د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هنر کې خلاقیت اونووښت

حفیظ الله خالد 16.03.2011 00:49

په  هنر کې خلاقیت او نووښت  یوله هغو مهمو ځانګړتیاوو څخه دی چی هنرمند ته د  بریالیتوب لاره پرانیځي، د خلاقیت او نووښت یو معنا دا ده چې هنرمند او شاعر تل باید  پدی هڅه کې وي چې  نوۍ او تازه هنري اثارټولنئ ته ډالئ کړئ دا هنري لاسته راوړنه که یوه ټوټه موسیقي وي  یا یو انځور، ادبي لیکنه وي یا کوم شعر باید د کوم بل اثر کاپي او یا بیلګه نه وي بلکه یو نوئ اوتازه هنري محصول وي چې یوازی د جوړونکي د فکري  هلوځلو په نتیجه کی منځ ته راغلی وي ،ابتکار او نووښت د هنرمند فکری استعداد ته  نور هم وده ورکوي او هغه د دی جوګه ګرزوي  چی نوي  ارزښتناک اثارمنځ ته راوړې برعکس تقلید او کاپی کول د هنرمند ادبي استعداد وژني اودهنرمند د ذهني پرمختګ مخه نیسئ.

موږ په خپل هنري چاپیریال کی  هره ورځ داسی هنري پیښو سره مخامخ کیږو د مثال په توګه زموږ د هیواد دموسیقې په ډګر کی وخت په وخت یوشمیرهنرمندان میدان ته دانګلي خو له دوی څخه یوازی هغو هنرمندان چی نووښتګر وو اود یوه ځانګړې سبک او لاری پیروي یی کړې میدان وړئ او د هغو هنر د چا خبره ګُل کړې او هنر یی د زمان د تیریدو سره سره لا اوس هم د خلکوپه زړونو کی لاره موندلې خو د هغوي تر څنګ  زموږ په ټولنۍ کی داسی کسان هم موجود وو او اوس هم شتون لري چی هڅه یی کړې چې د نورو هنرمندانو د لاسته راوړنو او د کار د محصول له لاری ځانته یوڅه شهرت وګټي دا ډله کسان د دی پرځای چی پخپله زیار او زحمت وګالي او نوي  په زړه پوری هنري لاسته راوړنئ ټولنې ته وړاندی کړي څرنګه چې خپل ځان کی دا هنري استعداد نه وینئ او یاد زیار او کوشش  خلک نوي چې نوي هنري لاسته راوړنې ټولنې ته وړاندې کړي نو دوئ ته آسانه لاره دا ده چې د نورو هنر مندانو سندری یا کټ مټ کاپی کړي او یا د  سندری د اصلي جوړونکۍ د اجازې نه پرته هغه کی یو څه تغیر راوړي چی دا کار نه یوازی د هنرله اساساتو بلکه  د اخلاقي معیارونو پر اساس هم یو ناجایز عمل بلل کیږي۰

دا ډله کسان به  د یو څو مودی شهرت خاوند شي مګرڅرنګه چی د دوی شهرت د  د نورو د لاسته راوړنو په نتیجه  ده نه د خپل  استعداد او زیار په برکت نو طبیعی خبره ده چی دوئ ډیر ژر بیرته له شهرته ولیږي او د دوې اصلي څیره خلکو ته بربڼډیږي.

د نورو د هنري لاسته راوړونو نه ناجایزه ګټه اخستنل زموږ په ټولنې کی نه یوازی د موسیقئ  او سندرو په برخه کی  بلکه  په ادبي لیکونوکی هم دا ناروا عمل همداسی روان دی د شعر په برخه کی خو حالت  زیاد د اندیښنې وړ ده  زموږ یو شمیر شاعران د انترنیتي آزادو خپرونونه په ناوړه استفادی سره  د یو  هنري  اثرحقوقي برخې ته هیڅ پاملرنه نه کوي،  دا لاندنئ مثال به زموږ د ادبی چاپریال اوسنئ حالت یو څه بیان کړي.۰
ما دوه  کاله مخکی د ( انسان مه وژنۍ ) تر عنوان لاندی یوه نظمي لیکنه کړې وه چې په یو زیات شمیرپښتو ویب پاڼو کی خپور شوئ او په ځینو کی خو تر اوسه هم موجود دی، څو ورځی مخکې می په  تعجب  سره دعوت ویب پاڼې کی  په هماغه نامه مضمون او قافیی  په لږ توپیر یو شعرد محترم سمیع الدین افغاني په نوم ترسترګو شو،البته زه پدی خوشحاله شوم چی افغاني صیب  زما د نظم په پیروي  کړی اود وطن بد حالت  یی په شعر کی انعکاس ورکړې ، مخکې د دی نه  هم زما د یو بل  شعر ( شین خالۍ )  نوم  هغه په خپل داستان ایښې  ( شین خالۍ زما د یو ډیر پخواني شعرنوم دی چی تر اوسه هم په یوشمیر ویب پاڼو کی له ډیر پخوا نه موجود دی په هرحال دا ماته کومه غټه خبره نده  مګر زما تشویش پدی کی ده چی دا شانې کاپی کول  او د نورو له  لیکونه ناجایزه استفاده به زموږ د دی ځوان شاعرد هنری نووښت او ابتکار مخه و نیسې له بله پلوه زموږ تمه د هیواد د ځوانو شاعرانو په تیره هغو لیکوالو او شاعرانو نه چې په بهر کې اوسي دا ده چې د شعر او لیکوالئ مقرراات او نورمونه په نظرکی ونیسي شاعري اولیکوالی هم لکه د ژوند نورو برخو ځانله قوانین اومقرراات لري همدا څو ورځې مخکې د جرمني د دفاع وزیر د خپل دوکتورا په تیزس کی د بل چا د څیړونو نه د ناجایزی استفادی له کبله خپلی دندی پریښودو ته مجبور شو، په هرحال زه دی ځوان شاعرته پداسی حال کي چې  لا زیات بریالیتوبونه غواړم هیله مند یم په راتلونکی کی دکاپي شوي شعرونه پځای  تازه او نوي شعرونه  او لیکنې ولرو۰
په پای کي د  شعر  اصلي بڼه  اوبیا  شعر کی  ځینې تغیرات  چی محترم افغاني پکی راولی څوبیلګې  زماد یو پخواني شعر ( شین خالئ  ) سره  ستاسو حضور ته وړاندې کیږي۰
انسان مه وژنئ
مه وژنئ بی ځایه انسان مه وژنئ
نور دا جنګ ځپلې افغان مه وژنئ
بس کړۍ بمباری زموږ په کلیوکی
دا د کلي خـړ ماشـومان مه وژنئ
هرماشوم یو ګل دی د وطن د بڼ
دا زموږ د هیلو ګـلان مه وژنئ
هرانسان چی وژنئ ټول عالم وژنئ
ښار او د کوڅو لارویان مه وژنئ
جنګ جګړه د ستونزو د حل لار نده
خوشی مو زاړه او ځلمیان مه وژنئ
پریږدئ چی د سولې لمر راوخیږي
دا زموږ د زړونو آرمان مه وژنئ
ای په جنګ کی ښکیلو خالدغږ واورئ
خدای ته ګورئ نورافغانان مه وژنۍ
خالد
///////////////////////////////////
مه وژنۍ!
مه وژنۍ نورسه ځوانان مه وژنۍ
نور دا ببر سرمـاشومان مه وژنۍ
بس کړۍ دغــه ظلم او جفا نــوره
نوردکلې زوړ اوځوانان مه وژنۍ
پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي
زموږد انازولي بچيان مه وژنۍ
تاسې به هم کــور لرۍ اولاد لرۍ
 دغه بې ګناه انسانان مه وژنۍ
صرف دغـارتګر اوترهګر په چم
نور مو د ايئن لارويان مــه وژنۍ
سميع الدين افغاني
م .کال   ۵ ٢ - ٢   -  ٢٠١١  
------------------

شین خالۍ
چې په خوا کمی جانان هم  را سره وي
داسی ښکاری ټول جهان چه را سره وي
د غمونو او دردونو بار می سپک شي
شین خالئ زلفی ماران چې را سره وي
هسی عطرو په خوشبیو کی معطر شم
لکه مشکو لوی کاروان چې راسره وي
چې د شوڼدو جام یی واړوم په سر کی
شم بیخود لکه شیطان چه را سره وي
چې د زلفو سایه بان لاندی یی پروت یم
باک می نشته که توپان هم راسره وي
زه خالد د یار په مینه مستانه یم
زولنې که د زندان هم را سره وی
حفیظ الله خالد
 ۱۹۹۳ /۳ / ۲۱ عمان