د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زاهدجلالي صیب ته یوه لنډه یادونه

مومن مهاجر 20.12.2009 12:31

دوې ورځې وړاندي مادښاغلي جلالي صیب پریوه علمي لیکنه نقدلیکلی وو،الله جل جلاله خبردی چي په هغه لیکنه کي زماهدف دانه ووچي پرده ردوکړم بلکه زماهدف داووچي صرف داورته په ګوته کړم چي دمشرانوذکاوتونه بایدپه داسي ضعیفواوله ځانه جوړوشویوکیسوثابت نه شي ډېرنور داسي علمي موادشته چي هم کره دي اوهم زموږددې ستروامامانوعلمي وړتیاثابتوي .
ښاغلي جلالي پرماتورلګولی ووچي زه په غیرشعوري ډول دیهودوپرلاره روان یم که علمي نقد اودناکره خبره ردول دیهودوپرلاره تګ وي نوبیاخوسمه ده تاچي ماته دامشوره راکړې وه چي په دې مسائلوځان مه بوختوه داخوښه خبره ده چي سړی بایددمسلمانانوترمنځ له اختلافاتواچولوډډه وکړي خوکه څوک زموږدامامانوسپکاوی کوي هیڅکله به یې پرېنږدم اوهرومروبه یې خبرې ته ځواب ورکوم
تاچي کومه کیسه نقل کړي هغه سل په سلوکي بې بنسټه ده که څه هم علامه جلیل احمد القلاش په کتاب العجایب من الاخلاق الاسلامیة کي لیکلي ده ځکه یوه خبره یوازي په دې نه کره کېږي چي په کتاب کي راغلې ده هغه وخت بایدیوه خبره کره وبلل شي چي سندیې وتلل شي اوراویان یې ټول کره وخېژي داخوڅه دمومن خان اوشېرینوافسانوي کیسه نه ده دین دی دین په داسي خبرونه ثابتېږي .تا ونه لیدل چي مادالدرالمختارپه حواله څومره داسي کیسې نقل کړې وې چي نه یوازي دسالم فطرت څښتن مسلمان یې نه شي منلای بلکه داسي انسان به یې هم ونه مني چي یوڅه شعوراوتدبرولري .
ایااوس به یوڅوک داهم وايي چي اماابوحنیفه رحمه الله علم الغیب درلودځکه چي په الدر المختارکي یې ویلي چي ټول فقهاء دالله جل جلاله په اراده خبردي؟
په پای کي له درانه جلالي صیب نه هیله کوم چي که څه لیکي بایدداسي شیان وي چي هم کره وي اوهم ګټورته یې هم په لیکلویوه علمي تنده ماته کړي اولوستونکي یې هم په ویلویوروحي خونداحساس کړي