د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډرون په بی بیلوټه الوتکو د وایرس حمله

انجنر سید احمدشاه سادات 12.10.2011 00:12

د نړۍ تر ټولو په مخ وړاندی ټیکنالوژئ سمبال بی بیلوټه الوتکو (ډرن) کامپیوټرونه هم د وایرس څخه په امن نه دی.
دوی اونئ وړاندی په دغه کامپیوټرونو د وایرس حمله شوی ده. د امریکی فوځ وایی چه تر اوسه دوی نه پوهیږی چه دغه حمله یو تصادف دی او که قصداً شوی ده.
دغه وایرس چه کی لاګر نومیږی د ډرن دعملیاتی سستم ته لاره پیدا کوی او د ډرن بی پیلوټه الوتکو کنترولونکی چه د امریکی په کریچ هوایی اډه د ناوادا په ایالت کی ناست دی د هغوئ د کامپیوټرو د کیبورد هره دوکمه چه ووهی د یو فايل په شکل یی ثبتوی. چه ممکن دغه ثبت شوی فایل بلاخره غلا کړئ شی.
راپورونه وایی چه تر اوسه د دغی الوتکو عملیاتو ته دا داسی کوم لوی خطر نه دی مګر که دغه وایرس له منڅه ونه یوړل شی نو ممکنه ده چه ددغی الوتکو ټوله ډاټا د انترنت له لاری او د یو مشخص پروګرام پواسطه چه شاید ارزښت یی د ۲۵ ډالرو کم وی غلا کړئ شی.
د انګلستان د برمنګام د ای ټی هارویست سرسیړونکی ریچرد ستینن اندیښنه ښودلی ده چه د یو د اسی غیر محفوظ سستم څخه استعفاده او بیا د نړئ په یو داسی مهم مشین کی د اندیښنی وړ ده. هغه اضافه کوی چه دا بی بیلوټه الوتکی (ډرن) مهلکی اسلحی دی او دا باید داسی کار وکړی لکه څنګه چه ورته جوړی شوی دی، او داسی باید کار وکړی چه کله ضرورت ورته وی. او ښکاره خبره ده چه که چیرته دغه وایرس له منڅه لاړ نه شی نو ممکن ډرن خطرناکی تمامی شی.
کله چه بی پیلوټه الوتکی خپل پرواز مکمل کړی او بیرته خپل مرکز ته راوګزی نو د ډاټا د انتقال په خاطر ددوی هاردویر ویستل کیژی او دوباره وراچول کیژی چه په غالب احتمال دغه هاردویر ویستل او دوباره نسبول کیدای شی ددی وایرس سبب شوی وی.
ډرن د امریکی فوځ یوه مهمه او کامیابه اسلحه ده چه دامریکی ولسمشر بارک اباما تر راتلو نه وروسته تقریباً دیرش ډرن د سی آی ای د مستقیم کنترول لاندی د پولی هغه خوا ته ۲۵۰ عملیاته کړی دی. او مجموعاً ۱۵۰ ډرن الوتکی د افغانستان او عراق د جنګونو په کنترول او عملیاتو کی برخه اخیستی او لا یی اخلی.