس پورته او مطلوب ځای ته یی انتقال کړی.
دغه هیلی کاپټری چه کامن ک-مکس نومیږی  یوه دانه یی ۲۲.۵ ملیونه ډالر ارزښت لری او د راتلونکی میاشت تر آخره پوری به افغانستان ته را واستول شی.
  دغه کارګو هیلی کاپټری چه د کامن شرکت لخوا جوړی شوی دی اولین ټسټونه یی د امریکی په یوما-اریز ښار کی تر سره شوی او مخکی لدی چه په پراخه پیمانه افغانستان ته راوړل شی نو اول به د امتحانی دوری لپاره افغانستان ته دوه دانی استول کیږی.