د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انسان ښکلي دي

حفيظ مليار 20.12.2013 10:33

انسان ښکلی دی : حفیظ ملیار
مینه منم وفا منم ماته انسان ښکلی دی
دانسانیت لباس کې والله چې جهان ښکلی دی



زه د بشر د ژوندن حق ته احترام لرمه
دورورولۍ او محبت داشین اسمان ښکلی دی
دمرګ اوژوبلې اوازمړوای صداقت وای هر خوا
په دا لڼډعمرکې د ژوندکول ارمان ښکلی دی
کاشکې چې جوړه شي په سوله کې دمینې دنیا
هرې لیلاته خواکې ناست دزړه جانان ښکلی دی
که دا نړۍ ګلاب ګلاب سپرلی سپرلی شي چیرته
حفیظ ملیار ته خودا خپل افغانستان ښکلی دی