د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نجیب الله آرین 25.05.2011 21:49

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

غمونه د کلونو وو څو لفظونو مې بیان کړل
زخمونه مې راټول کړل په دردونو مې بیان کړل

رازونه مې پټ ساتل چې ذړګی مې پرې دمه وو
قلم مې لاس ته ولوېد او شعرو مې بیان کړل

دنیا وه ناخبره چې زه هم د میو غل یم
ما چاته نه ویل خو تیندکونو مې بیان کړل

له لري به یې څه تعریف او ذکر درته وکړم
د شونډو خوند یې څه وو بس خوندونو مې بیان کړل

یقین دې په لفظونو د آرین نه وو مالیاره
ظلمونه د خزان واړه ګلونو مې بیان کړل