د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعشقری په شعرونو کې طنزي توکي

پوهنمل محمود نظری 26.07.2011 16:57

التجایم بخدا عشقری اینست مدام
که نجاتم دهد از بانو و از خانم شان
انسانیت نسته د اوس له خلکوسره
له خدای مي غوښتی چې ژر ورک سی سره
له دنیا ټوله سوه د غیرت او ننګ کمبله
په بزم کښې ډانس کوي له خپلي خانمي سره
له خدای څخه مي دا غوښتنه ده مدام
چې ومي ساتي د هغو له بانو اوخانمی څخه

عشقری په خلکو کښې ژوند کوی او په ټولنې کښې ریا کاری ، غولونه او دومخې ویني، وايي زموږ یو عیب نه لرو چې هغه څوک هیر کړي. مثال ورکوی چې زموږ ماته هینداره څوک رانیسي هغه چې یوازې ماته نه ده وینو خوړلي او زنګ يې هم وهلی دی
موږ څه ازمايي ټوله شته مو بایلی او هم مو ننګ او غیرت بایلی دی
هم هغه په دې غزل کې تضاد یانی دوه متضاد وییونه په یو بیت کې کارولی دی لکه زکات او قلنګ. ،سلوک او جفنګ ، صاحب اساس او ملنګ، صلح او جنګ.. دا تضادشعر ته طنزی وزن ورکړی دی او بل داچې دیو شی داصلی علت سره يي یو بل اضافی علت راوستل شعر ته طنزی خوند وربښی لکه چشم یار او لعل لب،ناخن شیر او خشم پلنګ، زنار او ګرنګ، طبع کلفت او وضع دبنگ ...

صاحب اساس بودم و گشتم ملنگ هم
دادم زکات مال و گرفتم قلنگ هم
آیینه شکسته مارا که میخرد
خورداست موریانه و بگرفته زنگ هم
فرهاد را مگو که بیک تیشه مرده است
صد داغ بر سرش بود از ضرب سنگ هم
دیگر ترا بمن چه سر آزمایش است
کز مال و سر گذشتم و از نام و ننگ هم
سر تا بپای جرمن و پاریس کافتم
مثلت نیافتم بخدا در فرنگ هم
تنها مرا فریب ندادست چشم یار
لعل لبش بمن زده بسیار رنگ هم
از کشت و کار اهل محبت بهر زمین
ناخن شیر روید و خشم پلنگ هم
آن برهمن به من نشود رامم از چه رو
زنار بسته کردم و خواندم گرنگ هم
در حیرتم چه وصف نمایم رقیب را
طبع کلفت دارد و وضع دبنگ هم
دردانه که میطلبیدم نیافتم
کردم سراغ گرچه بکام نهنگ هم
من سوختم ز شیوه گرگ آشنایت
درعین صلح میزنی الفاظ جنگ هم
منظور نیک و بد بود آثارم عشقری
بیت سلوک دارم و فرد جفنگ هم

د هر څه خاوند وم او یم ملنګ هم
دمال زکات ورکړم او اخلم قلنګ هم
زموږ ماته هینداره څوک رانیسي
وینو خوړلی او وهلی یې دی زنګ هم
مه وایه چي فرهاد په یوه تیښه مړ سو
سل ټپونه يې په سر وه دډبرو هم
نور مې ته په څه شی ازمايي
د مال اوسر تیر سوم د نام اوننګ هم
ټوله جرمن او پاریس می وپلټه
ستا غوندی مي پیدا نه کړ په فرنګ کې هم
یوازې زه د یار سترګو نه یم ختاایستلی
سرو ښونډو يي زما سره وهلی ډیر رنګ هم
پر هره مځکه د مینانو د کښت اوکره
د زمری نوکان شنه سوه او خښم د پړانګ هم
هغه برهمن به نسي په هیڅ ډول زما رام
زنار مې تړلی او لولم ګړنګ هم
اریان یم چې څنګه صفت وکړم رقیب ته
طبع مې بده اووضع می ددبنګ ده هم
هغه در دانه چې مې غوښته پيدا می نه کړه
که څه می وپلټه د نهنګ په کام کې هم
زه وسوم داشنا د لیوه له کره
په سوله کې خبری کوی د جنګ هم
له دی ښو اوبدو څخه مي موخه ده عشقری
بیت د سلوک لرم او مصره د جفنگ (چټیاتو) هم

عشقری په طنز وايي په دې ښار کښي اوس خر مهره تر ګهر ګرانه ده. اوس خلک اصیل شی نه پيژني او په ورم وايي :
که غواړې چې قدرمن شي نو خپل ښکرونه او لکۍ وښییه په دې ټولنه کې تر هغه نه ادم کیږی چې غوا اوخر نسې .
‌از قيمت خرمهره مپرسيد درين شهر
بسيار بلند است ز نرخ گهر امروز
شاخ و دمی بنمای كه تا قدر بيابی
آدم نشو ی تا نشوی گاو و خر امروز
مه پوښتئ په ښار کې د خرمهری بیه
ډیره ګرانه ده د ګهر تر بیې نن
ښکر اولکۍ وښیه چی قدر پیدا کړې
نه ادم کیږې چې نه سې غوا اوخر نن