د مور قدر
15.07.2011 21:20یه خــلکو قـــدر د خپل مور وکړئ
د پلار،نیکه اود خپل ورور وکړئ
دنیا فــاني ده جـــــدائي شته پکې
مینه یو بـل سره پــــه کـور وکړئ
ای زما ګــرانې مهــربــانې مورئ
په ژوندانه کې سرګردانې مورئ
تــه رانـــه لاړئ زه یوازی شــومه
بي بي حاجي جنت نشانې مورئ
زه دی هیڅ کــله پریښودلې نشم
له خپل زړګي نه دی ایستلې نشم
ستا خاطرو سره ژونـــدی بـه یمه
ســـتا خـــوږ یادونه هیرولې نشم
زما لا اوس هم هغه شپه یادیږي
د پردیسئ په لور شیبه یادیږي
چې دروازې کی په ژړا ولاړ وئ
د خدای دربار ته په دوعا ولاړ وئ
اول کتاب دی زما سر کې کیښود
بیا دی خپل لا س زما ټټر کیښود
یوجام اوبــــه دی په لار وشیندلئ
د زړه لـه غــمـه دې ډیــر وژړلــــې
پدی دنیا کی مور یو لوی نعمت دی
دوعا د مور انسان ته لوې قوت دی
د مورصفت خدائ په کتاب کی کړې
د مور پښو لاندی ښایسته جنت دی