د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی روح الله افغان دي ولولي !

مومن مهاجر 26.07.2010 18:33

وړاندي تردي چي دښاغلي روح الله افغان صاحب دلیکنې پرمحتواتم شوبایدواضحه کړم چي زمادهیڅ لیکنې هدف اختلافاتوته لمن وهل،دمسلمانانوترمنځ تفرقه اچول اوبېلتون نه دی . زه چي څه لیکم درسول اکرم صلی الله علیه وسلم ددې فرمان پربنسټ یې لیکم : عن أبي سعيدالخدري رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : ( مَنْ رَأى مِنْكُمْ مُنْكَراً فَلْيُغَيِرْه بِيَدِهِ،فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ،فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ،وَذلِكَ أَضْعَفُ الإِيْمانِ ) (رواه مسلم ) .

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : په تاسوکي چي چامنکرولیدهغه دي که یې وس ووپه لاس له منځه یوسي،که یې دلاس وس نه ووپه خوله دي یې مخه ونیسي اوکه یې ددې وس هم نه درلودنوپه زړه دي یې مخه ونیسي . (یعني مکروه دي وګڼي اوعزم دي وکړي چي که مي دلاس یاخولې توان پیداکړخپل مسؤلیت به ترسره کوم ) اوهمداډېرضعیف ایمان دی .
په دې حدیث کي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم امت ته امرکړی چي دمنکرمخه به په هرحال کي له خپل ظرف سره سم نیسی په لاس وي که په خوله اویازړه . زه له خپله قلمه په ګټې اخیستوغواړم خلکوته هغه څه ورسوم چي دین دی،په قرآن اونبوي صحیح سنت ثابت دی اودهغه څه په مخنیوي کي مرسته وکړم چي ددین برخه نه ده بلکي دبېلابېلودسیسوله مخې ددین جزګرزېدلي دي . په هرحال اوس به راشودښاغلي افغان صاحب لیکنې ته چي دی څه وايي؟ .

دی دخپلې لیکنې په پیل کي لیکي :

((عبدالودودمؤمن مهاجرته څوخبري روح الله افغان 26.07.2010 08:21 په ټول افغان ويبپاڼه کی مي دعبدالودودپه نوم ديوه تن څوليکني ولوستې،دليکنوپه لوستودې نتيجې ورسېدم چی داهمغه تن دی،چاچی دتقليداو دمذهبونوپه خلاف ليکني کړې دي،څوک چی ځان دمؤمن مهاجرپه نامه سره يادوي .))

ښاغلی روح الله افغان صاحب! تاته څرنګه معلومه شوه چي داعبدالودودهماغه مؤمن مهاجردی؟ زه په قسم وایم چي دعبدالودودپه نوم ماهیڅکله نه لیکنه کړې اونه همداسړی پېژنم داچي ښاغلی افغان یې مني که نه؟ زه ورسره کارنه لرم . هغه څوک چي په دې نوم یې لیکنه کړې هغه به هم کېدای شي دخپل ځان سپیناوی وړاندي کړي .

بیالیکي :

((کله چی دليکوال اندازه راته معلومه شوه،نوداډول ليکني چی دتعصب اوبې اتفاقۍ په لوربلنه ورکوي، دمسلمانانوترمنځ کينه اوبغض راپورته کوي،دښمنۍ ته بلنه پکی شوې اوهڅه شوې چی پدې مظلوم اوناچاره اولس کی چی ددښمنۍ اوبدنيتۍ کوم اوربل دی،چی هيڅ يويې بل نه مني،هرسړی له ځانه پوره دی،هرسړی هرکاره دی،دبل چادعقل ضرورت ورته نشته،يوازي ځان مني،يوازي خپله ډله اوتنظيم په حقه بولي،نورڅوک پرکږولاروتلونکی بولي،يوازي دخپلي ډلي کاراوپاليسۍ ته داسلام نوم ورکوي،نورڅوک که هرڅومره ددين خدمت کوي،قربانۍ يې ددين دپاره ورکړې وي،جهاداوخدمتونه يې کړي وي،دوی هغه هيڅ بولي .

دغوبدمرغيواوتنګ نظريودوی داسي حدته ورسول چی کله يوکافرورباندي مسلط وي،کله بل .

پداسي حال کی چی که مونږدپاکستان اونوروهيوادونوحالاتوته ځيرشو،دهغوی داولسونوله يوه بل سره ژوندون ته ځيرشو،راته جوتېدای شي چی مونږډېرسرزوري اوسرټمبه مخلوق يو.

مونږپدې خپله پاليسۍ اوتګلاره کی بې استاذه يو،پخپل سرمودالارخوښه کړې،بل څوک مؤيدنلرو.

نوربه پرېږدو،دانږدې څنګلوري پاکستان ته به سرورښکاره کړوچی هلته خلګ څنګه ژوندکوي؟

دهغه ځای سيکولراوبې دينه ګوندونه به پرېږدوځکه مونږدهغوی غندنه کوو،دهغوی نظرمحکوموو،په غلطه يې بولو،داسلام سره يې په ټکرکی واقع بولواوداسلام اواسلامي نظام په خلاف يې يوه لويه خطرناکه نظريه بولو!

څوک چی دين اوسياست سره بېلوي،دين په مسجدوپوري خاصوي اوسياست له خپلوګېډوجوړوي!!

داداسي خلګ دي چی ددين پرواه نلري،دين ورته مهم نه ښکاري .

که دوی رښتيني مسلمانان وای،نودايمان غوښتنه ترې داوه چی بايدپه هرڅه کی دالله جل جلاله اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم حکم ته مراجعه وکړي اوهغه پلی کړي .

دهغه ځای اسلامي يامذهبي ګوندونه به وګورو!

دهغه ځای اسلامي ګوندونه پخپل منځ کی اړيکی سره لري،داړتياپه صورت کی ديوه بل مرسته کوي،بل ته ټول په يوه خوله دي.

ددوی ترمنځ ډېرليده کاته کيږي،له يوه اوبل سره ګوري،مسائل اوستونزي سره شريکوي،په ګډه کارډېرځله سره کوي.ديوه اوبل احترام کوي،سره ددې چی هلته ددوی ترمنځ ډېراختلافات هم شته،بياهم يواوبل دديني جماعت په نامه يادوي.

مسلمان يې بولي اودمسلمان په څېرمعامله ورسره کوي .

خوبرعکس زمونږله علمه اوپوهي محروم اولس دومره تنګ نظره دی چی انسان ورته حيرانيږي

دلته که ديوه يواسلامي تنظيم خوښ وي،دهغه پاليسي اوسياست خوندورکوي،هغه بل اسلامي تنظيم هيڅ نه بولي،دهغه په مرګ خوشحاله دی،دهغه په ناکامۍ خوشحاله دی،دهغه په بدنامۍ اورسوايۍ خوشحاله دی،هغه ته چی څه تکليف وررسيږي ورباندي خوشحاله دی،دهغه په کفراوارتدادخوشحاله دی، څودده تنظيم ته دهغه په خلاف تبليغاتوته لارهواره شي .

دهغه وژلوته بهانه غواړي اوداچي وس يې ورباندي ورسيږي،نورهرسړی مفتي دی،دچادوژلوفتوی دهرسړي سره په جيب کي شته،پوښتني ته يې هم اړتيانه پيښيږي .

ددې بېلګي هرچاته معلومي دي،چاچي افغانستان اوافغانان ليدلي وي، بيان ته يې اړتيانه وينم.

مونږاوتاسووليدل چی په افغانستان کی څومره جنګونه په خپل منځ کی سره وشول،پداسي حال کی چی ټولودانعرې وهلې چی مونږاسلام غواړو،اسلامي نظام زمونږمرام دی،خودلته دجهالت په برکت يوبل ته دااجازت هم نه ورکوي چی دده له سياست اوپوهي دي يوګام بېل شي،که بېل شودهغه مرګ روابلکی واجب دی.

داداسي خبري دي چی هرچاته ښې معلومي دي .))

هو! ښاغلی افغان لازمه ده چي نه یوازي افغانان بلکي ټول مسلمانان هغه که دهرځای اوسېدونکي اوهرې ژبې ویونکي وي سره یوشي،خپل دښمن وپېژني،له دوستانوسره داسلامي اصولوپه رڼاکي چلندوکړي اوپه هرڅه کي دقرآن اونبوي سنت لارښوونوته مراجعه وکړي . یولوری هم ځان سل په سل کي پرحق ونه ګڼي . له هرچاتېروتنه کېدای شي،خومؤمن هغه دی چي کله څوک دده تېروتنه ورته په ګوته کړي نودی یې ومني اوله تېر وتنې سره سمه له الهي درباره اوهغه چاچي دده دتېروتني ښکارشوی معافي وغواړي . فکري اختلاف هروخت دمسلمانانوترمنځ پېښ شوی اوبیابه هم پېښېږي،خوپه کارداده چي داسلامي ټولنې هروګړی دحق په لټه کي وي که دهرچاپه خوله حقه خبرورته ورسېږي هغه ومني اوله هرډول تعصبه لاس پرسرشي . مسلمانان که دنومونوپه لحاظ یوه اوبل تنظیم اوشخص ته منسوب وي خودانسبت بایددومره محبوب نه شي چي دهغه په وجه ثابتي الهي اومحمدي لار ښوونې پرېښودل شي . هرمسلمان بایددبل دنظراحترام وکړي له هغه سره په پسته ژبه اوورین تندي وزږغېږي دهغه دلائل واوري اوبیاداړوندې موضوع په اړه خپل دلائل هم ورته واوروي دواړه سره وتلي اوبیادانصاف په تله کي پرالهي خوف ولاړه فیصله وکړي . په هیڅ وخت کي بایدداحساساتواوجذباتوپه حالت کي پرېکړه ونه کړي ځکه په دې سره اختلافونه اوتفرقې نورې هم ډېرېږي .


نوموړی بیالیکي :
((بيايوه بله ډله چی په مونږکی نوې پيداشوې ده،سلفيان ځانوته وايي،دوی بيابله نقشه خلګ دي،دوی يوازي خپلو ځانونه مسلمانان بولي،بل څوک مشرک اوکافربولي،خپلوځانوته مؤمنان اونورومسلمانواحنافوته مشرکين وايي،هغوی دمؤمن په نوم نه يادوي . دغه سړی هم ځان ته مؤمن مهاجروايي،کيدای شي چی دغي خبري ته به يې اشاره وي . که څوک په لمانځه کی رفع اليدين نکوي،رکوع ته دتلواودواپس کېدلوپه وخت کی لاسونه نه پورته کوي،دهغه لمونځ صحيح نه بولي. که څوک په امام پسي الحمدلله نه وايي،دوی يې لمونځ صحيح نه بولي.))

همداهغه هغه بدمرغي ده چي زموږترمنځ نه وحدت رامنځ ته کېږي نه زغم،هره غاړه په بل پسي داسي څه لیکي چي له واقعیته لري دي . زه دانه ردوم چي کوم کسان ځانونه سلفیان بولي په هغوی کي به داسي خلک نه وي چي احناف ګمراهان اوکافران بولي،خوداهیڅکله ددې معنی نه ورکوي چي په دې سیمه کي موجودټول سلفیان همداسي دي . که خبره داسي شي چي دڅوکسانوپه وجه پرټوله مفکوره داټاپه ولګول شي نوبیاخوستاسوکتابونه هم په داسي لیکنوډک دي چي همدې سلفیانوته کافران،ګمراهان اودکافرومزدوران وايي . نوایاپه دې سره موږ ووایوچي ټول احناف همداسي دي؟ نه هیڅکله نه! داشخاصوپه کړنواوویناووسره پریوفکرټاپه نه شي لګول کېدای اوداسي هم نه شي کېدای چي دیوفکرلارویان دخپلوملګروله کړنودفاع وکړي . په هرفکري مکتب کي مهمه داده چي دفکرله اصولواواساساتودفاع وشي نه له اشخاصو،ځکه اشخاص هرڅه کولای شي .

بیازیاتوي :
((دابيابله داسي ډله ده چی نوريې په تعصب اوتنګ نظرۍ کی شاګردان هم ندي.برعکس که دنوروهيوادونوسلفيان وګورو،هغوی داسي ندي،ددوی اوهغوی ترمنځ خورازيات توپيرله ورايه څرګنديږي.))

دلته بایدواضحه کړم چي په دې سیمه کي داسلام له اصلي سرچینوڅخه دخلکودناخبرۍ په وجه هغه کسان خورا ډېربدنام شوې چي کوښښ کوي ددې سیمې په ټولنوکي دمروجوغیراسلامي عقیدواوبدعاتومخه ونیسي ښه بېلګه یې په خپله په حنفي مذهب کي دپنچ پیریانوډله ده،هغوی دومره بدنام اورټل شوي چي ډېری خلک دهغوی اوپه اصطلاح سلفیانوترمنځ توپیرهم نه شي کولای حال داچي هغوی خوراکلک حنیفیان دي . همدې وجوهاتو مقابل لوری هم ځینوسختیوته اړایستلی دی،ځکه انسان کمزوری دی کله چي په هغه پسي بدویل کېږي نوهغه هم پر قراره نه کښېني چي مخالف یې څه پسي وايي دی یې لس چنده پسي وايي . ددې حالت اصل عامل زموږهغه علماء دي چي داصلاح پرځای دې اختلافاتوته دهواورکولوهڅې کوې،په کارخوداوه چي هغوی په خپله خواکي خامۍ هم اصلاح کړې وای اوله هغونورویې هم غوښتي وای چي دغه تېروتني درپکې دي اصلاح یې کړی .زه خوپه دې نظر نه یم چي له رفع الیدین پرته لمونځ نه صحیح کېږي اوکه څوک الحمدلله په امام پسي ونه وايي دهغه لمونځ نه شته البتة داهرومرووایم چي درفع الیدین اوقرآت خلف الامام دلائل ترهغونوروقوي دي . په دې کي که له ماسره څوک اختلاف لري ودې لري دایې حق دی . زه یې نه منعه کوم خوکه زماپرخلاف لیکنه وکړي نوزه مجبوریم چي ځواب ورکړم زه یوازي دخپل موقف دفاع کوم . هو! پرداسي موضوعاتوهم لیکنې کوم چي زماپه انددبدمرغیو اصلي سرچینې دي چي یوپکي ړوندتقلیددی ماپردې موضوع لیکنه کړې اواوس هم پرې پښیمانه نه یم .

بیاوايي :

((دبېلګي په ډول عرب سلفيان،چی ددوی سره يې ډېرزیات فرق شته. هغوی داسي بې ځايه فتواوي هم نه ورکوي،نه په فروعي مسائلوهغه دومره ټينګارکوي،هغوی دامام احمدابن حنبل مذهبيان دي،دهغه مقلدين دي،سلفيان ځکه ځانوته دعقيدې پراساس وايي.خودغه مهاجرخان دوی داسي دي چي څوک چی ددوی پرلارنه وي روان هغه ټول ګمراهان بولي،په فروعي اختلافات کی دومره سختي کوي،چی اسلام يې پدغوخبروپوري منحصرکړی دی .))

سمه خبره ده دعربووروڼوتګلاره زماهم خوښه ده هغوی ښه کوي چي دسختۍ پرځای له نرمۍ کاراخلي په دعوت کي دې عنصرته سخته اړتیاده،منطق اومعقول استدلال چي له داعي سره څومره مرسته کوي بل هیڅ شی یې نه شي کولای . سختي اوسپکي سپوري نه نبوي تګلاره ده اونه انساني له داسي چاروپه کلکه ډډه په کارده کنه دګټې پرځای به یې تاوان ډېروی . ښاغلی افغان ماپه کومه لیکنه کي داسي څه ویلي چي ته یې دومره دردولی یې؟ دکوم څه په ځواب کي چي تاقلم پورته کړی هغه دبل چادي نه زماکه دهغه په لیکنه خواشینی یې نوهغه ته ووایه زه نه یم . موږدوه بېل کسان یوچي نه هغه ماپېژني اونه زه هغه . خوبیاهم نرمي په کارده ته چي دڅه پرخلاف راپورته شوی یې بیرته پکي واقع یې .

ورپسې وايي :

((بياپدوی کی دغه ځوان عبدالودوديامؤمن مهاجردابياپه تعصب کی ممتازدی .داښاغلی دين دابولي چی په امام اعظم صيب باندي نيوکی وکړه،دفقه حنفي په کتابونونيوکی وکړه،احناف بدنام کړه.عوام مسلمانان په دين کی شکمن کړه.دادخان مهاجرخان کاردی.))

زه نه پوهېږم چي خلک به ماته په کوم نظرګوري خوزه یوڅه په ډاګه ویل غواړم هغه داچي که څوک تېروتی وي هغه تېروتی بولم . داچي ښاغلی افغان ماپه دې تورنوي چي زه پرامام ابوحنیفه رحمه الله بدردوایم نوپه دې کي یې ډېره بې انصافي کړې ده زه په پوره اخلاص وایم چي والله! امام ابوحنیفه ته په هومره درناوي دزړه له کومي قایل یم څومره چي له یومخلص مسلمان،مجتهد،فقیه اومحدث عالم سره ښایي زه دامت په امامانوکي دیوه ترمنځ هم توپیرنه شم کولای والله چي کله دیوه مناقب ګورم دبل هغه راڅخه هېروي اوچي دبل ګورم دبل هغه راڅخه هېروي . دوئ په بڼ کي دهغوښکلوګلانوپه څېردي چي له منځه یې دیوه انتخابول دوجدان پرخلاف وي . په عمومي توګه په احنافوپه کي توپیرشته . له دې هیڅوک سترګې نه شي پټولای اودایوروښانه حقیقت دی . داچي پرمادي داتور لګولی چي غواړي خلک په دین کي شکمن کړې داستاخپل شخصي نظردی الله جل جلاله زماپه نیت ښه خبردی . خپل شخصي برداشت پربل چامه تپه .

بیاوايي :
((پټه دي نه وي چی نوموړی ځان دمؤمن مهاجرپه نامه يادوی،پداسي حال کی چی نه خوپوره مؤمن دی اونه هم مهاجر.که څوک سوال وکړي چی تاته څنګه دامعلومات حاصل شول،هغه خوتاندی ليدلی؟ جواب دادی چی دده له تګلاري داهرڅه ډېرپه ډاګه معلوميږي،څوک چی دده ليکني ولولي،پدې پايله به رسيږي .پوره مؤمن ځکه ندی چی دمؤمن صفات پده کی پوره نشته،په هغوصفاتوکی يولوی اومشهورصفت دادی چی دحق په ويلوکی به له مخلوقه نه ويريږي.خان مهاجرخان دهغه څه په بيانولوکي چي دی يې حق بولي،دمخلوق نه دومره وېره لري چی خپل نوم هم نشي بربنډولی.نوځکه مونږويلی شوچی پوره مؤمن ندی.
2:دمؤمن صفت دادی چی دخلګوترمنځ سوله راولي،نفاق اوتفريقي ختموي.خان مهاجرخان مونږوينوچی سوله راوستل خوپرېږده،نفاق خوروي،په مسلمانانوکی دبدګمانۍ اوددښمنۍ راپارولوته يې بډي وهلې دي .کله ددين په جامه داکارکوي اوکله په سياسي جامه کی .په هجرت يي خدای ښه خبردی چی امريکاته يې هجرت کړی که برطانياته اوياهم بل کفري هيوادته ،دابه دی راته ووايي،چی چېري اوسي.))

دی پرمادانیوکه کوي چي ته ولي ماته دخپل ولایت،ولسوالي،کلي،کوراوپلارنوم نه راښيې؟ زه بیاهم هغه خبره کوم چي څه موده وړاندي مي درته کړې وه اوهغه دیوسف علیه السلام داویناوه چي قرآن کریم نقل کړې ده :

وَمَا أُبَرِّىءُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ (یوسف :۵۳)
زمالیکنې خلکولیدلي دي هغوی به په خپله قضاوت وکړي .

بیاوايي :
((مخکی به يې په حضرت امام اعظم صيب پسي بدويل،هغه به يې بدناماوو، ويل بي چی فقه حنفي له خرافاتوډکه ده. اويافيصده دقرآن اوحديث سره ټکرده. خواوس يې بياپه ښاغلي حکمتيارصيب پسي قلم راخيستی دی.))

نه یوازي داچي په حنفي فقه کي کمزوري شیان اوله ځانه جوړشوي موضوعات شته بلکي داسي تېروتنې له هرچا کېدای شي . وروسته تاهم منلي چي زموږپه فقه کي کمزوري کتابونه شته . په حکمتیارپسي ماقلم نه دی رااخیستی هغه لومړی سړی ووچي په دې نوم یې مناقشوته لاره پرانیسته کله به یې صحیح احادیث ردول اوکله به یې له ځانه په قرآن کریم کي ګوتې وهلي چی داحاديثوپه اړه دده دغيري منطقي دريځ په وړاندي يې مادخپل اسلامي احساس له مخي پرهغه نقدلیکلی ووچي بیابه یې هم پرلیکم هیڅکله به یې پرېنږدم .

بل ځای وايي :
((بايدووايم چی زه نه دحزب اسلامي غړی يم اونه هم ځان حزبي بولم. ديوه مسلمان په حيث داخوښوم چی ددوی اوطالبانوترمنځ سوله راشي،بلکی داغواړم چی هغه پخواني مجاهدين ټول دطالبانواوحزب اسلامي سره متفق شي،ټول سره جمع شي،ټول دامريکاپه خلاف راپاڅي اوپخپلوکی سره وروڼه شي، په ګډه يواسلامي نظام جوړکړي،که دوی سره يوځای شي امريکادلته شپې نشي تېرولی .))

داچي ته حزبی یې که دامارت ملاتړی له دې سره زموږسروکارنه شته . هو! هرمسلمان داهیله لري چي افغانان سره یوشي راغلي صلیبي یرغلګروشړي،دملت په خوښه یواسلامي حکومت جوړکړي اوشرعي نظام نافذکړي . دانه یوازي درښتني مسلمان افغان هیله ده بلکي دهررښتني مسلمان هیله هم ده .

بل ځای وايي :
((رابه شوبېرته خپلي موضوع ته دده دليکنوحاصل اوخلاصه داده چی بايددطالبانواوحزب اسلامي ترمنځ نورهم اختلافات زيات شي،ددوی ترمينځ چی څومره اړيکی اوس بې خونده دي،بايدنوري هم بې خونده شي،ددوی ترمينځ که يودوه مرګونې پېښي اوس رامينځ ته شوې دي،بايدنوري هم ورته پېښي رامينځ ته شي،که اوس په طالبانواوحزب اسلامي کی داسي کسان وي چی ديوه اوبل په نقصان حتی خوشحاله وي،بايدداسي کسان نورهم زيات شي. دنوموړي لومړۍ ليکنه مي چی کله ولوسته،يقين مي راغی چی داهمغه سړی دی،کوم چی دتقليدپه اړه ليکني کوي،دحنفي مذهب په اړه منفي تبليغات کوي،خلګ دمذهب نه نفرت ته وربولي . ))

زه بیاهم درته وایم چي په تفرق اوډلوډلبازیونه یم خوشاله هغه که په هرنوم وي ټول مسلمانان سره وروڼه دي باید یومشر،یوتنظیم،یوه تګلاره اویومشروع اسلامي نظام ولري . داچي ته ماپه دې تورنوې چي نفاق ته لمن وهې نوزه ستاخوله نه شم بندولای،ځکه دخلکوخولې نه بندېږي هغوی هرڅه وايي . بیاهم تېروتلی یې زه بیاپه تکراراو تاکیدسره وایم چي زه عبدالودودنه یم . زه نه دحنفي مذهب پرضدتبلیغات کوم اونه داحنافوبلکي هڅه کوم چي په دین کي دورننوتوغیراسلامي عقیدې اوبدعاتومخه ونیول شي . ماپه همدې تکل قلم رااوچت کړی چي دالله جل جلاله په فضل به یې ترمرګه کښېنږدم . داچي ته اوستاملګري مي په هرنوم یادوی هغه ستاسوکاردی .دحق په وړاندي دباطل پلویانوهروخت سرراپورته کړی اواخیرالله جل جلاله حق ته سوبه ورکړې ده .

بیاوايي :
((دده هڅه په ټولوليکنوکی داوي چی په څه توګه وکولی شي چی خلګ داسلام په يوه علمي ډېوې حضرت امام اعظم ابوحنيفه رحمة الله عليه باندي بدګمان کړي. نوموړی دحنفي فقه دځينوغيرمعتبروکتابونوهغه خبري رااخلي چی هغه هيچاته دمنلووړندي،خوداښاغلی هغه پخپلوليکنوکی مخي مخي ته کوي چی دادی احناف ګورئ داسي غلطي خبري کوي.
چی هغه نه احناف علماءبيانوي،نه چاته دهغوخبرودعوت ورکوي اونه هم ورباندي عمل کوي.خوداسړی يې يادناپوهۍ اوياهم دضداوتعصب له کبله بيانوي چی داښاغلی يې داحنافوسره لري، داحنافوپه بدنامۍ خوشحاله دی،پدې خوشحال دی چی په څه ډول په فقه حنفي کی داسي خبره پيداکړي چی دهغې له مخي وکولای شي،خپله ظالمانه اوبې رحمانه فتوی پراحنافوچسپان کړي ..))

ددوئ ترټولولویه وسله داده چي سلفیان پرامام ابوحنیفه رحمه الله نیوکې کوي،په بدنامه یې یادوي اوسپکې سپورې ورته وايي . تاچېري زماپه لیکنه کي ولیدل چي ماامام ابوحنیفه رحمه الله ته بدردویلي،دهغه سپکاوی مي کړی اوخلکوته مي دعوت ورکړی چي ددې سترعلمي شخصیت بې احترامي وکړي . محترم روح الله افغان صاحب لږانصاف کوه . په یوچاپسي له څه مدرک اوسندپرته تورمه پوري کوه . ماچي په خپلولیکنوکي کومې حوالې ورکړې وې هغه کتابونه کمزوري نه وودحنفي فقهې معتبرکتابونه ول چي په هغوکي هدایه،شامي،هندیه اوداسي نورشامل دي . اوپه هغوکي داسي موادهم ووچي له عقیدې سره یې تړاودرلودنه له فرعي مسائلوسره . ته ولي اوس په غوسه شوې ماخوتاته هلته بلنه درکړې وه چي راځه دامسائل به سره وڅېړوکه دې له اسلامي لید لوري سم ثابت کړل پرغبرګوسترګویې منم . مګرتاهغه کیسه پرېښوده اوس غواړي چي دخلکوله احساساتوپه ګټه اخیستودسلفیانوپه نوم ډله بدنامه کړې .

ورپسې زیاتوي :
((که ده نن داسي ليکني پيل کړې دي چی دطالبانواوحزب اسلامي ترمنځ عداوت اودښمنۍ ته لارهواروي،نودادده له شان سره څه نوې اوعجيبه خبره نده،ځکه مخکی هم دده یوازي داوظيفه شوې چی په مسلمانانوکی تفرقه پيداکړي،هغوی ته پخپل دين اومذهب کی شک ورواچوي،خلګ پرامام اعظم ابوحنيفه رحمة الله عليه اوپرنوروغټوغټوامامانواوعالمانوباندي بدګمانه کړي،پخپل منځ کي نفرت سره وکړي،فتواوي په يوه اوبل ولګوي، ترڅولدې لاري دی ځان خپل شوم هدف ته ورسوي .
دده اوس عادت جوړشوی،له خپله عادته مجبوردی،خامخابه پريوچاباندي ردليکی ،يابه يې پرحضرت امام اعظم ابوحنيفه اودهغه پرمتبعينوکثرالله سوادهم باندي ليکی ،يابه يې پريوه اسلامي تنظيم ليکی اويابه يې پريوه درونداسلامي ليکوال ليکی چی هغه به ټول وخت ددين بيان ته وقف کړی وي،دهغه به هڅه داوي چی څنګه دخدای دين بيان شي،خلګ بايدلدين نه معلومات ترلاسه کړي.

که تاسودرانه لوستونکی دده ليکني تعقيب کړئ،نوداسلامي مضامينوداسي ليکوال به پاته نه وي چی ده دي هغه زهيرکړی نه وي،خان مهاجرخان دي دهغه سپکاوی نه وي کړی،ده دي دهغه په ردکی ليکنه نه وي کړې .

دده بې انصافي دومره دحيرانتياوړده چی سړی ورته حيرانيږي،ځکه دی اوملګري يې شپه اوورځ په حضرت امام ابوحنيفه،حنفي فقهي اومذهبي عالمانوپسي منفي تبليغات کوي،په هغوی باندي ټاپې لګوي،دهغوی تحقيرکوي اوپه هغوی باندي تهمتونه لګوي.

خوکه يومذهبي سړی راولاړشي يوازي دځان دفاع وکړي،ددوی بې موډه اعتراض ته جواب ووايي،دحضرت امام اعظم صيب نه دفاع وکړي،دځان دفاع وکړي،داخبره بيانوي چی اې بې انصافه خلګو!مونږامام ابوحنيفه رحمة الله عليه رب نه بولو،هغه پيغمبرنه بولو،دهغه خبري داسي نه بولوچی له ځانه يې دادين جوړکړی دی،داسي نه وايوچی مونږدقرآن اوحديث سره دده مخالفه خبره هم منو،بلکی مونږتقليديوازي په غيرمنصوصي مسائلوکی کوواوداسي وايوچی حضرت امام صيب رحمة الله عليه يوامام دی،زمونږدپاره ديوه استاذحيثيت لري،مونږنشوکولی چی هره مسئله له قرآن اوحديث نه ثابته کړو،نولدې کبله مجبوريوچی  ديوچاخبره به منو،دداسي چاچی زمونږورباندي دايقين وي چی ده داخبري له ځانه ندي کړې،خواهش پرست هم نه وو،بلکی يوحق پرست اوله الله پاک نه وېرېدونکی انسان وو. دامسائل يې له ځانه ندي بيان کړي،بلکی له قرآن اوحديث نه يې بيان کړې دي،دقرآن اوحديث مطالعه يې کړې ده،بيايې داحاصل مونږته بيان کړی دی،مونږاوس ورباندي عمل کوو.
دازمونږدمذهبي خلګوتګلاره ده .))

دلته نوموړي بیاهڅه کړې چي دبې ځایه تورونوپه لګولودخلکواحساسات راوپاروي څوک چي په استدلال کي کمزوری وي هغوی تل هڅه کوي چي دمنطق پرځای دخلکوله جذباتوناوړه ګټه واخلي . په یوه اوبل بې بنسټه تور خلکوته دحقیقت پرځای له ځانه خبرې جوړې کړي . دوی ته اوس یوازي همداحربه ورپاتي ده چي سلفیان په امام ابوحنیفه رحمه الله پسي بدوايي . سره له دې چي دابې ځایه اوبې بنسټه توردی . پاتي شوه دحنفي فقهې مسئله نو زه بیاهم وايم چي ډېرې تېروتنې پکي دي که دي زړه غواړي راځه چي په سړه سینه یې سره وڅېړوله عقیدې نیولي ترفقهې اصولواوجزئیاتوهرڅه به په سړه سینه دیومنطقي دریځ له مخي سره پرتله کړو،خودایې ځای نه دی .


ورپسي وايي :
((داسي بې انصافه اومتعصب خلګ هم اوس پیداشول چی دين يوازي دابولي چی داحنافومسلمانانوترمينځ دښمني،کرکه اوبې اتفاقي وراچول بولي. ددغوکسانودپاره دحنفي فقهي کتابونوسزاټاکلې ده،چی انشاءالله تعالی داسلامي امارت په بېرته راتلوسره به دوی ته هغه سزارسيږي،غم مه کوئ،))

داچي داسلامي امارت دریځ زموږپه وړاندي څه دی؟ دادهغوی خپل کاردی موږورسره څه غرض نه لرو. وخت به ثابته کړي چي هغوی څه کوي؟ 

بیاوايي :
((مهاجرخانه!ستاسوګټه دانګرېزانواوامريکايانوپه شتون کی ده،ماخودامارت په وخت کی ونه ليدل چی فلانی صيب سلفي شو،فلانی مذهب نه مني. داکیسې خودامريکايانودراتګ سره شروع شوې،خوورځي مولنډي دي،هغه ورځ لري نده چی تاسواې سلفيانو!له مذهبه منکرينو!دحنفي مذهب دښمنانو! داسلامي حنفي محکمې په رڼاکی به دخپلوکړوپه سزارسيږئ .))

تاسوپورته ویلي ووچي بایددوحدت هڅه وشي اودیوبل پرخلاف څه ونه ویل شي . دلته خوتاهم هغه څه ویلي چي له یوداسي داعي سره نه ښايي. ولي دي دزغم،منطق اوتعقل لاره پرېښي چي په سپکوسپورودي پیل کړی دی لږ انصاف وکړه که یوچاته هرڅومره غوسه هم یې نودقلم په کارولوکي احتیاط کوه . دادب اومنطق له چوکاټه مه وزه په دې سره به نه یوازي داچي خلک له ځانه متنفرکړې بلکي دخپل هدف په وړاندي به خنډونه نورهم ډېرکړې .

الله جل جلاله خوپه قرآن کریم کي داسي وايي :
وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ْ(المائدة : ۸)
ژباړه : له یوقوم سره بدي موبایددعدل پرېښودوته اړنه باسي،عدل وکړئ چي تقواته نژدې کوونکي دی اوله الله ووېرېږئ بې شکه الله جل جلاله ستاسوپه کړنوخبردی .

مګرافغان صاحب دې اصل ته پام نه دی کړی اوځای پرځای یې داسي الفاظ کارولي چي دده په څېرله یوه عالم سړي سره مناسب نه ښکاري .

بیاوايي :
((مهاجرخان پدې ليکنه کی ځان داسي ګرزولی چی ګواکی دی دطالبانوداسلامي امارت لخوانمائنده دی،دهغوی دفاع کوي،په اسلامي امارت کی بلڅوک نه وو،نوداسلفوک يې ددفاع دپارهوټاکی. عجبه خبره ده،اسلامي امارت پرمذهب ولاړتحريک دی،دوی بې مذهبه سلفيان ندي،چی تادي دځان دپارهمدافع وګرزوي،ته خووايي چی حنفي فقه له خرافاتوډکه ده،اويافيصده مسئلې يې دقرآن اوحديث سړه ټکردي،احناف ګمراهان دي،ضال اومضل دي!! ستاپه څېرخلګوته اسلامی امارت هيڅ اړتيا نلري،تاسودافکرمه کوئ،چی مونږته اوس امارت څه نه وايي،نودبري وروسته به هم داسي معامله راسره کوي!!
که موداسوچ دځان سره کړی وي،نوداموډېربې ځايه اودبې عقلۍ سوچ دی. تاسوته به انشاءالله اسلامي امارت داسلام مطابق سزادرکوي،کومه سزاچی دمذهب پرېخودونکودپاره فقهي شريفي ليکلې ده، هغسي معامله به درسره کوي،چی څنګه درسره لازمه وي.ترڅولدغي نوې لاري توبه وباسئ. تاسوته که نن امارت څه نه وايي،نولدې کبله نه چی ستاسودطريقې تائيدکوي،بلکی لدې کبله چی اوس وخت ستاسودسزادپارهمناسب نه ګڼي،که څه هم په ځينوځايوکی تاسوته دامارت لخواسزادرکول شوې،لکه په مهمندايجنسی کی . په راتلونکی کی به انشاءالله نورهم دخپلوکړوپه سزاورسيږي چی تاسوپه مسلمه امت کی فسادراولئ،تاسوغواړئ فتنې راپورته کړئ،مسلمانان په دين کی شکمن کړئ.))

دلته یې بیادمنطق لاره پرېيښي اوداحساساتوپه توپان کي یې ځان په سپکوسپوروښه ستړی کړی دی . داچي دی وايي زه ځان داسلامي امارت داستازي په توګه معرفي کوم نوبیایې هماغه تېروتنه کړې ده . لیکنه دیوه چاده خو دی بل چاته نه درېږي . پاتي شواسلامي امارت دریځ نووخت به ثابته کړي چي هغوی څه اراده اوموقف لری تاسي یې هم استازیتوب نه شی کولای .

بیاوايي :
((زه په پای کی ښاغليولوستونکوته وايم چی دده داعادت دی،بېکاره دی،وخت ضائع کوي،ټيم پاسوي،کله په يوه اوکله پربل نيوکی کوي،کله په يوه نامه اوکله په بل دنفاق دتخم دشيندلوهڅه کوي،دخپل عادت نه مجبوردی.زه چی داليکنه کوم نوهم پوهيږي چی خامخابه دی څه په جواب کی ليکی ،دومره بهانه غواړي چی پرچاردوليکی ،نورخوالحمدلله خپله ليکني نشي کولی،ياژباړي کوي،ياهغه ژباړي دبل چاپه ردکی مخي ته کوي .درنوليکوالانوته وايم چی دده دليکنودجواب کوښښ مه کوئ،وخت موضايع کيږي،دی خوبېکاره دی،تاسوهم دکارنه باسي .))

بیانوتاولي دومره خواري کښلې اودومره اوږده لیکنه دي کړې ده . له داسي سړي سره چي کارنه لري اوته هم وايي چي وخت ضائع کوي دڅه لپاره په سروزې؟ خپل وخت هم ضائع کوې اوځواک هم،تردې به دي پربل شي لیکنه کړې وای کېدای شي خلکوته یې ګټه رسولې وای . اوس خودې هیڅ ترلاس نه کړل . په حقیقت کي ښاغلی افغان پردې خواشینی دی چي ده لومړی زماپرخلاف لیکنې وکړې مایې هم ځوابونه ولیکل چي اوس یې ځوابول له هره پلوه دده تروس تېره ده له همدې وجې دومره عصبي شوی دی کله یوڅه وايي اوکله بل څه .

بیاوايي :
((خان مهاجرخان ته وايم چی توبه وباسه،دغه کارونه پرېږده،اوس لادتوبې دروازه خلاصه ده ،بېرته سم حنفي شه،
دادمنافقت کارونه پرېږده کوم چی ستاعادت شوي دي  کنه مرګ لرې،دحساب کتاب ورځ راروانه ده،ته به پدې بې خوندوليکنوڅه ترلاسه کړې . زه خوفکرنکوم چي ستاليکنودي يوتن هم ستاموافق کړی وي،نوولي وخت ضايع کوې ؟
لله الحمدستامشوروته اړتیانه لرم په خپله الله جل جلاله عقل راکړی،کتاب یې رالېږلی اودرسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مي په وړاندي پراته دي . زمابلکي دهرمسلمان لپاره داحدیث کافي دی :
عن أنس بن مالك رضي الله عنه يقول جاء ثلاثة رهط إلى بيوت أزواج النبي صلى الله عليه و سلم يسألون عن عبادة النبي صلى الله عليه و سلم فلما أخبروا كأنهم تقالوها فقالوا وأين نحن من النبي صلى الله عليه و سلم قد غفر له ما تقدم من ذنبه وما تأخر قال أحدهم أما أنا فإني أصلي الليل أبدا وقال آخر أنا أصوم الدهر ولا أفطر وقال آخر أنا أعتزل النساء فلا أتزوج أبدا فجاء رسول الله صلى الله عليه و سلم إليهم فقال : " أنتم الذين قلتم كذا وكذا أما والله إني لأخشاكم لله وأتقاكم له لكني أصوم وأفطر وأصلي وأرقد وأتزوج النساء فمن رغب عن سنتي فليس مني " (متفق عليه، مشکوة باب الاعتصام بالکتاب والسنة ۱ / ۲۸)
ژباړه : له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي درې کسان درسول اکرم صلی الله عليه وسلم مېرمنوته راغلل دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دعبادت په اړه يې پوښتنه کوله ، کله چي دوئ ورته بيان کړ، نو هغوئ لږوبالی اوويې ويل : زموږاودنبي کريم صلی الله عليه وسلم خوډېرتوپيردی هغه ته خومخکينۍ اووروستنۍ ټولي خطاوې وربخښل شوې دي . په دوئ کي يوه وويل : زه به تل دشپې لمونځ کوم، هغه بل وويل : زه به تل دورځې روژه نيسم اونه به يې خورم اودرېيم وويل : زه به ځان له ښځوګوښه کوم نکاح به نه کوم . بيارسول اکرم صلی الله عليه وسلم دوئ ته راغی اوورته ويې ويل : هغه تاسوواست چي داسي خبرې موکړې وې؟ قسم په الله ! زه ترتاسوله الله جل جلاله ډېروېرېږم اوترتاسودالله جل جلاله ډېرمتقي يم خوزه روژه هم نيسم اوهم يې خـــورم، هم لمونځ کوم اوهم ويدېږم اونکاح هم کوم ، نوچاچي زماله سنته اعراض وکړهغه له ماسره هيڅ تړاونه لري .

په دې حدیث کي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم موږته ددین په اړه یولوی اصل بیان کړی . که هرمسلمان دخپل دین چاروته دهمدې حدیث په رڼاکي وګوري نوهیڅکله به بې لاري نه شي . هیڅ مسلمان په دې کي شک نه لري چي دحساب اوکتاب ورځ نه شته . داچي ته وايي : په دې لیکنوکي څومره خلک درسره موافق شوي دي نوزماکاردانه دی چي خلک راسره موافق شي زه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې فرمان :

بلغواعنی ولوآیة . (صحیح البخاري ) عمل کول غواړم نتېجه یې دالله په لاس کي ده زه پرې مکلف نه یم .