یادوم
05.07.2011 22:19شېبې پاتي شوې په شمار دې هم زه یادوم
بس چې ته راسره څنګ کې یې ولاړه پروا نشته
که د ښمن مې شي ټول ښار بیا دې هم زه یادوم
ساقي ډکي پیالې راوړې چې به هېرکړمه جانان
ښه نشه یم ښه خمار بیا دې هم زه یادوم
ستا یادونه خو یوازي په خوبونو کې زه نه وړم
شپه پناه شوه په سهار بیا دې هم زه یادوم
که څه هم په پسرلي کې د ګلونو قدر کم شي
زما ژوند دې ټول بهار بیا دې هم زه یادوم
وس غزل دآرین نقش کړې د خیالونو په دفترکې
ته مې مه منه خپل یار بیا دې هم زه