د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا د شهیاو په ياد

حفيظ مليار 19.07.2014 16:42

د پکتیا دشهیدانو په په یاد

زه شهیدان د پکتیا وژاړم
که لره بره پښتونخوا وژاړم
زاړه ځوانان زمونږ په وینو رنګ دی
کله سبا کله بیګا و ژاړم
اورونه بل دی د پردو په لمسون
زه نو له خپل که له بل چا وژاړم
په پښتنو د چا زړه نه یخیږي
حیران ولاړ یم کومه خوا وژاړم
زه د نفاق ښامار چیچلی یمه
ملامت نه یم خامخا وژاړم
زما لیلا لیلا جانان وطنه
زه په هجران کې بی لتا وژاړم
حفیظ ملیار د په زخمو پوهیږم
زړګیه زه به ستا ژړا وژاړم