د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا څه ګلګلمیري ده ؟

حفیظ الله خالد 02.07.2011 00:27

زموږ په پاکی خاورې کی دا څه ګلګلمیري ده ؟
هوټل د جنګ میدان دی په روغتون کی ځانمرګي ده

نه خیال د زنانه شته او نه رحم  پرکوچنیا نو
په ښارکی ځانمرګي او په بانډو کې بمباري ده

هرخوا وینې بهیږي هم په کلې هم په ښاردې
توپیر د خلکو نشه چې ملکي ده یا پوځي ده

ترڅوبه دا جنګونه او مرګونه نورجاري وي
 ناورین ده مصیبت ده دا د خاوری تباهي ده

ډېرئ یې تباه کړي د وطــن تنکي ځــوانان دي
  نن هری ونې لاندې ناست یا ګوډ ده یاچرسي ده

نه رحم نه انصاف شته نه بشر ته احترام شته
غوبــل په خلکو جـوړده دا یو لویه بدبختي ده

نږدی ده هیوادوالو چی بیړئ د وطن ډوب شي
له ورایه معلومیږي په وطـــن  ایله جاري ده

چارواکي د چوکیو او قدرت په میومست دي
یو څاه کني وبل ته څارنوال ده که قاضي ده



قانون دلته په نــوم دی پلئ کړئ یی څوک نشي
وطن کی خپل سري ده ،بی نظمي ده زورواکي ده

بچي د دی وطن دي چې په وینو کې لمبیږي
د وینئ ډک ویالئ دي  دمرګونو ارزاني ده