د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوناو د سيند په غاړه

حفيظ مليار 18.06.2011 01:35

د دوناو د سيند په غاړه


د دوناو د سيند په غاړه
يو ښايسته ماځيګری وه

المر ورو ورو ولويدلو
يخ شمال نری نری وه

د شفق د چتر لاندی
د اوبو غږ او ځګيروی وه

د سيند ديخوا او هغی خوا
د ځنګلونو مست شنيلی وه

له ښلا جوړ طبيعت وه
تا به ويل چې جنت ګی وه

هره پيغله په ښايست کې
د ګلابو جوړ ګيډی وه

مينه مينه ښکلول وه
خوشحالې وه جوړ جاری وه

د وطن په سوچ کې لاړم
څو چې پوه شوم ماښای وه

د وطن د جنګ لمبو ته
ډک له غمه می زړګی وه

د حفيظ مليار افسوز وه
هلته جنګ دلته سپرلی وه

ويان د اتريش ښار