د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلي روح الله افغان صاحب په ځواب کي

مومن مهاجر 10.06.2010 21:20

وړاندي تردې چي دروح الله افغان صاحب دلیکنې ځواب ولیکم درنولوستونکوته یوه یادونه اړینه بولم اوهغه داچي دوئ دي نه زمااونه دبل چاخبره ترهغومني څوچي یې داړوندې موضوع په اړه پوره تحقیق نه وي کړی ددواړولورودلائل یې په سړه سینه څېړلي نه وي اوبیایې په خپل بې پرې دریځ سره پرهغوقضاوت نه وي کړی . دیوې موضوع په اړه ددووخواوودمناقشې مطالعه اوبیاددرېیمګړي په توګه پرېکړه کول پوره دقت،بشپړانصاف،بې پرې والي اوغیرمتعصبانه نظرغواړي هرڅوک چي داځانګړتیاوې ولري هغه کولای شي دالله په فضل حق ته ورسېږي .
ښاغلي روح الله افغان صاحب هڅه کړې چي دخپلې لیکنې په محتواکي دتقلیدشرعي حییثیت په ګوته کړي اوداسي وښيي چي تقلیدشرعاواجب لغیره دی . اوس به دده دلیکنې پرمنځ پانګه تم شواوددلائلوپه تله کي به یې وتلو. دی لیکي :
د تقلید تعریف علماء داسی کوی چی د یوچا قول او فعل قبلول اوپرهغه باندی عمل کول په داسی حسن ظن سره چی پردې عقیده وی چی داامام اوعالم چی کومه خبره کوی دائې له ځانه نه بلکه دقرآن اوحدیث مطابق کړې ده،بله داخبره هم ورسره شته چی دامنل اوعمل ورباندی کول ددې خبری ددلیل دمعلومولوسره نه تړل،خوهغه دلیل که په دې وخت کی اویاپه بل وخت کی معلوم شی دادتقلیدسره منافی کارنه دی . مطلب دادی چی په تقلیدکی داخبره شته چی ددلیل مطالبه پکښی داخله نه ده،پردلیل باندی علم دتقلیدسره منافی اوټکرنه دی . داتعریف ډېروعلماووکړی دی،لکه دبېلګی په ډول دحسامی په شرح نامی:ص۹۰ کی دی:التقلیداتباع الغیرعلی ظن انه محق بلانظرفی الدلیل . دارنګه علامه ابن الملک په شرح دمنارص :۲۵۲کی هم داتعریف ذکرکړی دی هغه داسی لیکی :وهو(ای التقلید)عبارة عن اتباعه فی قوله اوفعله معتقدًاللحقیة من غیرتامل فی الدلیل؛ یعنی تقلیددچادخبری اوکارتابعداری دهغه دحقانیت په عقیده سره کول،پرته له دې چی په دلیل کی سوچ وکړل شی . دارنګه نوروعلماووهم داتعریف کړی دی کوم چی موږولیکی .
ښاغلی روح الله افغان! ته خووايي چي دیوچاخبره له دلیل پرته منل اوعمل پرې کول تقلیددی،په دې حسن ظن چي هغه به داخبره دقرآن کریم اونبوي سنت په استنادکړې وي . مګرتاسوپه خپل منځ کي هم سره خبرنه یاست علامه ابن الهمام خوتقلیدداسي تعریفوي :: التقلیدالعمل بقول من لیس قوله احدی الحجج بلاحجة . ( تیسیرالتحریر)
ژباړه : علامه ابن الهمام رحمه الله ویلي : تقلیددهغه چاخبره بې دلیله منل چي قول یې دلیل نه وي. دلته خوبیاداقیدهم ورسره نه شته چي مقلدپرخپل مقتداحسن ظن کړی وي اوس دابن الهمام ومنوکه ددې نوروچي تاحواله پرې ورکړې ده؟ مسلم ثبوت بیاتقلیدداسي راپېژني : التقلیدالعمل بقول الغیرمن غیرحجة .( مسلم الثبوت ۲/ ۳۵۰) یعني تقلیددیوچاپه قول بې دلیله عمل کول .
علامه ابن عابدین شامي خوبیاتقلیددرانګه تعریف کړی دی : فان التقلیدهوالاخذبقول الغیربغیرمعرفة دلیله . یعني تقلیدله دلیل پرته دیوچاقول منل . تاسوتراوسه دتقلیدپه تعریف کي سره موافق نه یاست؟ نوپه نورومسائلوکي به موڅه حال وي؟
له تالومړۍ پوښتنه داده چي مقلدداحسن ظن له کومه ترلاسه کړ؟ یعني دڅه شي په استناددی اوس پردې اړوندسړي حسن ظن کوي؟ ده ته خودلیل نه دی معلوم،ځکه که ورته معلوم وای ولي یې له ده پوښتنه کوله؟
پریوچاحسن ظن کول خوهم منشأغواړي دده دحسن ظن منشأاوعلت څه شی دی؟ بله خبره داده چي په دې سره خوتقلیددهغه چاکارشوچي په دلائلونه پوهېږي،که یوسړی په دلیل پوهېږي،په قرآن کریم کي دتدبر،تفکراوتحقیق ځواک لري،نبوي احادیث ورته څرګندوي دخپل مذهب دکمزوري دلیل دتقویې کوشش کوي هغه ولي په تقلید پسي روان دی؟ اونه یې خوشي کوي؟ درېیمه خبره داده چي دحنفي مذهب لارویان ولي په عقیده کي دامام ابو حنیفه رحمه الله ملاتړنه کوي؟ دوئ وايي چي موږپه عقائدوکي دابومنصورماتریدي مقلدین یواوپه فروعوکي دامام ابوحنیفه رحمه الله مقلدین یو؟ دابیاولي؟ ایادامام صاحب عقیده خرابه وه؟ اوکه یې دلائل کمزوري دي؟ ترټولواساسي خبره داده چي ته ولي تقلیدکوې ایادا قرآني امردی،په حدیث کي امرشوی یې اوکه امام صاحب درته ویلي دي؟ (سره له دې چي په شریعت کي له الله اورسول صلی الله علیه وسلم پرته دبل هیچاخبره چي پرشرعي مستندبنانه وي دلیل نه ده خودیوالزامي دلیل په توګه مي داهم درته ولیکل چي دتقلیدپه اړه دامام صاحب امرپیداکړه)
سره له دې چي الله جل جلاله موږته وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً(النساء : ۵۹)
ژباړه : اې هغوکسانوچي ایمان یې راوړی! دالله،رسول اوخپلوچارواکواطاعت وکړئ،که موپه یوشي کي اختلاف شونوالله اورسول ته یې وسپارئ که پرالله اوداخرت پرورځ ایمان لرئ دادرته غوره اوښه تأویل دی .
په دې آیت کي الله جل جلاله موږدځان اورسول له اطاعت سره سره دچارواکوپه اطاعت هم امرکړي یوخو بیایې ویلي دي که مواختلاف راغی الله اودهغه رسول ته یې وسپارئ . الله ته سپارنه خوداده چي پرېکړه پرقرآن وشي اورسول ته سپارنه دده دژوندپه وخت کي داوه چي همده په خپله فیصله کړې وای خواوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی نوده ته سپارنه یې داده چي دده صحیواحادیثوته رجوع وشي نه مذهب،امام اویوبل شخص ته ځکه موږالله جل جلاله یوازي دقرآن اونبوي سنت په پيروي امرکړي یو. امام یادفقهې یوقول ته فیصله راجع کول دقرآن له څرګندنص څخه مخالف دی،ځکه الله جل جلاله ویلي دي :
وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ .
ژباړه : چاچي په هغه څه پرېکړه ونه کړه چي الله نازل کړي هغوئ کافران دي .
وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْفَاسِقُون .
ژباړه : چاچي په هغه څه پرېکړه ونه کړه چي الله نازل کړي هغوئ فاسقان دي .
اوپه بل آيت کي یې ویلي دي چي هغوئ ظالمان دي .هرمسلمان نروي که ښځه په دې مکلف دي چي دالله کلام زده کړي،عمل پرې وکړي اونوروته یې ورسوي . دین خوددنیاکاروبارنه دی چي یوسړی دي ګټي نور دي ګرزي هرسړی مکلف دی اوله هرسړي پوښتنه کېږي . همدغوعلماووخلک داسي کړل چي تاسوکښینئ دین زموږکاردی . سمه ده چي په دین کي ډېرتفقه دځینوکسانوکاردی خوپه ورځنیواوډېروپېښېدونکو عباداتوځان پوهول پرهرچالازم دي .پوهه بایدداړتیاپه اندازه وي ته ستاله مقلدینوعواموپوښتنه وکړه دلمانځه دفرضیت دلائل څه کوي چي په ایمانیاتوهم نه دي خبرپه توحیدنه پوهېږي،دتوحیدډولونه اواقسام نه دي ورته معلوم اوزموږپه ټولنه کي داسي شرکي عقائددوددي چي جرړې یې دشرک جلي ترپولې رسېږي داټولې ناولتیاوې دتقلیدله لاسه راپېښې دي .
پاتي شوه دظن خبره دظن په اړه الله جل جلاله داسي وايي :
وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ (الانعام : ۱۱۶)
ژباړه : که ته په ځمکه کي دډېرواطاعت وکړې نودالله له لارې به دي بې لاري کړي،دوئ له ظن پرته دبل څه پیروي نه کوي اودوئ اټکلیان دي .
په قرآن کریم کي ډېرځایونه دظن کلمې استعمال شوې په ځینوځایونوکي غندل شوې اوپه ځينوځانوکي نه ده غندل شوې،غندنه یې په هغه ځای کي شوې چي له څه دلیل پرته ظن کوي،منشأیې ورته معلومه نه وي هسي په اوازوپسي روان وي .اوبې غندنې هغه ځای راغلې چي ددلیل پربناء یوچاظن کړی اوپه هغوځایونو کي سیاق اوسباق ته په کتودعلم یعني یقین په معنی دی . نه داټکل اوپه تقلیدکي چي تاسودکوم ظن یادونه کړې ده هغه صرف اټکل دی،نه دلیل ورته معلوم دی اونه یې قصدداوي چي ددلیل پلټنه وکړي،ځکه که په دلیل پسي وګرزي بیاتقلیدهم نه کوي .
ښاغلي روح الله افغان صاحب بیالیکي :
مطلب دادی چی دتقلیداساس پراعتماداوحسن ظن باندی دی،ځکه دین هم پراعتمادولاړدی لکه څنګه چی شاه ولی الله رحمه الله په خپل کتاب عقدالجیدکی لیکلی دی چی ددین ټول امت پردې باندی اجماع کړې چی پرسلفوباندی دشریعت په معرفت کی اعتمادوکړل شی،تابعینوپرصحابه کرامواعتمادکړی اوتبع تابعینوپرتابعینواعتمادکړی دارنګه په هره طبقه کی علماووپرمخکینواعتمادکړی . عقل ددې کار(اعتماد)پرښه والی دلالت کوی ځکه شریعت له نقل اواستنباط پرته په بله طریقه نشی معلومېدلای،اونقل له دې پرته نه شی برابرېدلای چی یوه طبقه له بلی مخکینئ څخه دعلم اخیستنه وکړی په اتصال سره (عقدالجیدص۳۶) دادمطلق تقلیدتعریف دی .
سمه ده چي ددین اساس پراعتماددی خوظن پکي نه شته داستازیاتونه ده،اعتمادپه څه شي رامنځ ته کېږي؟ صرف په اټکل،که ازموینه اوامتحان هم پکي دی؟ که ته لږخواري وکاږې دحدیثودراویانودحال پوهنې فن الجرح والتعدیل یااسماء الرجال ته مراجعه وکړې نودرته څرګنده به شي چي په دین کي کوم اعتمادداعتباروړدی پردلیل مبني اعتمادکه بې دلیله؟ نه یوازي دین پراعتمادولاړدی بلکي په دنیوي چاروکي هم اعتمادډېرضروري دی . که قاضی په یوه قضیه کي پرېکړه کوي ایاصرف په اټکل سره به دشاهدانورښتنولي معلوموي که به پلټنه هم کوي؟ اعتمادیوداسي عنصردی چي له تحقیق،پلټنې اودلیل پرته هیڅکله تحقق نه مومي . خوپه تقلیدکي یوازي اټکلونه دي اوبس . له ډېرومقلدینوسره زمامباحثې شوې ان دخپلې عقیدې،اوداس اولمانځه داحکامودلائل به ورته معلوم نه وو. داڅرنګه حسن ظن دی چي تاته دخپل مذهب په مسائلوکي دلائل نه دي معلوم خوبیادعوه کوې چي ترنورودرومذهبونوزموږمذهب قوي دی قوت اوضعف خوهغه وخت معلومېږي چي سړی ددواړوخواوودلائل وګوري،سره پرتله یې کړي اوپه سړه سینه تحقیق پرې وکړي مګرمقلدین له څه تحقیق پرته نارې وهي چي زموږمذهب ترنورودروقوي اومحکم دی . له یوې خواخوپه اسلام کي ډلې اومذهبونه نه شته،ځکه الله جل جلاله وايي :
وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ .
( آل عمران : ۱۰۳)
ژباړه : ټول دالله جل جلاله په رسۍ ( قرآن) منګولې ولګوئ! ډلې ډلې مه کېږئ،پرتاسودالله جل جلاله هغه لورینه دریاده کړئ چي تاسودیوبل دښمنان واست نوالله ستاسوپه زړنونوکي الفت واچاوی،دهغه دلورینې په سبب وروڼه شواست،تاسوداوردکندې پرغاړه واست نوالله له هغې لري کړاست . الله تاسوته خپل آیتونه همداسي بیانوي ښايي سمه لارومومئ .
الله جل جلاله په څومره څرګندډول دډلواومذهبونوله جوړولومنعه کړې ده،خومقلدین نه یوازي ډلې جوړوي بلکي واجب اورحمت یې ګڼي . الله جل جلاله خوصحابه کراموته داحسان په توګه هغه نعمت وریادوي چي دوئ یودبل دښمنان وواوبیادالله په لورینه سره وروڼه شول خومقلدین بیاتفرقه اوڅلورلارې رحمت ګڼي . والی الله المشتکی .
اوس پوښتنه داده چي مذهبونه ولي څلوردي بلکي مشهورخوپنځه دي جعفري مذهب،حنفي مذهب، مالکي مذهب،شافعي مذهب اوحنبلي مذهب . تاسوولي دڅلورونارې وهئ جعفري مذهب په کوم دلیل له اسلامه وتلی دی؟ اوایاپه دې څلوروکي ټول اسلام دی که نه؟ که اسلام وي نوبیاولي په هغونوردروعمل نه کېږي،ځکه که عمل پرې ونه شي نوبیاخودالله امرپرځای نه شوالله جل جلاله وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (البقرة : ۲۰۸)
ژباړه : اې هغوکسانوچي ایمان یې راوړی! په ټول اسلام کي داخل شئ،دشیطان دګامومتابعت مه کوئ بې شکه هغه ستاسوښکاره دښمن دی .
که ستاسوله وېش سره سم اسلام په څلورومذاهبوکي منحصرشي نوچي ټول اسلام پرڅلوربرخوتقسیم شي هرمذهب ته ۲۵ فیصده اسلام ورسېدهغه نورپاتي شو. حال داچي الله جل جلاله وايي چي په ټول اسلام کي داخل شئ که یوڅه منئ اویوڅه دمالک،شافعي اواحمدبن حنبل رحمهم الله حق ګڼئ نودشیطان پیروي مو وکړه اوهغه ستاسوښکاره دښمن دی . مقلدینوته په ډېرعجزنصیحت کوم چي یوځل بیاخپل دریځ ته په انصاف سره کتنه وکړئ هسي په ړندوسترګومه ځئ کنه په کندواودشیطان په لوموکي به ولوېږئ .نوربیا...