غزل
19.06.2011 17:13چا ته مې ونه ژړل هر چاته مې خندا ورکړه
دا مې پښتو وه چې اغیار ته مې پناه ورکړه
دا چې کاروان مې بې منزله مزلونه وهي
ما هر ساروان ته د منصور غوندې سزا ورکړه
څوک چې د میني د ننګونو لېوني لټوي
هغو نادانو ته خو ذکر لږ زما ورکړه
د زړه بیلونکو په دوا او دعا کار ونشو
اې لویه خدایه ته له خپلي لوري شفا ورکړه
دغه شېبه ده بدنصیبه که نېکمرغه ده
چې مې اشنا مخي ته راغی نو ما ساه ورکړه
نور خو آرین له شېخه څه ګیله په زړه نه لري
بس سوله غواړي له سولي ډکه پښتونخوا ورکړه