د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سمون علمي او ديني ويب پاڼه پر ليکه شوه

مومن مهاجر 02.10.2011 13:43

سمون ديني او علمي ويب پاڼه پر ليکه شوه
ټولو مسلمانو پښتنو وروڼو ته زېری ورکوو چي د پښتو برېښنايي رسينو په کتار کي یوې بلې ویب پاڼې هم د اسلامي او ملي خدمت په موخه په فعالیت پیل وکړ .
سمون ویب پاڼه چي یوه اسلامي ، علمي، ادبي، ټولنیزه او خپلواکه خپرونه ده د کار یوازینی هدف یې خپلې ټولنې ته په معیارونو او اصولو دپوره او کره معلوماتو رسول، د عامه ذهنونو تنویر، په علمي ډګر کي پانګونه ، د پوهنیز یون ګړندي کول او د ناخبرۍ له امله د شته ټولنیزو نا خوالو په وړاندي د یوې منطقي مبارزي پر مخ بوول دي .
همدې اهدافو ته د رسېدو لپاره پر هر مسلمان افغان ږغ کوو چي له موږ سره د دې کاروان په بدرګه کولو کي ونډه واخلي او په دې لاره کي خپله هیڅ ډول همکاري راڅخه و نه سپموي .
ستا سو دلیکنو، شننو، اندونو، وړاندیزونو او سالمو کره کتنو په هیله .
www.saamon.com
کولای شئ د لاندي برېښنا لیک او شمېرې له لاري له موږ سره اړیکه ونیسئ !
info@saamon.com
0093700394011