د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځواني لاړله

حفيظ مليار 20.10.2013 23:48

ځواني لاړه
د یو خیال په طمع طمع ځواني لاړه
سوزیدلم لکه شمع ځواني لاړه
دا ژوندون خو په ولله د سترګو رپ وه
څنګ چې زه پرې خبریدمه ځواني لاړه
سرمې سپین شو ګیره سپینه خوله کڼډاسه
نور زهیر شومه له تنه ځواني لاړه
کینه پریږده بغض پریږده مینه وکړه
را ترغاړې شه همدمه ځواني لاړه
د زړه درد مې درته وایم راته ژاړې
ژاړه ژاړه ای قلمه ځواني لاړه
په زړښت کې د ځواني خوندونه نه وي
زه ورځه د زړه مرحمه ځواني لاړه
زه حفیظ ملیار د زړه زخمونه شمارم
وزګار نشومه له غمه ځوا ني لاړه