د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستونزې، هيلې راکوي

يوسف فهيم 30.01.2011 11:39

موږ له څه باندې درېو لسيزو راهيسې د ملي ستونزو په څپاند سمندر کې لاس و پښې وهو او غواړو چې داسې لاره ومومو چې د همدې څپاند سمندر له وژونکو څپو په بري سره د ژوند ساحل ته راووځو او د بريا ښکلى مخ پردواړو خواوو ښکل کړو.
که څه هم د همدې ستونزو په بهير کې ډېرى سياسي زعامتونه را ټوکېدلي او په دې لار کې يې له لاريونونو نيولې تر وسله والو بريدونو هڅې په لار اچولي، او د ژغورون په لار کې يې ډېرى خوږې خبرې ، ډېرى ژمنې او ډول ډول طرحې رالورولي، خو هغه څه چې په همدې ستونزو کې موږ ته هيلې رابښي او د خپلو ارمانونو په ترسره کېدو مو باوري کوي هغه زموږ د تږي، وږي ولس هغه دوامداره تنده ، ولږه او هم د نړۍ د نورو ملتونو په پرتله دپوهې د کچې ټيټوالى دى چې موږ تږي د اوبو ، وږي دمړښت او لاعلمه، د علم د حصول په لور، يوه سرتاسري ملي يون او هاند ته رابولي ، د تندې او ولږې ترخه، ملتونه په ژوند کې د خوږو د را خپلولو په لور رهبري کوي، د علم د حصول په لار کې يې اړينه مرسته کوي او د تږو وږو په زړو کې د تندې ولږې له ستونزې، دخلاصون يو سپېڅلى ارمان راټوکوي.
له همدې لامله ويلاى او باور کولاى شو چې د نړۍ هېڅ يو ځواک او هېڅ يو شيطاني لورى په خپل ټول ځواک او ټول شيطاني هاند د تږو وږو له زړه نه د اوبو او ډوډۍ ، او له ناروغ نه د درملنې مينه نه شي تروړلاى .
کله چې تږو ، وږو ته د خوړو مبرمه اړتيا راپيدا شي او د همدې تندې ، ولږې دوام يې يوه وېروونکې او وژونکې ستونزه شي، نو بيا همدا ستونزې، په ستونزو کې د اخته ملتونو په زړونو کې ديوې ملي ارادې او تحرک د راټوکېدولامل وگرځي اود وژونکو ستونزو پرخلاف دملي ارادې په تېره توره د ستونزو غاړه ووهل شي .
هغه سياسي شنونکي او آگاهان امور سياسي چې په حقيقت کې دوى د الوشيزم په ناروغۍ اخته دي هره ورځ افغانانو ته، په دې بده تمه چې زړه سواندي او سپېڅلي وپېژندل شي، ډول، ډول نهيلۍپه ډالۍ ورکوي؛ او هغه ځايونه گروي چې خارښت نه کوي نو دوى ترهغو ډېر خطرناکه دي چې په وسله وال مخالفت لاس پورې کوي، ځکه که هغوى يو يا دوه تنه وژلاى شي دوى هره ورځ په يوې هوسا راتلونکې د ميليونونو ميليونونو افغانانو باور قتلوي، سکون يې ختموي، اروايې ځوروي، د يوې روښانه راتلونکې د جوړولو هوډ يې زيانمنوي او لنډه دا چې ټول مثبت ټولنيز فعاليتونه په ټپه دروي او دا چم يوازې دوى نه، د افغانانو د مرستې په نامه راغلي مرستندويان هم کوي چې د الوشيزم د خپراوي او ودې لپاره يې همدغه ډول سياسي شنونکوته يوه ډالريزه پروژه په لاس ورکړې ده او د دوى شننې د رياليزم له بريده وتلي او تر الوشيزمه رسېدلې دي. موږ ډېرى ستونزې لرو، خو د ستونزو د له منځه وړو او اواري په لار کې همدا ډول خولې او شننې په کار دي!؟ که پرون همدويته چا قلم په لاس ورکړى واى او ورته ويلي يې واى چې ستونزې مو را لېست کړئ چې ترې خلاص مو کړو؛ باور دى چې نه به يې دومره هوساينه غوښتې وه څومره چې نن يې لري؛ نه به يې دومره سره او سپين غوښتي وو څومره چې نن يې په ځولۍ کې دي، او نه به يې د ملي اړتياوو په اړه دومره اړتياوې او ستونزې لېست کړې او په گوته کړې وې څومره چې نن عنوانوي. همدې وضعيت ته په پام سره ويلاى شو چې زموږ ستونزې، غوښتنې او اړتياوې پرونۍ نه دي بلکې د نن ستونزې د نن غوښتنې او د نن اړتيا وې مو نننۍ دي او له نننيو هوښياريو او پرمختگونو زېږېدلې دي. انسان هاغه مهال د خپل زاړه واسکټ په ستونزه پوهېدلاى او ځورېدلاى شي چې د خپلو ستونزو د له منځه وړو په لار کې يو قدم وړاندې و اخلي او خپلې جامې نوې کړي.
که موږ د پرمختگ فلسفي اړخ او د ملتونو د برخليک د بدلون تاريخي شا ليد ته وگورو، د ملتونو د برخليک بدلون د ډېرى ستونزو په شتون کې شونى شوى، ډېرى کمزوري ملتونه زورور شوي، ډېر وروسته پاتې، سرلاري شوي، ډېر لاعلمه عالمان شوي او ډېر وږي ماړه شوي دي . دا ځکه کله چې تږي، وږي، بربنډ او لاعلمه ولسونه له ځانه وپوښتي چې موږ ولې وږي يو، دا په څه تږي يو، بربنډ يو او په تيارو کې يو ، له همدې پوښتنې او احساس سره سم د وږو، تږو، بربنډو او په تيارو کې د اوسېدونکو په زړونو کې د همدغه ډول وضعيت پروړاندې ديوه شديد نفرت او تحرک سمندر په څپو شي او همدا نفرت اود ملي تحرک څپاند سمندر دى چې بيا د ملتونو او انساني ټولنو ستونزمن برخليک ته د مطلوب بدلون لار پرانېزي.
زه چې نن د عامو هېوادوالو، په زړو کې د خپلو ستونزو د له منځه وړو سپېڅلى يون ، ټولنيز شعور، د ښوونې روزنې او پرمختگ په اړه ملي شوې مينه محسوسوم نو په دې باور شم چې موږ د بريا د منزل په لور چټک مزل وهو او ډېرى پرونۍ ستونزې مو ترشا پرېښي دي، خو د انساني فطرت او غرض پربنا د نن تبې، زموږ له يو شمېر سياسي شنونکو، پرون اود پرون مرگ له ياده اېستلى دى.
د اسلام ستر پيغمبر که غيبت د مسلمان ورور دغوښو خوړل بولي، خو هغوى چې نن په خپلو کورونو کې لاڅه، چې د تلوېزيونونو له لارې په ډېر نا معقول ډول، چې هرڅه په خوله ورځي وايي يې؛ دېته به څه ووايو!؟
که د دوو تنو ترمنځ غيبت د مسلمان ورور د غوښو خوړل بلل کېږي، اوس د ډله ييزو رسنيو په کچه چې ټوله دنيا يې اوري، د يو بل پرخلاف سپکو ويلو ته به څه ووايو!؟ بې له شکه چې داکار له هماغو غوښو د جوړو )...( له خوړلو نور څه کېداى شي.
ځکه د دې ډول غيبتونو ټولنيز اغېز ډېر خطرناک وي، ټولنې ته نفرت ورکوي، د مينې او ورور گلوۍ معصوم کور ورانوي، د پرگنو ترمنځ د پرديتوب واټن لا ډېروي، زوى د پلار، لور دمور، کشر د مشر او مرئوس د رئيس مقابلې ته رابولي او په دې ترتيب پلارولي او زوى ولي، مور ولي او لور ولي، او بالاخره پر يو بل د باور، دخپلمنځي تفاهم او د ستونزو د له منځه وړو په لار کې د يوه اړين ملي هوډ بنسټ نړوي . څو ورځې مخکې د يوه ناروغ له عيادته راستنېدم، په کرايي موټر کې ناست وم ، شمالي سراى ته نژدې په يوه کوڅه کې د کورونو مخې ته يو لوى بوين ډېران وو، په موټرکې د يوه ناست سړي سترگې چې په ډېران ولگېدې له نسوارو په ډکه خوله يې وويل : [که زه ښاروال واى نو دا ټول ښار به مې لکه ښيښه پاک کړى وو] او بيايې په ښاروالۍ ډېر سخت ټکونه وکړل. ماچې د ده د خبرو پر مهال د ده په خوله کې نسوار وليدل او بيامې د ده له خولې د ښيښې په څېر د ښار د پاکولو ژمنې واورېدې، په تعجب کې شوم چې دا خوارکى خو لا د خپل شخصي او کوچني ښار )خولې( له ستونزو نه دى خلاص نو دا لاپې او ژمنې يې د څه لپاره !؟ او دا مې هم په ذهن کې راغلل چې که اوس ښاروالۍ په ښار کې د نسوارو په توکولو بنديز ولگوي، نه يوازې دا چې دى به په ښار کې د گرځېدو را گرځېدو پرمهال په خپله سينه د توکڼۍ)تفداني( ځړول ونه زغمي بلکې دى به لومړنى معترض هم وي چې د دې بنديز پرخلاف د نسواريانو لاريون په لاره واچوي او له ښاروالۍ به وغواړي چې لومړى موږ ته په ټول ښار کې د هر ې هټۍ مخې ته يوه يوه توکڼۍ کېږدئ، او هم د توکڼيو د پاکولو او تعويض لپاره اړين پرسونل په دنده وگومارئ او تر دې وروسته بنديز ولگوئ. باور لرم چې د همدغو سياسي شنونکو له خوا به د نسواريانو دا غوښتنه د نسواريانو مسلم حق او بېړنى تعميل به يې د ښاروالۍ مسؤوليت وبلل شي. که څوک خپله خوله نه شي پاکولاى د ښار د ککړتيا ستونزه څنگه له منځه وړلاى شي!؟ که څوک ځان نه شي پاکولاى؛ کور څنگه پاک ساتلاى شي؛ چې کور پاک نه شي ساتلاى کلا څنگه پاکه ساتلاى شي، چې کلا پاکه نه شي ساتلاى کوڅه څنگه پاکه ساتلاى شي!؟ او چې کوڅه پاکه نه شي ساتلاى کلى څنگه پاک ساتلاى شي!؟ زموږ ډېرى سياسي شنونکي د هېوادنيو ستونزو د اواري په لار کې نسواري ته ورته ادعاوې او نامعقولې شننې لري .
راځئ چې له بېځايو نيوکو او په نورو د ملامتۍ له اچولو تېر شو او ټول د ملي ستونزو د له منځه وړو په لار کې د ملي هوډ او ملي زغم لار خپله کړو؛ که غواړو چې منځنۍ زده کړې ترسره کړو بايد دوولس کلن زيار وزغمو او که غواړو لوړې زده کړې ولرو تردې ډېرى زيار او وخت بايد په پام کې وساتو ، او سوچ کې شو چې کله موږ تر نورو رسېدلي وو څوک وو او څنگه وو او چې نور ترموږ رارسېدلي، موږ څوک او نن څومره يو ، دا منو چې نن مودنورو ملتونو په پرتله د پوهې کچه بې خونده او اقتصاد مو کمزورى دى، خو دا ټوله بې خوندي، دا دومره لاعلمي او کمزوري مو له پرونه پاتې نه ده بلکې دامو د نن ستونزې او له ننيو غوښتنو او اړتيا وو را پيداشوي چې انساني فطرت يې د زمانې له غوښتنو، پرمختگونو او هوساينو سره سمې پرمخ بيايي.
د بېلگې په ډول د موټرو، دنگو ماڼيو او د زده کوونکو په ميليونو نو شمېر ، چې پرون دې ځاى ته رسېدل هر افغان ته يو بې تعبيره خوب برېښېده خو نن يې زموږ دهېواديو شمېر هوښياران او په خبرو مداريان )سياسي شنونکي( د هېواد ترټولو لويه ستونزه بولي.
موږ له پرونيو مصنوعي ستونزو په بري او لوړې سلنې سره را وتلي يو او په يو شمېر فطري ستونزو اخته شوي يو، خو فطري ستونزې د فنا له پيدايښته تر دا نننه او له نننه نيولې د فنا د نامالوم عمر تر پايه له انسانانو سره د انساني ژوند په اقتصادي ، علمي، او بالاخره د ژوند په ټولو ډگرونو کې ملگرې دي او زموږ دا خوارکۍ او وړکۍ دنياگۍ يې کله د له منځه وړو د وړتيا تربريده رسېدلاى شي.
دا ستونزه له حکمته ډکه د انسان د بس نه ويلو ستونزه ده؛ په دنيا د جنت د لټولو، د جنت د موندلو، او د جنت د جوړولو ستونزه ده؛ په فنا کې د بقا د لاسته راوړو ستونزه ده؛ پرټوله دنيا د واکمنۍ او دانسان په لاس پر کايناتو د واکمنۍ او تسخير ستونزه ده؛ د فرعون او قارون د زرو، زور حدودو ته د داخلېدوستونزه ده؛ په خپلې حقيقي غلامۍ)بندگۍ(کې د رښتينې خپلواکۍ د لاسته راوړو ستونزه ده او وروستۍ دا چې د خپلو مصنوعي او فطري ستونزو تر منځ د انسانانو د نه توپير او نه پوهاوي ستونزه ده.
موږ له لاندې، لوړو ته؛ له ژورو هسکو ته او د سيکارام سرته د ختو او منزل )ښار(ته د لنډېدو خوند هله له لاسه ورکوو او نا شکري کوو چې د سيکارام سرته له ختو وروسته د ښار رڼا ووينو، که څه هم موږ له ښار سره په ډېر لږ واټن کې يو خو همدا لږ واټن راته لېرې او دومره ستونزمن شي چې د ډېرو ستړيو او خطرناکو مزلونو سختې رانه هېرې شي.
همدغه راز کله چې په خپل ژوند کې له ډېرو کړاوونو وروسته د ژوند دکرار د يوې ناوکۍ تر پالنگه ورسېږو د ژوند دکراريوه بله په پالنگ ناسته سينگار شوې ناوکۍ تر مخکښېنۍ، په ډېره ښکلې بڼه راښکاره شي او په موسکا موسکا کې له ځانه سره وايي چې:
کر ا ر که غواړې د کر ا ر يا ر ه
کر ا ر نه لرم د خداى لپاره
اوبيا همدا د ژوند د کرار ديوې ناوکۍ پالنگ ته د رسېدو د شکرانې ادا او له هغې سره وفا رانه واخلي. موږ انسانانو ته هغه مهال د ډېوې بلول ستونزمن او رڼايې تته شي چې په برېښنا موسترگې وبرېښي.
نو راځئ چې ټول په يوه لاس د خپلو لاسي ستونزو، خو، نه د هغو ستونزو پرخلاف چې له انساني فطرته مو زېږېدلي، يوه ملي مبارزه په لار واچوو او نورله دې نامعقول دريځ او ډالريزې پروژې لاس واخلو چې د خپلوهېوادنيواو ملي ستونزو د اواري په لار کې له پاچا پرته، هېڅوک مسئوول نه گڼو.